د ډرون بريدونه بندول غوښتنه د افغان ملت غوښتنه ده؛ باید ئې ملاتړ وسي...
ځیني دومره برېن واش سوي چي د حُریت احساس ئې بایللی؛ دومره بې ضمیره دي چي آزادۍ ته تعریف نلري؛ مادیاتو دومره متأثر کړي چي هیڅ د خپلواکۍ خبره ئې نه خوښیږي؛ افسانوي کردارونه ستایي؛ له حقائقو تېښته کوي؛ د مجاهد په لاندینۍ خبره کي د خندا څه شی سته چي په زرگونو احمقانو د خندا ایموجي ورته ایښې؟!
د نوموړي سره او یا ئې د گوند سره اختلاف د هر افغان حق دئ؛ امّا د دوی پر مشروعو غوښتنو خندل د افغان دښمنۍ لومړی گام دئ؛ هغه چي اختلافات نسي درجه بندي کولی او بیا هم د سیاست لوبولو لپاره پر ټولنیزو رسنیو یو شور جوړوي هغوی د ملت مجرمین دي؛ د مقاومت سپي چي له نړئوالي ټولني د بندیزونو غوښتنه کوي د هغوی منفي اثرات سمدستي پر ملت ښکاره کيږي؛ هر وطندوست افغان چي د اسلامي امارت سره دښمني/اختلاف لري د هغوی سره دي مشکل په داسي شکل ختم کړي او یا دې وپالي چي ملت پرې متأثر نسي...
د نوموړي دا غوښتنه د افغان ملت غوښتنه ده؛ باید ئې ملاتړ وسي...
