No-IMG

د ژوند او اسلام ښائست اعتدال دئ

د ژوند او اسلام ښائست اعتدال دئ؛ هر نا معتدل شی د یوه فرد انفرادي ذوق کېدلی سي خو په اجتماعي ډول اکثر وخت داسي شی مردود او رټل سوی وي؛ له بده مرغه چي زموږ په مطلق جاهلي ټولنه کي ځینو په بې ځایه احتیاط او خپل سريو سره د دې عظیم دین ښائست داغدار کړی دئ؛ بلې هو! د جذباتي او احساساتي حاکمانو، بېـخبره داعیانو او بې پروا (لااُباله) مشرانو له خوا په شکلیاتو کي د را حصار دین د دعوت (دین) هغه تگلاره ټکنۍ سوې ده چي خلک به په ډلو ډلو ور ننوتل.

زموږ ټولنه له بنیاده یوه فکري او کلتوري انقلاب ته اړتیا لري؛ موږ پرلپسې څلور لسیزي له کلتوري او فکري انحطاط سره مخ وو؛ نه مو ځوان نسل وروزلی سو او نه مو د ژوند بنیادي ضروریات ور پوره کړل؛ بلکي برعکس مو پر هغوی هغه څه تپلي چي موږ اسلام ته منسوب کړي او د اسلام سره ئې یا ربط نسته او یا اختیاري دي؛ زموږ د ځواني طبقې نه ځیني سیکولران سول، ځیني لبرالان او ځیني متشدد مذهبیان او په ډېر کم شمېر کي مو ځینو د الحاد ژوري کندي ته ځانونه وغورځول؛ د جنگ ځپلي ټولني بدترین تصویر موږ ښه انځورولی سو.

د آسیا زړه درېدلی او یا هم د ودرېدلو په حالت کي دئ! خو موږ لا له خپلو خرونو نه را کښته کېږو. الله دي رحم کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک