لعیب
د عربي (قطري) عمامې په شکل جوړ سوي معلق Pendant نوم لعیب دئ؛ دا د فیفا د کمېټې لخوا تر اته ځله بدلون وروسته منل سوی او د قطر نړئوال کپ دولتي سمبول ټاکل سوی دئ؛ د قطر امیر شیخ تمیم هم دغه معلق د لوگو په صفت منظور کړی دئ.
دا نانځکه چي عرب د "تعویذ" نوم ورکوي د چین د گوانزهو ښار د یوې سیمي په یوه کارخانه کي جوړه سوېده؛ له ۲۰۲۰م نیولې بیا نږدې د لوبو تر پیلېدو پوري ئې په ډېزائن کي اته ځله بدلون راوستل سوی؛ تر هغه وروسته ومنل سوه.
د کارخانې مشر "شن لي کانگ" ویل؛ د دغه ظاهراً ساده نانځکي پر جوړولو دوی د نړۍ تر ټولو غوره ټکنالوجي کارولې او بلاخر ئې تر انجامه رسولې ده.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
