د محمد هاشم شاهين لیکنی

د غزې په جگړه کي د اسرائيلي عسکرو سره تر 4 زره زيات مراکشي (المغرب) پوځيان په عملیاتو کي برخه اخلي

دا منئ او کنه؟! د خبیث قوم مشهوره ورځپاڼه د يوې پوځي سرچينې له قوله ليکلي: د کلابندي (غ) سیمې په جگړه کي د خبیث قوم د اشغالگرو عسکرو سره تر ۴۰۰۰-زره زيات مراکشي (المغرب) پوځيان په عملیاتو کي برخه اخلي. دا د اسلامي امت واکمن دیکتاتوران دي؛ همغه چي دلته ځیني سرونه پر ماتوي... د داسي خائنو دفاع ناپوهي او خیانت ده؛ ټول عرب دیکتاتوران (د وژل سویو دیکتاتورانو په گډون) پر همدې لار روان دي/ول... ...
نور ولوله

هر سړی یا اداره چي زما د وقار د غلا کولو هڅه کوي؛ هغه به تاواني (ناکام) سي

"هر سړی یا اداره چي زما د وقار د غلا کولو هڅه کوي؛ هغه به تاواني (ناکام) سي." نېلسن منډېلا د تونسي دیکتاتور قیس سعید په زندان کي تر یوه کال ډېره موده تېره سوه چي جناب استاذ راشد الغنوشي صاحب بې گناه زنداني دئ. د منډېلا وینا تل په حق رسېدلې؛ دغه ټول دیکتاتوران د تاریخ کثافت دانۍ ته ولوېدل خو په مقابل کي ئې اسلامپال جاودان (شهیدان) پاته سول. د جمال ناصر، صدام او قذافي واکمنۍ، نومونه او وجودونه له منځه لاړل خو شهید سید قطب رح او د ده په څېر نور مشران په تاریخ کي ژوندي او اتل پاته سول. دغو دیکتاتورانو تل له دغسي ځلېدونکو ستورو سره حسد کړی دئ؛ د هغوی شهرت او دروند وقار تل د دوی د سترگو ازغی ثابت سوی. د همدې وقار د لوټلو او د دغو اتلانو د توهین کولو هڅ...
نور ولوله

جنگي جنایت

ملعون قوم د نړۍ ټول نړئوال اقدار او د گلوبلائزېشن دروغجن شعارونه لیلام کړل؛ دا یو ښه کار دئ... نړئوال باید دا درک کړي چي دا قوانین یوازي د دوی د محکوم ساتلو په موخه جوړ سوي نه د پرمختگ او سوله ییز ژوند کولو لپاره... دا ټول شعارونه د ظالم د تقویې او مظلوم د ټکولو او فقیر ساتلو حربې دي. دوی د نجات هیڅ قاطع اصول نلري. "د ملعون قوم خبیثو ځواکونو د کلابند ښار په شمال کي د جبـ.ـالیا په سیمه کي د ملگرو ملتونو ودانۍ ته اور ورته کړ." ټایمز آف اِزایـ.ل دا هم لیکلي چي: دوی اخطار ورکړی چي د ۳۰-ورځو په موده کي دي خپل دفتر خالي کړي. دا په منځنۍ سیمه کي د مظلومو کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو اداره ده. ...
نور ولوله

ټول عرب هېوادونه د صهیونسټي /امریکايي استعمار تابع دي

د نه منلو وړ حقیقت دا دئ چي ټول عرب هېوادونه په یو ډول یا بل ډول د سیونیـ.سټي/امریکايي استعمار تابع دي او هیڅ یو خپلواک عربي هېواد شتون نلري. له دوی د غیرت توقع داسي ده لکه له ابوجهل څخه اسلام ته د خدمت تمه. د خبیث قوم په منځ کي امریکایان په زغرده وايي: MBS د زمریانو په له منځه وړلو هیڅ نه خفه کېږي. همدا حقیقت دئ. دوی او ځینو نورو جاهلو جنابانو ته د الله تر دښمنانو اخوانیان ډېر بد ایسي؛ د خبیث قوم ملاتړ ته توجیه لټولی سي خو د اخوان (پر مقدسه زمکه جاري مقاومت) ملګرتیا ته نه. ...
نور ولوله

زېلنسکي سعودي ته ځي؛ عربان د اروپا ستونزې خليج ته راوړي

  زېلنسکي به ډېر ژر سعودي ته ولاړ سي. رسنۍ دا ټنبل عربان د امریکایانو په اشاره د اروپا ستونزي لا خلیج ته راوړي؛ خو د خلیج له ستونزو بیا بیرته د همغه امریکا په اشاره تېښته کوي... دوی د یوکرائن سره په ملیونونو ډالر درنې مالي مرستي کوي خو اسلامي نړۍ بالخصوص مقدسي زمکي ته بیا یا خرماوي استوي او یا کفنونه... هغه هم د مصر پر سرحد تر وخت تېري سي؛ هغه سیسي چي د خدای بندگي ئې پرې ایښې او پر امریکا او سعودي ئې ایمان راوړی؛ آیا دوی ئې حتٰی مظلومانو ته پر مرستو رسولو نسي راضي کولی؟! ښکاره خبره ده چي امریکا (په عموم کي غرب او د هغوی نازولي) او عرب دیکتاتورانو په گډه د اخواني فلسفې (د بهرنیو اشغالگرو پر ضد مقدس جهاد او په داخل کي د مترقي اسلامي جمهوري نظام احیاء) پر ضد منظمه جب...
نور ولوله

د مقدسي زمکي سره تر ټولو ستره جفاء څوک کوي؟!

هغه چي بمونه پر اوروي هغوی رښتیا هم د لومړۍ درجې مجرمین دي؛ خو هغه چي آزاد ملتونه له دې منع کوي چي د هغوی سره د خواخوږۍ په پار سړکونو ته راوځي؛ دا عمل د دغو مظلومانو د ژبو د پرې کولو مترادف عمل دئ. هغه که له امریکایي پوهنتونونو د محصلینو نیول وي او که پر اسلامي نړۍ هغه کم ظرفه دیکتاتوران چي حتٰی د خپلو ملتونو له لاریونونو څخه ویریږي او هغوی ته اجازه نه ورکوي؛ په داسي حال کي چي دا لاریونونه په پوره معنٰی د هغو پر ضد دي چي پر مقدسه زمکه ئې سور اور بل کړی دئ. ...
نور ولوله

د فلسطين په قضيه زموږ د مرگونی سکوت علت څه دئ؟!

یو خوا د بې وسۍ چيغي وهو خو چي کله د همدې ادنٰی خدمت غوښتنه راڅخه کېږي پلمې ورته جوړو! د حساب ورځ سته. آیا سکوت د ظالم د ملاتړ په معنٰی نه ده؟! عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ (ص) يَقُولُ « مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ (رواه مسلم، رياض الصالحين ص: ۸۱) له ابوسعيد خُدري (رض) څخه روايت دئ چي ما له رسول الله (ص) څخه واورېدل چي فرمايل يې: چا چي په تاسو کي د گناه کار وليدی نو په لاس دي ئې منع کړي؛ که په لاس ئې وس نه وي نو په ژبه دي ئې منع کړي؛ که په ژبه ئې د منع کولو طاقت نه وي نو په زړه کي دغه گناه...
نور ولوله

د سوډان کورنۍ جگړه داسي حالت ته روانه ده چي ستر بشري ناورین زېږولی شي

په سوډان کي دوو ښکر په ښکر سویو غوایانو (جنرال عبدالفتاح البرهان - جنرال حمیدتي) بلا تشبیه قیامت جوړ کړی دئ؛ همغه وحشت چي مقدسه زمکه ئې شاهده ده سوډان ئې هم پر خپله سینه زغمي. د سوډان کورنۍ جگړه داسي حالت ته روانه ده چي ستر بشري ناورین زېږولی سي؛ د عربانو دوو سترو عیاشو کورنیو د دې جگړي لمبې بلي ساتلي دي؛ همدوی د حمیدتي په څېر یوه اجرتي قاتل او اجیر او جعلي جنرال ملاتړ کوي او هغه ته بې حسابه پیسې ورکوي تر څو هغه د سوډان پر شتمنیو حاکمِ مطلق سي او بیا له هغه ځای څخه نوموړی د ځان لپاره د ناروا شتمنۍ ذریعه برابره کړي او خپل جنگیالي بیا د تل لپاره د همدغو مردودو کورنیو د بقاء او ساتني لپاره په خلیج کي وجنگوي. سوډان د سوډان د ستونزي تفصیل په لاندیني و...
نور ولوله

واحد واکمن گوند او د اسلامپالو دعوتي مسؤلیت!

په دې ورځو او شپو کي په هېواد کي ټول سیاسي، دعوتي او قامپرست گوندونه منحل اعلان سوي؛ هیچا ته د فعالیت اجازه نسته؛ بلکي د نظام د چارواکو په وینا داسي فعالیت د دوی په قانون جرم او د سزا وړ عمل دئ. زه د نظام پر دې فیصلې څه نه وایم؛ دا هم یو نظام دئ او هیڅ یو نظام تلپاتی نه وي؛ یو د الله تعالی حاکمیت دائمي دئ. د ۱۹۵۳م د جنوري پر ۱۶-مه د مصر انقلابي کونسل پر ټولو سیاسي گوندونو بندیز وضع کړ؛ د هغه وخت د اخوان المسلمین عام مرشد شیخ حسن الهُظیبي مرحوم خپل سخت احتجاج ریکارډ کړ، د پوځ له دې ناروا څخه ئې ملاتړ ونکړ او د انقلابي کونسل له دې فیصلې سره ئې پرېکون اعلان کړ. د گوندونو تحلیل او هیئة التحریر کي د أخوان پر ضم کولو د دیکتاتور ټینگار: د ۱۹۵۳م د جنوري پر ۲۳-مه د...
نور ولوله

د غرب ښکاره دوه مخیتوب

امریکایي شبکې CNN ته په یوه مرکه کي د جرمونو نړئوالي محکمې څارنوال "کریم خان" جالبي څرگندوني کوي: "نړئوال قوانین او بندیزونه د غرب یا د هغوی د نازولي لپاره نه دي جوړ سوي بلکي دا هر څه د دوی د مخالفینو د ټکولو په موخه مرتب سویدي؛ ما ته ځینو منتخبو (غربي) نمایندگانو په ډېر وضاحت سره ویلي چي دا محکمه د افریقا او روسي ولسمشر پوتین غوندي کسانو لپاره جوړه سوې وه." د دې تر څنگ دوی ته اخطارونه ورکول سویدي؛ بلنکن وایي دوی د دې محکمې په ارتباط سخت گامونه اخیستلی سي؛ همدا د دوی ظرف دئ او همدا ئې د انصاف او عدالت اصلیت. دا یو مسلّم حقیقت دئ چي ټولي غربي ادارې د همدې هدف لپاره جوړي سویدي؛ دوی هیڅ نړئوال ...
نور ولوله

تونس کې د النهضة گوند مشر استاد راشد الغنوشی حفظه الله تر يو کال ډېره موده اوښتې ده

حضرت عمر فاروق ؓ فرمايي: "په حاکمانو کې تر ټولو بدمرغه هغه څوک دئ چي رعیت ئې له هغه سره بدبخته وي د همداسي یوه بدمرغه حاکم د ظلم کیسه کوم؛ د تونس د دیکتاتور قیس سعید په زندان کي د استاذ راشد الغنوشي حفظه الله تر یو کال ډېره موده اوښتې ده؛ په جعلي او ناروا دوسیو کي نیول سوی مبارز مشر پر خپل موقف همغسي مضبوط ولاړ دئ لکه غر؛ نوموړی چي کله د محکمې لخوا ور وغوښتل سو نو هغه ئې په ځواب کي یو خط ولیکی؛ لنډیز ئې درسره شریکوم. قاضي ته د لیک لنډیز: "په داسي حال کي چي د قاضي په توگه ستاسو موقف ته درناوی لرم؛ په خواشینۍ سره مو دا بلنه ردوم؛ ما په صادقانه توگه هیله درلوده چي زه ستاسو په وړاندي حاضر سوی وای ځکه زه د پټو دسیسو او تاوتریخوالو د ټولو تورونو په اړه زما پر بې گنـاهۍ او د ...
نور ولوله

ټولنيزي رسنۍ

که ته یو افراطي شخص ئې؛ پر معتدلو اسلامي حقوقو باور نلرې؛ هر اصلاحي نقد ته تخریب او سازش وايې؛ خپل سیاسي یا مذهبي مشر ته د معصوم عن الخطاء په سترگه گورې او بیا دا توقع لرې چي هغه په هر صورت غیرِمسئول واجب الاحترام دئ؛ نو اصولاً خو زما د ملگرو په لیست کي نباید موجود اوسې؛ زه به له تا او ته به تل له ما مأیوسه کېږې! بلکي ما به ستا وجود نه ځوروي خو ته به راسره په عذاب ئې! زه له هیڅ معتدل انسان سره ستونزه نلرم؛ که څه هم زما فکري مخالف وي؛ مسلک او جهت، ژبه او نسل، سیاسي نظریه او گوند دي هیڅ ما نه خفه کوي؛ هغه وخت مي ستونزه درسره پیدا کیږي چي زما وال ته په دې هدف راسې چي هر څه به ستا د ذوق او شوق مطابق لیکم؛ څه شی ولیکم او څه شی نه؟ دا کار ممکن نه دئ. پر خپله پاڼ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک