د دواړو خواوو پښتنو ته د هغوی نصاب په خپله مورنۍ ژبه وړاندي شي
غیرِ عربو ته چي عرب عجم (گونگیان) وايي؛ دا د عجمو لپاره ډېر مناسب توری دئ؛ ځکه له عربي پرته اکثر ژبي اساسي نیمگړتیاوي لري؛ الفاظ ئې نامکمل وي او کوم الفاظ چي د دغو ژبو کاروونکي په خپلو ژبو او اصطلاحاتو کي د مترادف پر ځای کارولي؛ هغه پوره مطلب نسي افاده کولی؛ د انگرېزي، فارسي او اردو په ارتباط څه نه وایم ځکه زما موضوع نده؛ که څه هم هغوی هم د ورته ستونزو سره مخ دي؛ خو د پښتو په اړه دومره ویلی سم چي اکثر الفاظ ئې د مطلب واضح کولو لپاره کفایت نکوي؛ ډېر ځلي داسي توري وکارول سي چي د ایکسپرېشن او په جمله کي د مناسب استعمال باوجود هم مخاطب نسي پوه کولی؛ مجبوراً باید وضاحتونه ورسره ورکول سي؛ دا شی په لیکنه کي ستونزه ډېروي؛ متن اوږدوي او د کیسې پېیلیتوب متأثر کوي.
د پښتو ژبي د غني کولو او خودکفاء کولو په موخه ځینو د نېک نیتۍ له مخي پښتو ته د داسي تورو اضافه کول پیل کړل چي نه یوازي نوي دي بلکي د فصاحت له لحاظه هم نېمگړي دي؛ په تلفظ کولو کي سخت دي؛ ځینو ډېر توري انتهائي مغلق او پېچلي ور اضافه کړيدي؛ پښتو یوازي د افغانانو یا د یوه سمت ژبه نده؛ پښتو د لر او برو پښتنو ژبه ده؛ باید داسي عیاره سي چي ټولو ته د منلو وړ وي؛ د دواړو خواوو پښتنو ته د هغوی نصاب په خپله مورنۍ ژبه (آسانه او عام فهمه) وړاندي سي؛ دا د نورو اقوامو په څېر د دوی هم مسلم حق دئ...
نظر
