No-IMG

طالب مشرانو یوه پوښتنه مې درلوده او دا د اکثریت خلکو پوښتنه او اندیښنه ده ؟

ملت او خلک د مشر ملا صېب وینا او خبرو ته انتظار دي ، کچیري شیخ هیبت الله آخند په مراقبه او اذکارو بوخت وي نو رئیس الوزرا « محمد حسن آخند » ته پکار ده چې خپل افتتاحیه وینا واوروي ، ځکه خلکو ته سوال پیدا کیږي چې دا ولي خبري نکوي ، باور وکړي چې په کوم کور ، دفتر او سازمان کې چې مشر چُپ او سکوت وي نو بیا ټول ورسره خپه او اظهار د خپګان کوي چې دا ولي څه خبره ده ،  «بابا » مې ناروغ دی ، خپه دی نو بیا ورته غږ کوي «ابا جانه ، پلار جانه » خیریت دی ؟

کشرۍ لور مې هه بله ورځ وایې د اړګ د تکنوکراتانو او سیکولرانو «بابا» کله به یوه چېغه سهار کوله او یو ځل به ماښام نو اوس دا نوۍ ولسمشر چُپ دی مشر او کشر لالا مې مکتب ته ځي او زما سبق ، لیک او لوست همداسي پاتي دی !؟

اوس رعیت او ملت په تمه او انتظار دي چې دا به څنګه کیږي ؟ مونږ هم دومره شعور او عقل لرو چې د څلویښت کالو ناخوالي او ستونزې په یوه ورځ ، اونۍ ، میاشت او کال ټول سره یو ځاي نه حلیږي

نو اوس پکار ده چې ملا صېب د کمره یې تر مخ راشي ، مشران ، کشران ، کونډي ، سپین ږیرۍ ، میرمنو او ماشومانو ته د وطن او امارت پیام په ټولو برخو کې ابلاغ کړي

په هره خبره کې مجاهد صېب وینا او خبري کوي د هغه خبري او پیام ښه دی خو بیا ملت او رعیت رئیس الوزرا ته تمه لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک