No-IMG

تر فلسطيني مقاومت وروسته دوهم مؤثر ترین جرأت مندانه او اسلامي اقدام حوثيانو ترسره کړی دئ

حوثیانو چي کوم جرائم په یمن کي ترسره کړيدي هغه له چا پټ نه دي؛ خو داسي هم نده چي په مقابل کي ئې جنگېدونکي عرب هېوادونه پر حق ول؛ هغوی په خپلو بې رحمانه هوايي بريـ.دونو تر دوی هم بدتر ظلمونه وکړل او یو ځل بیا د امریـ.کا په اشاره او ملاتړ غواړي پر یمنـ.یانو بلاتشبیه د قیامت حالت راولي.

په هر صورت د شیـ.عه او سـني، د حوثـ.ي او سلفي تر منځ جگړه د اسلامي نړۍ داخلي جگړه ده؛ دا جگړه تقریباً له تېري نیمي پېړۍ څخه د سړې جگړي په شکل کي څرگنده سوې وه چي تر ننه جاري ده او په وروستۍ لسیزه کي ئې خونړۍ بڼه خپله کړه؛ دا جگړه به تر هغه وخته جاری وي چي پر عربانو دغه یو څو عیاشي، غلامي او بې غیرته کورنۍ حاکمي وي او د شیعه وو مشري د سفاکو او متعصبو ایراني اخندانو په لاسونو کي وي...

لنډه کیسه دا چي دا اختلاف باید اوس پر خپل ځای پرېږدو او یا ئې حداقل د کوم ضرورت پر اساس مطرح کړو؛ لکه تېره ورځ چي د اسد ظالم رژیم بمـ.باردونه وکړل؛ اوس جگړه د مسلمانـ.انو او یخـ.ـوديانـ.و تر منځ ده او دلته به څوک دا نه وایي چي شیعه باید ونه ستایل سي او یا حوثیان باید وغندل سي... ټول تمرکز باید پر همدې بحران وي؛ د فـ.لسـ.طیـ.ن په ارتباط مجالس کوئ! بحثونه کوئ! پر ټولنیزو رسنیو ئې ملاتړ کوئ او حتی تر یوه عادي لايک او کمنټ هم مه تېرېږئ! د بیزوگانو له مصنوعاتو سره که مخ ته درځي غوڅ پرېکون اعلان کړئ او نور هم وهڅوئ چي پرېکون جاري وساتي... همدغه نشرات او تبلیغات د فشار مهمه وسیله ده؛ موږ کوم اسلامي قیادت نلرو چي په یوه ږغ مو پر ځان راټول کړي؛ نو هغومره کار خو باید وکړو چي سبا ورځ د الله او د هغه د رسول ص به وړاندي شرمنده نه یو...

دلته به دا اعتراف هم وکړم چي په اوس وخت کي تر فلـ.سطـ.یني مقاومت وروسته پر دوهم نمبر مؤثر ترین، جرأت مندانه او اسلامي اقدام حوثيانو ترسره کړیدئ؛ دا دوی دي چي د بیزوگانو لپاره ئې سور سمندرگی جهنم گرځولی؛ غرب د امریکا په مشرۍ او د عیاشو او زاني عرب مشرانو په مرسته غواړي سمدستي د دوی پر ضد کوم اقدام وکړي... د دوی دا زړه ور اقدام هم د حـ.زب الله تر نمائشي راکټـ.ي بریدونو غوره دئ او هم د ایران تر بېځایه او بې معنٰی اخطارونو؛ هم د ترکیې تر متذلذل او ډارن بلکي منافقانه موقف قوي دئ او هم د عربانو د کفنونو او خرماوو تر مرستو مهم؛ د دوی دا موقف د سیسي تر هغو ظالمانه پرېکړو ډېر مهم دئ چي په نتیجه کي ئې تر ۲۰۳۰-م پوري په درغلیو ولسمشر وټاکل سو خو هیڅ یوې غربي رسنۍ دیکتاتور ونه بلی او د دوی بلا دي د درېیمي درجې پر هغو پستو او مفلسو هیوادونو هم وگرځي چي د یو څو روپیو د پور په لالچ او د آی اېم اېف د غلامۍ په وجهه خاموش پاته دي؛ د دوی جرأت ته سلام.

د یـ.من د دفاع وزیر: ”موږ هر هغه څه لرو چي ستاسي بېړۍ، ستاسي جنگي کښتۍ، ستاسي اوبتلونه او ستاسي الوتکي وړونکي ستري بحري بېړۍ ډوبي کړي او سور سمندرگی به ستاسو هدیره ثابته سي.“

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک