آیا دوی رښتیا هم د مېرمنو د حقوقو سرخېل دي؟!
په ویډیو کي هغه تعذیبي آله ښيي چي غربیانو به خپلو "ښځو" ته د درس ورکولو په موخه کاروله؛ د مېرمنو د حقوقو د ټېکدارانو کړني وگورئ!
لږ وخت وړاندي ئې ښځي داسي تعذیبولې او داسي سلوک ئې وروسره کاوه چي سالم انسان خو ئې د لیدلو حوصله هم نلري؛ ډېر ورسته ئې درک چي ښځي هم حقوق لري او را ووتل نورو ته د انسانیت د درس ورکولو لپاره!
وایي ضرورت د اختراع مور ده؛ چيري چي ضرورت وي اختراع هملته ممکن ده. نو ځکه ویلی سو چي فېمنیزم په غرب کي ځکه را وټوکېدی چي د ښځو سره تبعیض او ناوړه چلند Exploitition په همهغه ټولنه کي شروع وو؛ نن دوی له ازله تر ابده د انساني تاریخ ستر تهذیب (اسلامي تهذیب) ته د درس ورکولو په موخه راوتلي.
د نوح علیه السلام کیسه مي لوستې وه؛ چي کله ئې د خپل حواریونو سره کښتۍ جوړوله نو د قوم سپکو او ظالمانو به ئې د سپکو سپورو تر څنگ پر کښتۍ مردارۍ هم غورځولې؛ وروسته الله تعالی د پوست/جلد په داسي ناروغۍ اخته کړل چي علاج ئې دوی سره نه وو؛ یوه ورځ همداسي یو ناروغ چي پر کښتۍ ئې د مردارۍ غورځولو اراده وه هملته سلیپ سو او په مرداریو کي ولوېدی؛ د بدن پر کومه برخه چي ئې مرداري ولگېده همهغه ځای به ئې جوړ سو؛ ټول ظالمان خبر سول چي د ناروغۍ علاج ئې پیدا سو؛ نو ځکه ئې د کښتۍ سره پرته مرداري پر خپلو بدنونو ولگول او جوړېدل به... کښتۍ هم ښه پاکه سوه...
تاسي فکر وکړئ! د دې کار ترسره کېدلو وروسته به دوی څومره وخت نورو ته د دغو گندگیو صفتونه کړي وي؟
غربي ټولنه همداسي کوي؛ دوی د لبرالِـزم او فېمـنیزم د مردارۍ تعریف بشپړي نړۍ ته ښه په سپینو سترگو کوي؛ او د دې مردارۍ بدبويي ته د خوشبويي نوم ورکوي.
خپله ئې ظلم ورباندي وکړ؛ خپله ئې ښځو ته مسائل جوړ کړل؛ خپله ئې خودساخته (موقتي او ظاهري) حل لاري ورته ولټولې او را ووتل تر څو نورو ته درس ورکړي!
