No-IMG

پر ټولنیزو رسنیو د مباحثو لپاره همداسي مثبت، مسلکي او اصولي کار مؤثر دئ

"زه ملحد یم؛ هندوان ټول ملحدین دي. زه ځکه ملحد یم چي په خپلو فیصلو کي خپلواک یم. بې حیایي په ځنگل کي روا ده." د یوه هندو پنډت ځواب او د قیصر احمد راجا صاحب جالب بحث

قیصر احمد راجا صاحب مي فالو کړی؛ اکثره ئې تبصرې گورم؛ الله تعالی ډېر ښه فصاحت ورکړی او تر دې هم زیات د انتهائي درنو اخلاقو مالک دئ؛ د یوه داعي ډېر ښه صفات پکې سته؛ مثلاً ښه زغم لري، د مخالف خبره اوري، وخت ورکوي او بیا ئې ځواب هم په احسنه طریقه ورکوي... نوموړی په معاصرو مسائلو ډېر ښه خبر دئ او د مخالفینو لپاره ډېر معقول دلائل لري او د هغه د بیان لپاره ئې ډېره خوندوره تگلار غوره کړېده!

پر ټولنیزو رسنیو د مباحثو لپاره همداسي مثبت، مسلکي او اصولي کار مؤثر دئ؛ هغه ځوانان چي الله تعالی فصاحت ورکړی او علم هم لري هغوی دي له کتابونو راووځي؛ یو څه وخت دي ټولنیزو رسنیو ته هم ورکړي؛ د ذهنیت سازۍ دا ډگر دي خالی نه پرېـږدي؛ البته تر راتلو وړاندي دي د مختلفو ژبو د منل سویو داعیانو ویډیوگاني وگوري؛ خپل پروگرامونه دي منظم کړي او مهم موضوعات دي انتخاب کړي؛ نه هغسي لکه ځیني چي به پر فېس بک لائیو ښکنځلو او سپکو سپورو ته سره ووتل؛ یوه بله مهمه سپارښتنه دا ده چي سیاسي فعالیتونه محدود کړئ؛ ځکه موږ سیاسیون ډېر زیات لرو؛ بلکي هر دوهم سړی مو سیاسي شناند او مبصر وي، البته داعیان مو ډېر کم دي. باعلمه او با اخلاقو داعیانو ته ډېر ضرورت سته!

که څوک په اردو پوهیږي؛ فالو دې کړي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک