د محمد هاشم شاهين لیکنی

د دغه افراطي ذهنیت ورک کول پکار دي

زه خپله د کرکټ لوبي ذوق بالکل نلرم؛ فټبال سره بیا ډېره زیاته مينه لرم؛ اما له دغسي افراط څخه مي سخته کرکه کېږي؛ موږ د اسلام نیمگړي پوهي تباه کړي یو؛ بلکي په ډېرو مواردو کي مو دا مقدس دین هم راسره بدنام کړی دئ. دومره افراط څه معنٰی لري؟! آیا دا سړی به رښتیا هم د مقدسي زمکي او اسلام په غم همدومره خفه وي؟! پرون یوه احمق د الازهر ټول محصلین او استاذان بِلا استثناء ملحدین او یهودي مستشرقین بللي ول؛ دا هغه کسان دي چي کله له نورو نا هیلي سي او خپله هم د انتهايي درجي ټنبلان وي نو لومړی گام د حزب التحریر او بل پل د داعش پر پله کښېږدي؛ بیا نو ټول امت تکفیروي... د دغه افراطي ذهنیت ورک کول پکار دي... ...
نور ولوله

د استاذ راشد غنوشي آثار

استاذ راشد غنوشي په لسگونو فکري او سیاسي مقالې او کتابونه لیکلي چي د اسلامي تحریک په لیکو کي ئې د اعتدال او نرمۍ د مسیر ملاتړ کړیدئ او د یو شمېر مسائلو لکه جمهوریت، د تابعیت د حقونو او نورو په اړه ئې د ډېرو مخالفینو ترمنځ ناندرۍ هم را پارولي دي. خو د کوم سیاسي شخصیت کتاب بیا متنازع (دعوه یي) نه وي؟! د هغه ځیني کتابونه ډېرو بهرنیو ژبو ته ژباړل سوي؛ په ځانگړې توگه انگرېزي او فرانسوي ژبو ته چي هغه ئې په نړۍ کي د اسلامي فکر یو له مخکښو مشرانو څخه گرځولی. د ډېرو سترو اسلامپالو لیکوالانو په پرتله د ده د لیکنو یو ارزښتناکه اړخ دا دئ چي نوموړی تعمیري ذهنیت لري؛ د دې تر څنگ پر هغو مسائلو د لیکلو جسارت او جرأت کوي چي ډېری عادي لیکوالان د اختلاف له وېري هغه طرفِ نظر کوي؛ تاسي د ده د کتابونو عنوانون...
نور ولوله

هندوستان: د ډیموکراسۍ مور که د افراط؟!

د هندوستان په اړه ویل کېږي چي د ډیموکراسۍ مور ده؛ دا جمله ئې څومره حقیقت لري تاسي ئې په تېرو ټاکنو کي د اقلیتونو د شرکت او تناسب په اړه کتلی سئ؛ په هند کي د سیکولرزم پر سر لویه شخړه روانه ده؛ د دې هېواد ټول اقلیتونه د مسلمانانو په گډون د سیکولرزم طرفدار دي او په همدې کي له سترو افراطي هندوانو چي فلسفه ئې د هندوتوا پر اساس ولاړه ده؛ د ځان نجات ویني؛ اما هندو افراطیان بیا د اَکھنډ بهارت (ناتقسیم سوی هند - بنگال، پاکستان، نېپال، برما او هندوستان) شعارونه زمزمه کوي؛ او د اقلیتونو حقوق په ښکاره تر پښو لاندي کوي.   سیکولرزم مذهب له سیاست، اقتصاد او ټولنیز ژوند څخه گوښه کوي؛ هندي مسلمانان، عیسایان، بودایان، سیکان او پارسیان همدا غواړي چي د هندوانو افراطي نظریه پر ټولنه حاکمه نسي؛ ...
نور ولوله

یوم من الجحیم

د تېري ورځي د نصیرات ناورین څخه خو خبر یاست! شیخ خالد نبهان (روح الروح ویډیو چي ئې وائرل سوې وه) د ویډیو جوړولو پر وخت وايي: "په الله قسم! زموږ داسي یو حالت دئ چي غر ئې هم د زغملو وس او قوت نه لري." هغه چي وایي نړۍ د یوه کلي په څېر سوه؛ مسافتونه کم سويدي؛ دا هر څه رښتیا دي؛ دا هر څه سوي البته چي زموږ سره نه؛ تاسي لاندینی تصویر په غور وگورئ! په دې تصویر کي د مقدسي زمکي پر ساحل به یو موقت امریکایي بندر ووینئ چي په اوبو کي جوړ سوی او ظاهراً دا د مظلومانو سره هم د خواخوږۍ او هغوی ته د مرستو رسولو په هدف جوړ سوی خو برايي په ترسره سویو عمـ.لیاتو کي له دې بندر څخه کار واخیستل سو؛ چي ۱۵۰-انسـانان ټوټه ټوټه سول او پر اېکس مې تصویرونه ولیدل چي لاسونه او پښې ئې گډي په کارټنونو کي راټولوي...
نور ولوله

د نصیرات قتلِ عام او د بشر (غربي) حقوق!

موږ له نړئوالو (غربي) قوانینو ناسم برداشت اخیستی؛ موږ دا فکر کوو چي دا قوانین پر ټولو د عمل وړ دي او د بشپړي نړۍ د نجات لپاره توشیح سويدي؛ خو داسي نه ده؛ د امریکا او د غربي سیاستمدارانو لخوا د جرمو نړئوالي محکمې کارکوونکو ته ښکاره اخطارونه او بیا ورپسې مجرمانه اعترافات (چي وايي: دا محکمه د پوتین او افریقایانو د کنټرول په موخه جوړه سوې ده نه د غرب او د هغه د نازولو پر ضد د فیصله کولو په هدف) ښيي چي دا قوانین څومره مؤثر او د چا په گټه کارول کېږي؛ دا قوانین د چا د ساتني تو د چا د ټکولو په پار مرتب سویدي؛ تر دې وړاندي د وېــټو مسخره قانون چي بیخي له نړئوال نظم څخه د ځنگل قانون جوړوي؛ همدا خبره په اثبات رسوي... پر پروني وحشي قتلِ عام تر بحث وړاندي باید ووایم چي په فلسطین کي خو ظالم او مظلوم او...
نور ولوله

هغه کسان چي د اسرائيلو جگړه تمویلوي؛ هغه عربي هېوادونه (دیکتاتور مشران) دي

زه غواړم ځیني حقایق روښانه کړم چي ډېری خلک ترې بېخبر دي؛ دا حقایق امریکایي چارواکو او پخپله د جو بایډن لخوا تائید سویدي: ۱- هغه کسان چي د خبیث قوم جگړه تمویلوي؛ هغه عربي هېوادونه (دیکتاتور مشران) دي. ۲- څوک چي خبیث قوم ته وسلې ورکوي؛ هغه په خلیجي هېوادونو په ځانگړې توگه په اردن کي د امریکا نظامي اډې دي؛ دا هر څه د دوی په خوښه ترسره کېږي؛ په دې اړه پر  نورو تحلیلونو باور مه کوئ. ۳- چا چي خبیث قوم ته د زمریانو (ح) د برید په اړه خبرداری ورکړی وو هغه مصري استخبارات وو؛ ځکه دوی هر وخت د خبیث قوم له استخباراتو سره گډه همکاري کوي؛ دا ځکه د خبیث قوم د رټل سوي دولت ساتنه د اوسني مصر...
نور ولوله

‏زخمي سوډان ؛ په یوه ورځ ۲۰۰-شهیدان!

د عرب اماراتو او سعودي تابع تروریستي تنظیم RSF رېپډ سپورټ فورس چي مشري ئې حمیدتي غوندي جاهل قوماندان کوي د "ود نوره" کلي ځوانان، ماشومان او مېرمني په شهادت رسولي؛ خو غرب او عرب دواړه لکه گونگ شیطانان ساکت پاته دي. دا مو باید په یاد وي چي د RSF ملېشې په یمن کي د سعودي عرب لپاره د کرايي جنگیالیو په صفت جنگېدلي او حمیدتي د دوی درانه معاشونه وصول کړيدي. حسبنا الله ونعم الوكيل في كل من خان وظلم وتجبر على الشعب السوداني... ...
نور ولوله

د انسان د دماغي پرمختگ په لاره کي تر ټولو ستر خنډ د هغه تقلیدي عقائد دي

د انسان د دماغي پرمختگ په لاره کي تر ټولو ستر خنډ د هغه تقلیدي عقائد دي. هغه بل هیڅ شی داسي نسي ولچک کولی لکه څنگه چي ئې د تقلیدي عقائدو زنځیرونه ولچک کوي. دی هغه زنځیرونه نسي ماتولی؛ ځکه دی ئې اصلاً ماتول نه غواړي او دی دغه زنځيرونه د گېڼو په څېر محبوب ساتي. هره عقيده، هر عمل، هره تگلاره چي هغه د کورنیو اقدارو او ابتدایي زدکړو او ناستو پاستو په پایله کي لاسته راوړې وي؛ هغه د ده لپاره مقدس میراث وي. دی به د دغه میراث ساتنه کوي خو د هغه د پرېښودلو جرأت نسي کولی. ځيني وخت د موروثي عقائدو نیونه دومره سخته وي چي زدکړي او هیڅ ډول ماحول د هغه اثرات نسي خام کولی؛ زدکړي پر ماغزو یو نوی رنگ اچوي خو د هغه جوړښت ته دننه نسي داخلېدلی؛ په جوړښت کي دننه تل د نسلونو، کورنيو او پرلپسې پېړ...
نور ولوله

د ۷-اکتوبر مقدس مقاومت یوازي دغه زوړ رجحان ته تغییر ورکړ

د ۷-اکتوبر مقدس مقاومت یوازي دغه زوړ رجحان ته تغییر ورکړ ؛ د ماشوم په لاس ئې اليٰسین او د مرکـ.اوا ضد ماینـ.ـونه ورکړل؛ د جگړي نوعیت تغییر وکړ او نن الجزیرې راپور خپور کړ چي د ۷-اکتوبر راهیسي د خبیث قوم ۱۸۰۰۰-اتلس زره کسان د رواني ناروغیو ډاکټروانو ته مراجعه کړېده. د ‏امریکايي استخباراتو یو راپور چي CNN لاسته راوړی او نشر کړی دئ وايي: "د ۷-اکتوبر تر عملیاتو وروسته د عربي او اسلامي نړۍ په عوامو کي د زمریانو (ح) مقبولیت او اثرات تر وېروونکي حده لوړ سويدي؛ او دې تحریک د آزادي غوښتونکو شکل خپل کړی دئ؛ داسي نباید سوي وای. دا یو تروریـ.ـستي سازمان دئ او په پوره قوت او انتهايي منظم شکل سره د خپلو ستونزو د حل کولو لپاره جنـ.ـگېږي." ...
نور ولوله

د جنگ حالت او دومره اطمینان څه شی ښيي؟!

د خبیث قوم یو جنگیالی پر هغه سمېټي دېوال مطمئن ناست دئ چي مصر او مقدسه زمکه سره جلا کوي؛ ده خپله شا مصري پوځ ته اړولې ده او دا ښيي چي له هغوی څخه ده ته هیڅ خطر متوجه نه دئ. دا تصویر د غدر، خیانت، ذلت و رسوايۍ یو تور تاریخ بیانوي. د استعمار پر کرښو ایمان ساتونکي باید له دې خبر سي چي کلابنده سیمه (غ ز ه) تر ډېره وخته د مصر په ولکه کي پاته سوېده؛ دلته مصر حکومت کوی؛ غالباً تر ۱۹۵۶م پوري دا د مصر تر واک لاندي پاته سوېده. دا خبره ځکه کوم چي د وطنیت بت ته پر سجده پراته سیکولران کله نا کله داسي دلیل وايي چي مصر به ولي دې جگړي ته را وړاندي کېږي؟! دوی له دې احساس څخه شرمنده دي چي ټول غرب له خبیث قوم سره ولاړ دئ خو په اسلامي نړۍ کي ه...
نور ولوله

د صرافیو شرکتي جواز؛ د دې سیسټم د اِصلاح کولو هڅه او که ظلم؟!

دا لومړی ځل نه دئ چي د صرافیو په ارتباط اوسنی نظام فیصلې صادروي؛ تېر ځل دا حکم صادر سوی وو چي د صرافۍ لپاره د نوي جواز اخیستلو شرایط دا دي چي پنځه میلیونه افغانۍ د ضمانت په توگه د افغانستان بانک ته ورکړي او د کاروبار لپاره باید ۵۰-میلیونه افغانۍ ولري. هغه خلک چي په خپله اداره یا څانگه کي ماهر نه وي له هغوی تل دې ته ورته تېروتني صادريږي. ایراني چارواکو چي کله انقلاب راوستی ډېري ستري تېروتني ئې وکړې؛ بې تجربې مأمورینو ته ملت او هېواد یوه تجربه گاه وي؛ دوی خپله پر دغسی کړنو اعتراف کړیدئ؛ لوړ پوړو مأمورینو ئې ویلي چي په میاشتو میاشتو موږ نه پوهېدلو چي ادارو ته د څه لپاره راځو او باید څه وکړو؟! دلته هم ورته کیفیت ښکاري؛ دا ځل د ایرانیانو په وینا (بِلا تشبېه) موشهای آزمایشي صرافان دي...  ...
نور ولوله

د اسرائيلي قوم وحشتونو نړۍ د وجدان له عذاب سره لاس و گرېوان کړېده

د خبیث قوم وحشتونو نړۍ د وجدان له عذاب سره لاس و گرېوان کړېده؛ هر سالم انسان په دغه ستر بشري ناورین ځوریږي؛ ۷-اکتوبر نړۍ په ځانگړې توگه په غرب کي د مقدسي زمکي د قضیې په ارتباط نظریې بدلي کړي؛ له نیمي پېړۍ دروغو او پروپاگندو باوجود هم د امت زمریانو نړۍ ته واضح پیغام ورکړ چي حق څوک او باطل څوک دي؟! د آئرلېنډ د پارلمان غړی تھامس گولډ د مقدسي زمکي د رسمیت پېژندلو پر وخت په ژړغوني ږغ ووایي: "زه باوري یم چي د خبیث قوم لومړی وزیر به په جهنم کي وسوځي." د دې مقدسو عملیـ.ـاتو بې شمېره گټي موجودي وې؛ دښمن د مظلومانو له قتـ.ـلِ عام کولو پرته بله لاسته راوړنه نلري؛ ان شاء الله چي فتح نږدې ده؛ غرب او د هغوی مزدور عربان به تر دې...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک