No-IMG

شيخ غزالي او احساساتي ځوان

پر دا ځینو نه پوهېږم څه ټکه لوېدلې وي؛ په ساده خبرو ئې سر نه خلاصیږي؛ بې ځایه خبري او اعتراضات به کوي؛ ځیني شنه خو ئې لا ښکنځلو ته هم ملا وتړي؛ مثلاً دلته کله ویل سوي چي پر لوبه به نه ژاړئ! یا مه غصه کېږئ!

بلکي وايي که پر ټولنیزو، صنعتي او تمدني شکستونو نسئ ژړلی او پښېماني نسئ ښوولی نو پر لوبه ژړل مو هسي بې معنیٰ کار دئ؛ خو که په دغو ټولو میدانونو کي هڅي کوئ چي بریالی سئ؛ په ماتېدلو ئې ځورېږئ بیا مو پر لوبه ژړا هم د سالم شخصیت ښکارندویي کوي؛ اما که لومړی صورت وي بیا نو هسي احساساتیان یاست!!! ژړا مو هسي ځان غولونه ده...

څو ورځي وړاندي مي د شیخ محمد الغزالي مرحوم یو ځواب شېئر کړی وو چي د ږیري په ارتباط ئې د یوه احساساتي فرد بې مورده پوښتني ته مختصر ځواب ویلی وو؛ حال دا چي نه ئې د ږیري په ارتباط فتویٰ صادره کړې وه او نه ئې دفاع کړې وه چي باید ږیره کمه سي؛ ځینو خو حتیٰ د ابو حامد الغزالي او محمد الغزالي تر منځ فرق نسو کولی او نیوکي ئې کولې؛ ځینو ښکنځل وکړل په داسي حال کي چي خپله ئې ځینو ږيري کمي کړي وې؛ کله چي حسن الهظیبي مرحوم ته احساساتي اخواني ځوانانو د مسلح مقاومت سپارښتنه وکړه نوموړي ډېره ښائسته جمله ورته وویله: نحن دعاة، لا قضاة... موږ داعیان یو قاضیان نه یو چي احکام صادر کړو او بیا پر خلکو ور وځغلو...

یو څه حوصله کوئ! دومره ژر د چا سپکولو ته بهانې مه لټوئ! خپلو گرېوانونو ته هم سرونه ټیټ کړئ! تر ما بدترو که پر ما اعتراض وکړئ در سره منم ئې خو هغه څوک په نښه کول چي د اسلام د مقدس دین دعوت ته ئې حتیٰ یو ساعت هم خدمت کړی وي د هغوی او هم د اسلام سره جفاء ده! د شیخ مرحوم خو لا ډېر ستر حیثیت دئ؛ الله دې قبر منور او د جنت یوه باغچه وگرځوي...

د شیخ مرحوم په ارتباط د ورور عزیز الرحمن لاندینۍ ژباړه هم مناسبه بولم در سره شریکه ئې کړم:

 شيخ_غزالي_او_احساساتي_ځوان:

  ښه مې په ياد دي چې يو ځوان زما سره په داسې حال کې ولیدل چې ډېر راته په غوسه وو، وویل:

  ته د ږیره خريونکو او ښکلې ښځينه زده کوونکو په منځ کې ناست يې، او خلک تاسو وينې چې خوشحاله ياست نه په غوسه، او ستاسو څخه د أمر بالمعروف او نهي عن المنكر هيڅ کوم حکم نه اوریدل کیږي:

  ایا هغه خلك چې تاسو په دې حالت کې ويني نو ستاسو څخه په کرکه او ملامتولو مو معذور او په حقه نه دي؟!

  ما ورته وويل: زه فکر نه کوم چې تروشه ټنده او غوسه  دې د دعوتګرانو له اخلاقو څخه وي.

  زه لومړی خلکو ته د اسلام اساسات په عقایدو او اخلاقو کې تشریح کوم، کله چې تخم سم وي نو میوه به په خپل وخت کې راشي!

  کله چې خلک خپل رب وپيژني، د سمع او اطاعت په اساس له هغه سره تړاو پيدا کړي، نو هغه څه چې تاسو یې غوښتنه کوئ او حتى تر دې زيات به په آسانۍ سره پوره شي!

  پاتې شوه زما د بدۍ او ملامتولو قضیه، زه نه پوهیږم چې په اړه څه ووایم؟

  په هرصورت، زه د الله شکر اداء كوم چې د خلكو په عيبونو يې پردې اچولې او تاسو ته يې په ما باندې د برلاسي کيدلو توان در نه کړ چې زما عيبونه وپلټى!

  تاسو - د خپلو ځانونو د خوشحاله کولو لپاره-- غواړى چې خلک  وشرميږي او دا خواهش د هغه ګناهونو په پرتله ډېر بد دى چې تاسې خلک ورباندې ملامتوى او رټى يې!

  زويه! زه ویره لرم چې تاسو به په دې  تیاره_نيتونو او زړونو د نورو خلکو څخه بدتر شئ!

   زړه_ماتى_او_عاجز_ګنهګار تر هغه  دعوتګر ډير بهتره دى چې ځان ته  مغروره وي او د الله بندګانو ته سپکاوي کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک