مصري دیکتاتور د خپل کار ښه سم مُزد(مزدوري) تر لاسه کړ
مصري دیکتاتور د خپل کار ښه سم مُزد(مزدوري) تر لاسه کړ؛ د خلیج په اوسني بحران کي ئې د خپلو بادارانو په اشاره د بیزوگانو سره پوره مرسته وکړه؛ د مظلومانو ستر نړئوال زندان دروازه ئې همداسي تړلې وساتله؛ نو ځکه به هم تر دې وروسته په اصطلاح جنرال عبدالفتاح السیسي تر ۲۰۳۰-م کال پوري د مصر ولسمشر وي...
نوموړی په مسخره ټاکنو کي د ۸۹.۶% سلنه رایو په گټلو سره د مصر نوی ولسمشر اعلان سو...
پوځي دولتونه د ملتونو د ویده ساتلو او د هغوی د غولولو په هدف په ملیاردونو ډالر یوازي پر تبلیغاتو Advertisements او رسنیو مصرفوي تر څو د دوی ښکلی انځور ملت ته وښيي؛ دوی همدا په ملیاردونو ډالر په درنو سودونو تر لاسه کوي او بیا ئې دومره په بې رحمۍ سره ضایع کوي؛ د همدې لوبي په تسلسل کي کله کله سروې گاني او نظرپوښتني کوي چي په ملت کي د دوی د محبوییت کچه وښيي؛ تاسي باور وکړئ د دوی د دغو سروې گانو پایلي تر ۹۰% فیصدي ټیټي نه وي...
