No-IMG

ملایزم او سیکولرزم؛ خندوونکی پوډکاسټ

ابن قیم يوه ارزښتناکه خبره کوي؛ وايي: "موږ ته ابن تیمیه گران دئ؛ خو حق تر هغه هم راته گران دئ." د همدې جملې پر اساس لاندینی لیکنه کوم؛ نقد باید د ورور ولۍ وي او حق تر هر څه معتبر او مقدم؛ په دې لړ کي باید د هیچا لحاظ ونسي؛ همدومره وضاحت کافي بولم.

ما ډېر مخکي د یوه لیکوال لیکنه کتلې وه چي وایي د اِزمونو لړۍ بالاخر الحاد (کمونیزم) ته ور وځي؛ دا خبره هغه وخت درنه او مؤثره راته ښکاره سوه چي کله مې مشهور اصطلاحات مطالعه کړل؛ سیکولرزم (د قرضاوي صاحب په وینا بې دیني) یعني هغه بې دیني چي د الحاد په څېر د رَد دعوه نه کوي البته د گوښه کولو زوروره دعوه لري؛ یعني سیکولرزم د خالق او د هغه د دین نفي نکوي بلکي د خالق او د هغه دین مقید کوي؛ غواړي د کایناتو خالق ئې له معاملاتو گوښه پاته وي؛ د دوی په اوامرو او غوښتنو کي لاسوهنه ونه کړي؛ جاپانی عالم احمد معینو وایي زه یوازي دې خبري له راهب کېدلو منع کړم او د اسلام غېږي ته ئې وغورځولم چي هغوی د دین او ټولنیز ژوند تر منځ خلیج ته قایل دي؛ د هغوی پر بېلتون ایمان لري؛ همدا سیکولرزم دئ. خو زموږ سیکولر حضرات بیا دا مردوده اصطلاح څومره جذابه تعریفوي؛ وايي دین د خدای او بنده تر منځ ذاتي اړیکه ده؛ له دنیا او مافیها سره ئې هیڅ ربط نسته...

دلته د دوی (سیکولرانو) په مقابل کي ځیني اسلامپال وروڼه یوه تېروتنه کوي؛ دا چي سیکولر د اسلام د نقد کولو یا ښکنځلو جرأت نسي کولی نو همغه جرأت د عالم (ملا، مولوي، عالم و مفتي او نوري رتبې) په ښکنځلو سره کوي؛ غواړي د خپل تور زړه بړاس د دې دین د متخصیصینو او علماوو په ښکنځلو سره وباسي؛ همدلته ئې د "ملایزم" غیرِحقیقي اصطلاح جوړه کړه؛ د هغې د عامولو هڅه ئې وکړه؛ دوی دا تأثر خپور کړ چي موږ له دې ستر دین سره هیڅ بغض وعناد نه لرو بلکي دا ملا دئ چي دین ئې ناسم تشرېح کړی او موږ له همده سره دښمني پالو؛ خو داسي نه ده؛ د مذهبي طبقې تېروتني رښتیا هم ډېري دي؛ خو په کومه طبقه کي نیمگړتیاوي نسته؟! د هغوی د اصلاح پر ځای ښکنځل هیڅکله درد نه دوا کوي بلکی یو وړوکی زخم په ناسور بدلوي او همدا د سیکولري طبقې فطرت دئ.

ځینو (اسلامپالو) په تېروتنه د همدې اصطلاح (ملایزم) کارول پیل کړل؛ دا د دوی لخوا د سیکولرانو سره غیرِارادي مرسته تعبیرولی سو؛ سیکولري طبقې له اسلامه د حاکمیت حق غصب کړی او دا ستر دين ئې یوازي د انسان تر شخصیت پوري محدود کړی دئ چي همدا ئې له دې دین سره د خیانت لومړی گام او ستر ثبوت دئ؛ الحاد دین (اسلام) نه منی او دوی بیا د دینِ اسلام حاکمیت ته قایل نه دي. د دوی په اړه باید زموږ ځوانان محتاط واوسي؛ موږ دا ولیده چي چا د ملا اصطلاح ملایزم ته واړوله او څوک غواړي له دې نا انډوله اصطلاح څخه مصنوعي نظریه جوړه او عِلمي ادبیاتو (لټرېچر) ته ئې وراضافه کړي؟! که دا اصطلاح رښتیا هم عامه سي تاوانونه به ئې څه وي؟!

که احیاناً ملایزم نظریه وبولو بیا اسلام څه شی سو؟! دا همغسي یوه ناقصه اصطلاح ده لکه په غرب کي چي مسلمانانو ته د "محمډنز" اصطلاح کارول کیږي؛ مسلمانان هیڅکله محمډنز نسي کېدلی ځکه دا دین د الله تعالی دین دئ؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم ئې یو امین او صادق استازی (پیغمبر) دئ؛ اصلاً غرب او د هغوی معاصرو همفکرو غلامانو یوه ستره فتنه دا رائج کړېده چي د اصطلاحاتو جوړولو ته ئې داسي لاره هواره کړه چي هر فرد کولی سي پر یو چا او یا یوه ټولگۍ یو نوم کښېږدي او همغه ته شهرت ورکړي... په دې لړ کي بیا دوی هیڅ تحقیق ته ضرورت نه احساسوي.

همدې ته ورته کار عرب سیکولرانو د سیکولرزم له اصطلاح سره وکړ؛ دوی د سیکولرزم گونگ توری عربي ته په "علمانیه" توري وژباړی؛ چي دا کار ئې نو د علم له عظیم توري او اصطلاح سره ښکاره ظلم وو؛ سیکولرزم او علم څه ربط سره لري؟! دا کار خو د غربیانو او د هغوی د مغلوبو اذهانو دئ چي غواړي ادبیات گډوډ کړي، اصطلاحات مجروح کړي؛ او داسي نوي اصطلاحات وړاندي کړي چي د هغوی د اصلي کیفیت د نقد کولو او بد گڼلو تصور له منځه پرې یوسي. اسلامپال ولي دا دسیسه نه درک کوي او ولي همغه گډوډو اصطلاحاتو ته شهرت ورکوي چي ناقص او نیمگړي دي؟! بلکي د دوی پر ضد اختراع سوي او عام سويدي.

بل ښه مثال ئې دا کېدلی سي چي همدغو غربیانو او سیکولرو عناصرو د فلمونو کار کوونکو ته د هنرمندانو، همداسي ئې د فحش فلمونو زاني کردار لوبوونکو ته هم د لویانو تفریح کوونکي (اَډلټ انټرټېنرز) افتخاري توري کارولي؛ دوی د مېرمنو د بربنډو حقوقو غوښتونکو ته د فېمنیزم ښکلې اصطلاح کاروي خو د فلسطیني مېرمنو په اړه ئې بېحياء سکوت او مکار غفلت نړۍ په سترگو گوري او دې ته ورته نور ډېر زیات غیرِحقیقي او غیرِمعیاري اصطلاحات او عنوانونه...

موږ یوازي دا غوښتنه کوو؛ هغه کسان چي ځانونه داعیان بولي؛ د دعوت ستر سټېج ته راپورته کیږي هغوی دي حدِاقل د گډوډو اصطلاحاتو په کارولو کي محتاط اوسي؛ څو ورځي وړاندي مي د قدرمن ورور اسامه جوهري صاحب یو پوډکاسټ وکتی چي د "ملایزم او سیکولرزم" عنوان ورته ټاکل سوی وو؛ د پورته ذکر سوي پوډکاسټ جالب او نوي اختراع سوي عنوان حیران کړم؛ همدې پوډکاسټ دې ته اړ کړم چي دا لیکنه وکړم؛ په دې پوډکاسټ کي گڼ شمېر نوري ستونزي هم موجودي وې؛ خو پر هغوی بحث زما هدف نه دئ.

یو بل عرض دا لرم که چيري د ملایزم مسخره اصطلاح کارول کیږي نو دا به حداقل یوه رتبه او رېنک وي او په مقابل کي ئې سیکولرزم بیا یوه نظریه ده؛ د اسلام او سیکولرزم پرتله ممکن ده؛ اما رتبه او نظریه څنگه سره پرتله کېدلی سي؟! د دې عنوان محرک به کوم تأثر وو؟! د قمر مسئولین څنگه داسي غیر سنجیده کار کوي چي پوره کارکردگي او استعداد ئې (د هغو په مقابل کي چي دوی ورسره لاس و گرېوان دي) تر سوال لاندي راوستلی سي؟! داسي موضوعات هلته ډېر ارزښت پیدا کوی چي کله د همدغو دوو فریقینو مدافعین د یو بل سره مخامخ کښېني؛ مناظره یا پوډکاسټ په پوره احترامانه فضاء کي ترسره سي؛ یو بل ښه سم نقد کړي او بیرته ئې ځوابونو ته وخت وټاکل سي... که په داسي شکل وي لکه د ذاکر نایک او وېلیم کمپل مناظره خو ډېر خوند به وکړي...

همداسي یوه مناظره په مصر کي د اسلام د مدافع په صفت ډاکټر یوسف القرضاوي رحمه الله او د سیکولرزم د دفاع لپاره ډاکټر فواد زکریا وکړه؛ د هغې مناظرې لپاره په لکونو مصریان راغونډ سوي ول؛ مناظره د قرضاوي مرحوم په گټه فیصله سوه او سیکولر ډاکټر فواد زکریا په پای کي د اعتراض په ډول دا خبره وکړه چي د قرضاوي صاحب ږغ لوړ وو او دلائل ئې جذباتي ول نو ځکه ئې مصریانو هر کلی وکړ؛ چي دا نو ښکاره تور او بهتان وو او د دې دلیل لامل ئې هم دا وو چي د ده سره بله کومه خبره پاته نه وه... همغه وو چي بیا قرضاوي صاحب حتی د ناروغۍ په وخت کي د "اسلام او سیکولرزم - يوه پرتلنه" کتاب ولیکی او په همدې کتاب کي فرمایي چي د دې کتاب د لیکلو یو لامل دا هم دئ چي دلته زما ږغ او دلائلو سره جذبات لوستونکي نسي کتلی او د فواد زکریا دا وروستی دلیل به هم مات سوی وي... کتاب هم ډېر مدلل بحث کړیدئ او د دې مناظرې ويډیو هم پر یوټیوب پیدا کولی سئ!!! یاد کتاب ما ژباړلی او نوي مستقبل خپرندویی ټولني چاپ کړی دئ.

د نجات لار ورکي پرښتې:

•  په هر صورت د اصطلاحاتو له دې بحث څخه وځم او یوې بلي موضوع ته هم اشاره کوم؛ بلکي همدې ته ورته یوې بلي تېروتني ته؛ مولانا عبيد الله سندھي رح به ویل:

"که زما خوښه او اختیار وای نو له دارالعلوم څخه به مي د فراغت د سند ترلاسه کولو لپاره دا یو شرط هم وضع کړی وای چي نوی فارغ سوی عالم به لږ تر لږه شپږ میاشتي په اروپا کي گرځي (که بیا هم أهل پاته وای) بیا به ئې سند تر لاسه کولی."

د مرحوم دا خبره ډېره درنه خبره ده او پوره تفصیل ته اړتیا لري؛ زموږ مذهبي او ځوانه داعي طبقه ډېري نیمگړتیاوي لري؛ مثلاً اکثریت ئې له فراغت څخه سمدستي وروسته منبر ته پورته سي؛ دوی د زدکړو پر وخت هم له ټولني لیري پاته سوی وي او وروسته هم دا زحمت نه کوي چي حداقل د یو څه وخت لپاره لا د ټولني د نفسیاتو د درک کولو په هدف په ټولنه کي ځان په پوره معنی دخیل کړي؛ آزاده مطالعه وکړي؛ له بازاره ځان خبر کړي او بیا دې ستر منصب ته ادامه ورکړي؛ د امام احمد بن حنبل رح په اړه مشهوره ده چي په بازارونو کي به یوازي په دې هدف گرځېدی تر څو د ټولني عام عُرف وپېژني؛ د دوی همدې نیمگړتیا دوی له ټولني سره په ټکر او د سیکولرانو سره په دعوه کي غیر مؤثر ثابت کړیدي. تاسي پر ټولنیزو رسنیو د همدغو نویو داعیانو تېروتني کتلی سئ! دا پر ټولنیز ذهنیت یو غلط تأثر خپروي. د داعي ځیرکتیا او له ستونزو خبرتیا ډېره مهمه ده؛ داعي باید تر هر چا د ټولني نبض ښه وپېژني؛ او دا کار باید یوازي تر دعوې، عنوانونو او سترو نومونو لاندي ونه سي بلکي عملاً باید په اثبات ورسول سي.

•  یوه بله تېروتنه د خوشباورۍ ده؛ ځیني ډېر خوشباوره دي؛ د یو څو کتابونو تر لوستلو وروسته ځانونه ډېر ستر ورته ښکاري حتی د امت پر نخبه علماوو هم د نیوکو جسارت کوي؛ تېره ورځ همداسي یوه جذباتي ورور ویل امام یوسف القرضاوي مرحوم هم سیکولر وو؛ بحث مي پر همغه ځای پای ته ورسره ورسوی؛ ځوان ځانته د ناصح لقب هم غوره کړی وو؛ تر همدې خوشباورۍ را په یاد سوه؛ وایي مفتي تقي عثماني صاحب له یوه شاگرد څخه پوښتنه وکړه چي ولي علم ترلاسه کوې؛ هدف دي څه دئ؟! شاگرد ویل: غواړم د دین خدمت ورباندي وکړم. په ځواب کي ورته وویل سول: دا د شیطان لخوا یوه دوکه ده؛ واوره! د علم له زدکړي باید یوازینی هدف د نفس اصلاح وي. نور هلته اصلاح کولی سې چي خپله اصلاح وې؛ (تر څو صالح نسې مصلح نسې جوړېدلی). که د نفس د اصلاح د نیت پرته علم ترلاسه کړې نو په علم (دعوت) کي به دي برکت نه وي؛ دا علم به دي بې نوره وي. ځکه هم امام بخاري رح د خپل کتاب لومړنی حدیث د نیت د اصلاح په اړه ذکر کوي؛ یعني تر هر څه وړاندي دي نیت اصلاح کړه؛ کنه وو د زکړو دي هیڅ گټه نسته.

همدې خوشباورۍ د دغو آنلاين داعیانو پر ټولگي داسي یوه فضاء حاکمه کړېده چي دوی له بلچا د پوښتني اصلاً ضرورت نه احساسوي؛ چي څه ئې په ماغزو کي ور وگرځېدل په بله ورځ نیم ساعت ویډیو ورباندي نشر کړي؛ هلته هم د تحقیقي سکرپټ او مضمون ضرورت نه احساسوي او کامرې ته داسي کښېني لکه کوم ستر عالم چي وي. د ویډیو کمنټونو ته چې ورسئ بیا به پوه سئ چي کومي تېروتني ترې سویدي.

•  بله تېروتنه له تجدید او کار سره حسد دئ؛ امام رازي او غزالي د خپل وخت له سترو علمي ننگونو او هغه وخت له معاصرو او نویو فتنو سره مخ سوي ول او په پوره بریا ئې د هغوی مقابله وکړه؛ اوس د دې زماني علماء د حق پوروړي دي. دا د دوی مسئولیت دئ چي له معاصرو فتنو سره همغسي مقابله وکړي لکه رازي او غزالي چي کړېوه؛ یعني دوی هم باید د الحاد او تشکیک (سیکولرزم او نوري معاصري فتنې) مدلله مقابله وکړي؛ اوس پوښتنه دا ده چي سیکولرو علومو چي په دې وروستیو وختونو کي مذهبي علوم څنگه تر پوښتني لاندي راوستي او د الحاد لپاره ئې علمي دلایل تراشلي دي؛ دغو په لکونو (وطني) علماوو او په زرگونو (آنلاين) داعیانو له جملې ئې څومره داسي دي چي له علم النفسیات، علم الاثریات، غربي فلسفې، انساني تاریخ، او نويو سائنسي علومو څخه خبر دي؟!

آیا د کتابونو په بندولو او سیکولرانو یا ملحدینو په شړلو سره دا فتنې له منځه ولاړي؟! موږ لکه پر فضاء چي تسلط نلرو د انټرنېټ په نړۍ کي تر هغه هم کمزوری یو؛ هلته خو د نورو بقایه جات هم نه دي را پاته! هغه وخت لیري نه دئ چي په کور کي به مو کفر او تشکیک نڅا کوي او موږ به گوتي په غاښ هک پک حیران ورته گورو! د دوی په مقابل کي کوم علمي کار ترسره سوی دئ؟! نن د مذهبي طبقې راج چلېږي؛ که د دغو فتنو پر وړاندي دوی متحرک او منظم نسي باور وکړئ بیا ئې چانس نسي تر لاسه کولی. پر حق وېره مکوئ! حق لکه اوبه لار باسي؛ که ئې موږ دفاع ونکړه بلڅوک ئې کوي. البته ذلت به الله مکړه زموږ په برخه پاته وي.

د اسوۀ حسنه انتخاب:

•  له بده مرغه چي دلته یوه بله ستونزه هم ډېره عامه سوې ده؛ هغه دا چي داعیانو به خلک متأثر کول؛ بدبختانه دوی له پردیو متأثر ښکاري او په ځینو عاداتو کي د پردیو پیروي کوي؛ مثلاً هغه داعیان چي له یوې خوا دا دعوه لري چي رسول الله صلي الله علیه وسلم موږ ته اسوۀ حسنه دئ؛ خو په عاداتو، باډي لنگویج او نورو حرکاتو کي له پردیو متأثر وي؛ د خبرو په دواران کي گوتي، لاسونه او آن اوږې او سترگي هم یو خوا بلخوا ښوروي؛ د افهام تفهیم لپاره له ژبي زیات د سر او مغزي له حرکاتو کار اخلي؛ تېز تېز ږغېدل او ورته بې نزاکته کارونه هغه څوک کوي چي د خپل رسول له ادبیاتو او اسوې څخه بېخبره وي... د هغه لهجه او د مبارکي څېري له تأثراتو سره ئې نا اشنا وي. د هغه مبارکه مسکا ئې سترگو ته نه دریږي. ځیني بیا آن دوې گوتي او ورسره سترگي د یوې خبري د حساسیت پر وخت کښېکاږي چي بالکل اروپايي حرکت دئ. د دوی ځیني نور حرکات هم خالص غربي وي؛ پښتو یا دري ئې خالصه نه وي؛ انگرېزي توري په خپله اصلي لهجه accent کي وايي او داسي نور... د انگرېزي لهجې د ښه تلفظ کولو هڅه بیا ځکه کوي چي هسي نه ځیني (هغه چي خپله هم د احساسِ کمتري ښکار وي او تل د نورو په وړو ستونزو پسې گرځي) ورباندي ونخاندي.

د دعوتي څرگندونو په لړ کي د متشددي لهجې په اړه د شیخ محمد الغزالي رح په الحق المرء کي لیکل سوې وینا ډېره قیمتي ده؛ نوموړی لیکي: "ځیني داعیان د خطا کارانو سره داسي چلند کوي ته به وايي چي یوازي پر دوی گمارل سوي وي؛ دوی خطاکونکي په ټولنه کي په نښه کوي او له ټولني ئې گوښه کوي بيا پر هغوی د ژوند حلقه تنگوي... خلک د الله تعالی له رحمت څخه مايوسه کول پخپل ذات کي جنايت دئ؛ ښه تربيه ورکونکي (داعیان) تل د خطاکارانو پر مخ د هيلو او اميدونو دربچې پرانيزي تر څو دوی خپل پروردگار ته رجوع وکړي. د الله په ازمايښت کي پاته راغلي خلکو باندې ورحمېږئ!"

همدا د یوه داعي د امتحان شېبه وي چي کله هغه دعوت وړاندي کوي؛ دا چي په کوم انداز ئې وړاندي کوي او هدف ئې هلته څه وي؛ دا مهم دي. یعني هلته به هدف یوازي فتح او د گمراه شرمنده کول نه وي بلکي اصل هدف به د حق ځلول او د مقابل طرف متأثر کول وي؛ تر څو یوازی په دلایلو نه بلکي د داعي په نبوي اخلاقو، ښائسته لهجې او ظاهري افعالو کي هم هغه د اسلام ښکلا تجربه کړي او د حق هر اړخیز نور ئې زړه ته لار پیدا کړي.

په پای کي د مذهبي طبقې د غفلت په تړاؤ په ډېر تأسف سره د مولانا ابوالکلام آزاد یوه تبصره لیکم چۍ نږدې نیمه پېړۍ وړاندي ئې ویلي ول:

"باور وکړئ! هغه وخت لیري نه دئ؛ تاریخ پر بل اړخ اوښتی دئ؛ جغرافیه خپله ملا خلاصوي؛ د سهار آذان به وسي او حتماً به وسي؛ هلته به مسلمانان احساس وکړي چي د دوی د کورونو په ورانولو کي ئې د خپلوانو لاس وو؛ د دوی هر څه له خپلو څراغونو څخه وسوځېدل؛ هلته به زما ږغ د تاریخ له څوکو درسي."

د مرحوم وینا اوس زموږ په ارتباط د هنداری حیثیت خپل کړی؛ هر څه ئې راوښودل؛ که را ويښ نسو تباه یو. د جهالت او بېخبرۍ سېلاب چي زموږ پر لور را روان دئ تر بغلاني سېلاب ډېر خطرناک دئ. که کوم بند ورته جوړ نسو؛ نسلونه به مو یوسي. موږ په حساس وخت کي قرار لرو؛ چانس له لاسه نه دئ وتلی؛ د امت هره خواخوږې طبقه باید په گډه کار وکړي؛ ملا، عالم، داعي، استاذ او انجینیر و ډاکټر مو باید په یوه صف کي ودریږي؛ جزوي اختلافات لیري وغورځوي او د کلیاتو دفاع ته مټي بډ وهي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

دلاور مجتبی

همدهغه درد مو په زړه کی دی ۔

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک