مطالب مهم

حکمتيار: امريکا د بل جنگ پيلولو هڅه كوي

وروڼو خوېندو! زه پر ټولو مجاهدينو او اسلامپالو افغانانو غږ كوم چي د دې خطرناكي بين المللي توطئې په وړاندي كلك ودرېږي او د يوه بل جهاد لپاره ملا وتړي، دنيا ته وښيي چي افغانانو مخكني حالت ته ستنېدل په هيڅ توگه نه مني، نه بهرني ځواكونه او اشغال مني او نه د اشغالگرانو ذليل او وطن پلوري ناولې څېرې؛ له استقلال، خپلواكي او آزادي په هره بيع دفاع كوي. افغانان دي مطمئن وي چي ناټو داسي څه نشي كولى چي په شلو كلونو كي ئې نه وي كړي، د اشغال په دوران كي ئې خپل ټول زور او ځواك آزمويلى او له سپېره برخليك سره مخامخ شوي؛ اوس يوازي يو بديل لري او هغه دا چي د افغانانو ارادې ته درناوى وكړي.  وروڼو خوېندو! سپينه ماڼۍ او پنتاگون؛ د ماتي ملام...
نور ولوله

حکمتيار: اسلام هغه دين دي چي هر څه ته څرگند او واضح قانون لري

أساسي قانون نوي حكومت دې ته ضرورت درلود چي د حكومت، اداراتو او چارواكو وظائف او صلاحيتونه او د فرد او ټولني حقوق او  تولنيز وجائب تثبيت او مشخص كړي. څو بديلونه ئې په مخكي درلودل: 1- نوى أساسي قانون تصويب او وړاندي كړي. 2- له مخكنيو أساسي قوانينو يو ترې غوره كړي. 3- يوه مختصره لائحه چي ټول ضروري او عاجل مسائل ئې احتواء كړي وي؛ تهيه او وړاندي كړي. دا ئې كولى شو چي د دې لائحې په تهيه كولو كي ئې له مخكنيو أساسي قوانينو او په دې اړه وړاندي شوو طرحو استفاده كړې وى. په دې دريو بديلونو كي غوره او عملي ئې دا درېيم بديل دئ، دا ځكه چي نوى قانون كافي وخت ته ضرورت لري او دا كار فقط يوه داسي لويه جرگه كولى شي چي د ټول أفغان ولس واقعي ممثل او غړي ئې د ملت منتخب استازې وي. همدا راز مخكني ...
نور ولوله

ملت د فقر سختې ورځې شپې سبا کوي

ملت د فقر سختې ورځې شپې سبا کوي. سهي ده چې صبر بايد ولرو او وخت ورکړو اوسني حکومت ته، دا بايد هر يو ومنو. اما فقر او بېکاري لوی چيلنج دی. او ددې پر وړاندې هره بې پروايي په يو لوی ناورين بدلېدلی شي. زه نه پوهېږم چې د رهبرۍ په سطحه کومې خبرې روانې دي اما دومره وايم چې اولويات لا ندي درک شوي! وايي چې "لوڅ له لارې تيريږي، اما وږی نه".رسول الله ﷺ له کفر وروسته د فقر نه پناه غوښته. د ا.ا.ا مشران بايد د هېواد له اوضاع دقيق خبر اوسي. اولويات وپېژني. اولوياتو ته توجه او کار وکړي. د خود سريو مخه ونيسي. اوس لپاره اولويت دا ندی چې ږيره پرېښودل شي او موسيقي دې بنده کړل شي. ږيره پرېښودل سنت ده. او تر ډېره ږيره لرل او بې ږيري توب د انسان خپل شخصي عمل دی، ثواب اوګناه يې ده ته ورګرځي نه ټولنې او حکومت ته!...
نور ولوله

ښه بدلون چې زيات بدلون ته اړ دی

محمد اسماعيل عندليب   د تېر اګست مياشتې په نيمايي کې هيواد د يو داسې ستر بدلون شاهد و، چې له هغې څو اونۍ مخکې يې تمه نه کېده، او نه يې چا وړاندوينه کړې وه، د جمهوريت تر عنوان لاندې جوړ شوی دولت ړنګ، او پر ځای يې طالبانو واک تر لاسه کړ، چې د دولت نوم يې امارت دی. زموږ په هيواد کې زما په نظر، ژوند، امن، او وداني تر ټولو زيات اهميت لري، ځکه د تېرو څلورو لسيزو په دوران کې افغانان وژل کېدل، جګړې وې، او هيواد ويجاړېدو، که څه هم د هيواد او ولس د پرمختګ لپاره يوازې دا درې مهم نه دي، خو لومړيتوب لري، که کار وشي، پرمختګ به ممکن شي، سواد به زيات شي، نړيوالې اړيکې به جوړې شي، او ....... خو دا هر څه به هم هغه مهال ممکن وي، چې دلته مرګونه نه وي ژوند وي، جګړه نه...
نور ولوله

نوې سړه جګړه، تُرکیه؛ د زبرځواکونو بَفر

اردوغان پرون په سوچي ښار کې پوتین سره ملاقات وکړ او په دې ناسته کې دوی د سوریې په راتلونکي، د روسیې او ترکیې تر منځ په دفاعي او امنیتي همکاریو او همداسې نورو مسائلو بحث وکړ. ترکیه د امریکا له ډېرو نږدې ملګرو څخه حسابېدله چې همېش امریکا د روسیې پر وړاندې بسپنه کړې. امریکا لپاره ترکیه د پل او بفر مثال لري چې هم کولی شي امریکا ته د دې لار ورکړي چې د آزاربایجان کاپسیان، مرکزي آسیا او د روسیې پولو ته ورسېږي او هم پرې سیمه کې د روسیې د نفوز مخه نیسي.‌ بایډن او اردوغان سره له ډېر پخوا د سیمې د سیاست په اړه د نظر تفاوت لري. دوی سره د اوباما په وخت کې هم ډېر ځله سختې شخړې راغلي. د تېرو انتخاباتو کمپاین کې چې کله له بایډن څخه د ترکیې په اړه پوښتنه وشوه ده وویل...
نور ولوله

طالب مشرانو یوه پوښتنه مې درلوده او دا د اکثریت خلکو پوښتنه او اندیښنه ده ؟

ملت او خلک د مشر ملا صېب وینا او خبرو ته انتظار دي ، کچیري شیخ هیبت الله آخند په مراقبه او اذکارو بوخت وي نو رئیس الوزرا « محمد حسن آخند » ته پکار ده چې خپل افتتاحیه وینا واوروي ، ځکه خلکو ته سوال پیدا کیږي چې دا ولي خبري نکوي ، باور وکړي چې په کوم کور ، دفتر او سازمان کې چې مشر چُپ او سکوت وي نو بیا ټول ورسره خپه او اظهار د خپګان کوي چې دا ولي څه خبره ده ،  «بابا » مې ناروغ دی ، خپه دی نو بیا ورته غږ کوي «ابا جانه ، پلار جانه » خیریت دی ؟ کشرۍ لور مې هه بله ورځ وایې د اړګ د تکنوکراتانو او سیکولرانو «بابا» کله به یوه چېغه سهار کوله او یو ځل به ماښام نو اوس دا نوۍ ولسمشر چُپ دی مشر او کشر لالا مې مکتب ته ځي او زما سبق ، لیک او لوست همداسي پاتي دی !؟ ...
نور ولوله

د بی معاشه او نهر طالب ملامتونکو ته!

عموما هغه ټولني چې د بحران ښکار شي، ناامنۍ، جګړې او سیاسي ګړبړونه یې شاته پرې یښې وي. پدغسي ټولنو کې د لویو بدلونو په مهال چې نظام او د حکومتواله بڼه تغیر کوی نو له ګڼو ستونزو سره مخ وی. افغانستان هم نن د یوې ۴۳ کلني غمیزي، بدبختۍ او اړودوړو یو اوږد پرون پایته ورسول، داسي پرون چې دوه اشغاله، څو لاسپوڅې، تپل شوی او یا کمزوری حکومتونه یې د ناپایه مزل ترخه، بدخونده او له مطلقی بی وزلۍ سره مخ نن راته په میراث پریښوده. لری نه ځو، طالب ته د شل کلن اشغال له پای سره داسی ملت پاتی شو چې کال وړاندی د فراری غنی په مستند اعتراف تر ۹۰ سلنه ډیر وګړی یې د فقر تر کرښې لاندی قرار لرل، میلیونونه کورنی بی ځایه شوی او کډوال لری، په مالی او اداری فساد کې ۲۰ کاله د لی...
نور ولوله

قانون اساسى دوره ظاهر شاه !

وزارت عدليه " ا . ا . ا " تازه اعلاميه را صادر و از طريق رسانه ها خبر آن پخش گرديد مبنى بر اينكه " ا . ا . ا " قانون اساسى دوره سلطنت ظاهر شاه را به استثناء مواردى كه در مخالفت با اسلام ، فقه حنفى و پاليسى امارت باشد ، بكار ميبرند. قانون اساسى دوره سلطنت محمد ظاهر شاه كه اكثريت موارد آن جوابگوى عصر كنونى در حكومت دارى ، زندگى مدنى و اجتماعى نمى باشد، قانون اساسى كه در دوره مؤقت حامد كرزى مسوده آن نوشته و به لويه جرگه تصويب قانون اساسى پيشكش و بعداً مورد اجرا قرار گرفت ، بر گرفته از همان قانون اساسى سال ١٣٤٣ هجرى شمسى مى باشد. قانون اساسى كه در اوائل دهه دموكراسى نوشته شده است ، اكثريت اعضاى آن شخصيت هاى تحصيلكرده و نخبه كشور بودند كه ...
نور ولوله

نوې سړه جګړه، روسیه؛ د زمرو تر منځ چالاکه ګیدړ؟

شوروي اتحاد چې په ۱۹۹۱م کې مات شو،‌ نړۍ له دوه قطبي ساختار څخه یو قطب ته تبدیله شوه. د دې قطب مشري امریکا کوله. امریکا د نړۍ په تاریخ کې په لومړي ځل دومره ځواکمن قوت شو چې د نړۍ په ګوټ ګوټ یې حاکمیت درلود. له دې مخکې هېڅکله په تاریخ کې دونې قوي ځواک نه دی رامنځ ته شوی. همدا لامل ؤ چې د امریکا د علم او عقل خاوندانو غربي تمدن او امریکایي ډیموکراتیک نظام د تاریخ پای ګڼله. فکر داسې کیدلو چې نړۍ بې له دې چې د امریکا اررښتونه ونه مني، بله لار نه لري. د غربي تمدن ارزښتونو ته دوی نړیوال ارزښتونه ویل او د نړۍ په هر فرد یې د دې منل فرض بلل. د تمدنونو د ټکر په تیورۍ کې مهمه خبره دا وه چې امریکا ته دوه نور خطرات هم شته او هغه د شرق چین او اسلامي نړۍ ده.‌ د امریکا پلان دا ؤ چې په خصوصي ډول د...
نور ولوله

غلام محمد اسحق زي ، منصرف شد!

عده يى از تكنوكرات ها ، سياست مداران ناكام و فرصت طلب هاى مشروط در نظام جمهوريت از چند روزى بدينسو در رسانه ها و صفحات اجتماعى غلام محمد اسحق زي ، را تشويق و ترغيب كردند؛ تا اينكه از آدرس ارگ و جمهوريت ناكام و همان نظام جمهوريت ما كه در حلقه مافياى قدرت ، تكنوكرات هاى غربى ، سيكولران و مخلوط از مجاهدين نما ها ، فقط در محوريت سه بعدى " محب ، فضلى ، صالح " و در رأس اشرف غنى با مديريت ناكام در گردش و حركت بودند، كه متاسفانه همه ملت را با دادن رشوت هاى سياسى و هداياى در بارى براى عده يى به  عاريت گرفته بودند. از اسحق زي خواهش و او را تشويق داشتند كه در مجمع سازمان ملل از افغانستان نمايندگى بكند. سنت ديپلوماسى در سازمان ملل و رشته حقوق و علوم سياسى ايجاب ميكند كه بيانيه سفير و ...
نور ولوله

نوې سړه جګړه؛ پرمختګونه

د نوې سړې جګړې میدان Indo-Pacific دی. د امریکا له افغانستانه د وتلو فیصله هم په ۲۰۱۸ کال کې همدې ځای ته د امریکا د نوې ستراتیژۍ د چمتو کولو لپاره شوې وه. چین د نړۍ نوی ځواک راپورته کیدونکی ؤ او د پرمختګ مخه نیول یې امریکا ته مشکل شوي ؤ. که څه هم په افغانستان کې د امریکا په جګړې چین ډېر خوښ نه ؤ او وخت نا وخت یې د خپل ملي امنیت د ساتلو په پار فعالیتونه هم کول خو په دې خوښ ول چې امریکا په افغانستان کې پاتې شي.‌ چین غوښتل چې د امریکا خپې د سلېښو دې ډنډ کې نښتې وي تر څو په انډو پیسیفیک کې چین په طبعي ډول خپل کار پر مخ یوسي. امریکا فیصله وکړه چې له افغانستان څخه ووځي، دا جګړه نوره د امریکا په ګټه نه وه. امریکا اوس افغانستان سره د یو عادي هیواد په شان تعامل کول غواړي...
نور ولوله

د نجيب نرېټيف؛ پاکستان او پښتون سياست!

له څلرويشتو کلونو وروسته د شوروي اشغال د وروستي حکومت مشر ډاکټر نجيب الله د تلين مراسمو ته د دولتي پروټوکول ژمنه او شاندار پوښښ بې څه نه دی، دا مهال چې په قطر کې بين الافغاني خبرې اترې روانې دي، د لويې جرګې په خېمه کې د پلان شوي تلين موخه څه وه؟ د سولې د خبرو په تناظر کې له خپل ملت سره په جنګ کې د يوه مات شوي کرکټر دغسې ناڅاپه ياد څه معنا لري؟ نظرياتي بحثونه او مرجعيتونه!   يوازې په افغانستان کې نه بلکه په نړۍ کې نظرياتي بحثونه لکه د پخوا تاوده نه دي، بس د ګټې وټې او اقتصادي ظلم او مظلوميت کيسې دي، او هغه د فوکوياما خبره چې د کمونېزم په ماتېدو سره تاريخ هم پای ته رسېدلی، سره له دې چې دا خبره خورا بې اساسه ده خو په لنډ مهال کې نظري...
نور ولوله

افغانان بايد فيسبوک کې خپلو دوستانو باندې مختلف اشيا وپلوري

يوه خبره د خيرخواهي په نيت کوم ، شايد بعضو ته خندا هم ورشي . ممکن د بعضو ورونو اقتصادي حالت سم نه وي ، هغوئ لپاره يوه اسانه لاره دا هم ده چې په فيسبوک کې خپلو  دوستانو باندې مختلف اشيا وپلوري ، دسې اشيا چې ستاسې په ذهن کې ناياب وي او زيات امکان يې وي چې خرڅېدلی شي ، لکه مثال : خولئ چپلکې څپلۍ څادر يخني راروانه ده کورتۍ ، جاکټونه ستاسې شاوخوا تازه ميوه وي عکسونه يې واخلئ ، فيسبوک کې يې ورکړئ  او د کارتنو په حساب يې خرڅلاوئ شئ . وچه ميوه زعفران شات غوا غوړي دې نه علاوه په سلګونو اشيا دي چې فقط لږ فکر غواړي او په نيټ خرڅېدلی شي ، بلکه د کوزې...
نور ولوله

چرا از اجرای قصاص و حدود، جهان معاصر و سیکولارها بیم دارند و با آن مخالفت می کنند؟

حکمت از قصاص و حدود؛ تامین امنیت ، حفاظت از زندگی مردم،  آرامش اجتماع و دفاع از حقوق مظلومین است. هرگاه در یک اجتماع انسانی ، قاتل قصاص شود و حدود شرعی بر جانیان تطبیق گردد،  عدالت تامین گردیده جان،  مال ، شرف و عزت مردم محفوظ باقی میماند دیگر حق تلفی و تجاوز بر حریم دیگران صورت نگرفته ماهیت اصلی اجتماع انسانی متحقق می گردد ، که در نتیجه معنای اصلی انسانیت تحقق یافته انسان از زندگی لذت می برد. قصاص به معنی مماثلت و مساوات است یعنی مثل آنکه قاتل قصدا مقتول را به قتل رسانده با ارتکاب جنایت بزرگ زندگی او را خاتمه بخشیده است ، باید قاتل کشته شود. عدالت ایجاب می نماید تا قاتل در برابر عمل ظالمانه خود به کیفر عمل خود برسد و قصاص شود. با تطبیق قصا...
نور ولوله

روانه سړه جګړه کي روس، امريکا او چين

په سړه جګړه کې د شوروي له شکست وروسته چې کله د روسیې فیډراسیون جوړ شو له هماغې وخته امریکایان په دې کار کوي چې د روسیې چاره وکړي.‌ د امریکایانو ستراتیژستان په دې فکر ول چې روسیه باید له ټولو مخکې دې ته تیاره کړي چې خپل هویتي مشکل حل کړي. نړۍ باید پوه شي چې دا هیواد کمونست دی که ډیموکرات، اروپايي دی که آسیايي، غواړي چې نوۍ نړۍ کې د متحده ایالاتو ملګری پاته کېږي که دښمن! روسیې هېڅکله په دې لحاظ ځان محدود نه کړ، پوتین چې ۲۱ مخکې د روسیې فیډراسیون مشر شو،  دې هیواد له سره نړیوال سیاست کې د یو نوي قوي دولت په حیث تبارز پیل کړ. پوتین دې کې کامیاب شو چې د روسیې په خلکو ځان روسي نشنلست ومني. ناټو سازمان اصلا د شوروي د مخنیوي لپاره جوړ شوی ؤ. کله چې شورو...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک