No-IMG

حماس د هر ډول تبادلې او اوربند د مذاکراتو لپاره لومړنی او اساسي شرط د مطلق او دائمي اوربند شرط وضع کړی دئ

د رزیل قوم میډیا او رسنۍ تر هندوستاني رسنیو هم څو گامه ور آخوا دي؛ له درواغو، بې ځایه چیغو او شر و شور پرته نور څه کمال نه لري؛ غواړي د خپلو ځواکونو مورال لوړ وساتي او په همدې هدف د دوی د کورنیو چارو وزارت امر ورته کړی وو چي د ټپیانو او مړو شمېـرې به نه رسنیزي کوي... اوس ښه زېری دا دئ چي دوی هم په نظامي او هم به تبلیغاتي ډگر کي له ستونزمن امتحان سره مخ دي... قطر ته ئې زارۍ پیل کړيدي؛ ځکه په ۷۵-یمه ورځ هم حتٰی په دې ونه توانېدل چي یوه یرغمال سوې بیزو هم پیدا کړي... اوس غواړي ځانونو ته د اوړو پوزه جوړه کړي...

اسـ.رائیـ.لي وېـبپاڼي "والا" لیکلي: "له باخبرو اسـ.رائیـ.لي او بهرنیو سرچینو دا جوته سوېده چي اسـ.رائیـ.ل قطر ته وړاندیز کړیدی چي د ۴۰-بندیانو د آزادلو بلکي تبادله کولو په بدل کي دوی د یوې اوونۍ اوربند ته چمتو دي. خو د قطر لومړي وزیر په ډېر وضاحت سره د زمریانو پیغام ور رسولی چي هغوی د هر ډول تبادلې او اوربند د مذاکراتو لپاره لومړنی او اساسي شرط د مطلق او دائمي اوربند شرط وضع کړی دئ."

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک