مطالب مهم
امرالله صالح پر عامو او بې وزله افغانانو د بمبار کوردينات ورکول
خير الله شينواری
امرالله صالح دومره وحشي انسان وه چې د امنیت د ریاست پر مهال به کله کله خپله د امنیت ریاستونو کې طالب بندیانو پسې ورته، ما ته بندیانو قیصې کړي چې له ډیرې عقدې به یې سر زمونږ سره جنګاوه، په ګونډو به یې دې ژامو ژامو ته وهلو او مونږ به ورته لاس تړلي په زنجیر کې راځوړند وو، بیا به په مخامخ څوکیو خپله راته کښیناست او کسانو ته به یې امر وکړ چې «بزنېن د پیش روی مه که دل مه یخ کنه»، ده به د خپل زړه د بړاس ویستو لپاره وخت ناوخت د امنیت د ریاستونو د توقیف خانو او پټو زندانونو دورلې کولې، اکثره دغه زندانونه او د شکنجو مرکزونه همده جوړ کړي وه، صالح د زړه خوږي وړ کوم څوک ندی، د اکثرو هغو بمبارونو کوردینات ده پخپله ورکول چې تلفات به یې سل فیصده ملکي وه، ځکه ده ته ...
نور ولوله
حکمتیار: یک جاسوس اسرائيلی احمد مسعود را در تحولات پنجشیر تحریک ميکرد
امير حزب اسلامی افغانستان مدعی وجود و نقشآفرینی یک جاسوس در تحولات و به هم خوردن شرایط و اوضاع در پنجشیر شد.
روزنامه دیلی پاکستان نوشته است که گلبدین حکمتیار، رئیس حزب اسلامی افغانستان میگوید که وجود یک جاسوس باعث ایجاد هرج و مرج در پنجشیر شد. در این منطقه سلاح و تجهیزات کافی وجود داشت که حتی برای کل کشور کافی بود. پیشروی و موفقیت طالبان در پنجشیر، مسئلهای بزرگ بود.
حکمتیار افزود: افغانستان باید یک دولت تک حزبی داشته باشد.
به گفته وی؛ مردم افغانستان خوشحال هستند زیرا به یک هدف بزرگ یعنی خروج نیروهای خارجی از افغانستان و پایان جنگ در این کشور دست یافتهاند. طالبان در حال حاضر دولت موقت اعلام کرده...
نور ولوله
په نړۍ کې سیاست، اقتصاد، مذهب او ټیکنالوژي د ځينې قوتونو په انحصار کي دي
په نړۍ کې سیاست، اقتصاد، مذهب او ټیکنالوژي همداسې نور مسایل دي چې د بعضو قوتونو په انحصار او د دوی په کنترول کې دي. زمونږ د هیواد دغه اوسنی اقتصادي او سیاسي بحران تصادفي موضوع نه ده، شاید د ټولو په مصلحت یوه سیاسي توطيئه واوسي. مګر متاسفانه د افغانستان جنګ ځپلي ملت د نړیوالو سیاسي او اقتصادي تهدیداتو سره مخ دی، نه پرېښودل کېږي چې د پرمختګ اړخ ته رسېدنه وکړي.
کله چې په هیواد کې اقتصادي بحران رامینځ ته شي دا په دې معنا چې په افغانانو د یو بلې جګړې احتمال شته؛
په افغانستان کې د نړیوالو سیاسي، نظامي او اقتصادي رقابتونو وجه ده چې نن افغانان له یو لوی اقتصادي ستونزې سره لاس او ګریوان کیږي.
له بده مرغه د افغانانو پرضد اقتصادي تحريمونه او بند...
نور ولوله
د بېګناه افغان بندي اسد الله هارون لپاره غږ پورته کړئ
اسدالله هارون، د ننګرهار ولايت ، شيرزادو ولسوالې د کويدخيلو کلي اوسيدونکي دي ، نوموړي د ګونتنامو په زندان کي هغه يوازيني افغان بندي دی، چي دا (14) کاله کېږي د امريکايانو سره د بند سختي شپي ورځي سبا کوي ، مدافع وکيل يې وايي هغه بې ګناه دی ، اسدالله هارون د وکيل نيولو لپاره يوازې ۹۰۰ ليکونه استولي وو مګر يو يې هم رسېدلی نه و.
د اسدالله هارون خلاصون بايد يوه ټول شموله غوښتنه شي، هغه څه چې مهم دي ، هغه دا چې د آمارت مشرتابه بايد هارون له تنظيمي تړاو پورته د يو داسې افغان په توګه چې د امريکايانو د نظامي شتون مزاحم و ، يوه مطلوبه قضيه وي،، په همدې خاطر اړتيا ده چې هغوی په دې اړه جدي غوښتنه رامنځته کړي ، دا مهال د هارون د خوشې کولو لپاره تر ټولو پي...
نور ولوله
جعلي خبرونه او زموږ ټولنه
د ۲۰۱۶ کال نیمایې وو، امریکا کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره مناظرې او بحثونه روان ول. ماته ځینې امریکایې ملګرو وویلي چې موږ په سوشل میډیا باندې د جعلي او کاذبو خبرونو نشر ډیر ورخطا کړي یو. د خلکو په منځ کې لکه د ځنګل د اور په څیر په تیزۍ سره خپریږي. نه پوهیږو څه ډول یې کنټرول کړو؟ هغوي وویلي چې شاید دا په امریکا کې د ملت سازۍ او د ولسواکۍ د پاي پیل وي.
ما ډیر تعجب وکړ. ما ترینه پوښتنه وکړه چې ایا جعلي خبرونه او درواغ دومره اغیز درلودلی شي چې د خلکو فکر منحرف کړي، ولسواکي وګواښي او د هیواد په زیان تمام شي، هغه هم په سوشل میډیا باندې؟ هغوي وویلي، هو، د سوشل میډیا جعلي خبرونه او درواغ هر ډول فکرونه، انګیرنې او نهادونه نړولای شي.
ما په ۲۰۱۶ کال کې دا موضوع دومره...
نور ولوله
په افغانستان کې ایتلافي، سهامي، قومي، سمتي او ټول شموله حکومتونه ښه نتیجه نه ورکوي
په افغانستان کې ایتلافي، سهامي، قومي، سمتي او ټول شموله حکومتونه ښه نتیجه نه ورکوي.
په تاریخ د افغانستان کې شاید افغانان تراوسه پورې د ټول شموله حکومتونو شاهد نه وي.
که تاریخ ته لږ په غور سره متوجه شو هر څوک چې اقتدار ته رسیدلي که هغوی په هر نوم او هر شکل وي د خپلې ډلې، تنظیم، او تحریک تر چتر لاندې خپل حکومتونه يې جوړ کړي. یوازې نمایشي نومونه يې ورته انتخاب کړي. لکه ملي، ایتلافي، جمهوري، کمونيستي، ۵۰٪ فیصده، افغان شموله دا ټول حکومتونه له بهر نه په افغانانو تپل شوي و.
له بده مرغه سره د ټولو امکاناتو بیا هم داسې حکومتونو په افغانستان کې ناکام او بې نتیجې و، بلکې هیچا ته د منلو وړ نه و. دا ځکه چې په راًس کې یې بهرنیان ...
نور ولوله
فارسی ژبی اسراییلی ـ انګریزی رسنی د دویم مقاومت او احمد مسعود په خدمت کې!
له هغه ورځی راپدیخوا چې افغانانو د امریکایی اشغال پای ته رسیدل نور په ګوتو شمیرل او تازه د ډاکتر غنی ګډوله او ریشخند جمهوریت نسکور شوی وو. یوشمیر فارسی ژبو تلویزیونی چینلونو په شدت سره هڅه وکړله چې د افغانستان، افغانانو او طالبانو پرخلاف خپل زهرجن تبلغات او پروپاګندونه د امریکایی اشغال او د هغوی د یاغی او افغانستان ماتونکو باغی ډلو څخه په ښکاره او صریح ملاتړ سره په لاره واچوی.
ترهغه ځای چې ما څارلی او په دې اړوند می د ډیری افغانانو څخه اوریدلی د ( افغانستان انترنیشنال ) په نوم یو تلویزیونی چینل چې تردې وړاندی یې یوازی د ایران او د ایران د مذهبی انقلاب خلاف خبرونه، تحلیلونه او بحثونه خپرول، د ډاکتر غنی د حکومت د چپه کېدو له ورځی یې د افغانستان اړوند هم بیل چینل په لاره واچول...
نور ولوله
حکمتيار: أمريكا، بريتانيا، فرانسه او إسرائيل په افغانستان كي د يوه بل جنگ هڅه کوي
أمريكا، بريتانيا، فرانسه او إسرائيل هڅه كوي په افغانستان كي د يوه بل جنگ اور بل كړي. پنجشير او شورى نظار او د پرځېدلي لاس پوڅي حكومت ځيني لنډغر ئې د دې شيطاني موخي لپاره استخدام كړي؛
دا چي امريكايانو د تجاوز په لومړيو كي له پنجشير پرته ټول ولايتونه او هستوگن ئې خلع سلاح كړل؛ پنجشير ته ئې د نجيب د فوځ انتقال شوې ټولي درنې وسلې او مهمات او نور نظامي تجهيزات او توكي ئې هملته پرېښودل؛ د امريكايى سرتېرو تر وتلو وړاندي ئې په سلگونو هاموى، رينجري، توپونه او ټاكونه پنجشير ته انتقال كړل، بسم الله پنجشيري ئې د وزير دفاع په توگه وټاكلو او هغه هم په خلاص لاس پنجشير ته 17 هيليكوپتري او نور نظامي تجهيزات انتقال كړل، ... دا ټول د همدې خبيثي او شيطاني منصوبې مطابق او د امريكايانو په امر او موافقه ترسره شوي. ...
نور ولوله
حکمتيار: حزب اسلامي افغانستان سرپرست کابينه استقبالوي او ملاتړ يې کوي
حزب اسلامي افغانستان محترم مشر انجنير حکمتيار صاحب وويل:
اوسنی کابينه د تېرو 50 کلونو کي تر ټولو ښه او غوره کابينه ده
اوسنی کابينه کي ټول مسلمانان او علماء دي، د اشغالگرو په وړاندي مبارزين ول، زندانونه او تعذيبونه يې تېر کړي
د حزب اسلامي افراد او مسلکي کدرونه بی قيد او شرط د اوسني کابينې سره هر ډول همکاری ته چمتو او اماده دي، تر څو هېواد د روان اقتصادي او اداري بحران څخه وژغورل شي
هغه بهرني هېوادونو سفارتونو افغانستان راتگ ضروري دي چي استخباراتي هدفونه نلري
راتلونکی حکومت دی ځينې هېوادونو سفارتونو ته بيړه نه کوي، ځکه چي هېواد کي مخکينی شر او فساد همدی استخباراتي ملکونو جوړ کړی وو
...
نور ولوله
نوی فصل نوی بهرنی سیاست؛ فرصتونه او ننګونې
سیاست کې د لوبو ختمېدل نشته. هرې لویې او وړې لوبې پسې بله نوې لوبه نښتې وي. دې میدان کې د هر مشکل حل بل مشکل زیږوي. هغه ملتونه له دې لوبو روغ اوځي چې مشرتابه یې ملت ته مخلصه اوسي. مونږ د یوې ۲۰ کلنې لوبې ډېر مات ووتو، داسې چې اوس مو هم د ملت ۷۰٪ خلک د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، له ۳۶ میلیونه خلکو ۲۰ میلونه تر اوسه سم خوراک نه لاس رسی نه لري، جګړې مو د ۲۶۰،۰۰۰ افغانو ژوند واخست، فساد، غبن غلاوې، چور چپاول خو یې یو څنګ ته پرېږدو. مونږ په داسې حال کې د تېرې لوبې مشرانو په میدان پرېښودو چې ۸۵٪ اقتصاد مو پر همدوی تکیه دی، مونږ تر اوسه په خیراتونو او مرستو اوسېږو. د امریکا شتون که شل کاله نور هم اوږد شوی وای، زمونږ به همدا حال ؤ.
په جیو ستراتیژیک لحاظ افغانستان کې نوې ل...
نور ولوله
نوي حکومت ته وخت ورکړئ
نوي رامنځ ته شوي واقعیت ته هر څوک له خپلې زاویې ګوري او د هماغې زاویې په اساس د افغانستان د آیندې په اړه قضاوت کوي؛
ځینې یې له شخصي زاویې ګوري. دا هغه طبقه ده چې د هر مثبت منفي په اړه د قضاوت تله ورسره خپلې شخصي ګټې دي. که د دوی ګټه پکې وي، تنخواه یې وي، وظیفه ورته پیدا کېږي او ساعت یې تېرېږي، هر څه سم دي خو که دا نه وي، نظام ړنګ او د هیواد آینده تباه ده.
ځینې یې له فکري پلوه ګوري. دوی هغه خلک دي چې آسمان ورته راښکته کړئ، من او سلوی ورته راوړئ، قناعت نه کوي ځکه دوی له مخکې ذهن جوړ کړی چې نظام سیکولار، لبرال، کمونېست یا … نه وي، دوی ته سم نظام نه ښکاري. دا طبقه خلک فساد، غلا، قتل و قتال هر څه توجېه کوي خو چې د قدرت په واګو د دوی د فکر خلک ناست وي. تېر دولت کې د...
نور ولوله
هدف تظاهرات ديروز جنجال و شر انداختن بودند
ديروز نظر به حماقت این خانم نزدیک بود جنجال شود
این خانم باصدای بلند ازجمع خانماهای مظاهره دورتر بطرف
ما که یکطرف از مظاهره ایستاد بودیم حالت را تماشا میکردیم که برخورد طالب واین مظاهره کنندگان به کجا میرسد؟
این خانم امد پیش روی ما صدا خویش را بلند میکرد
من هم نظر به ازادی, که فریاد حق هرکس است خاموش بودم
این خانم چندین بار صدا زد وطعن میداد که شما مرد ها چرا در پهلوی ما ایستاد نمی شوید
ایا شما از این خانمها شرم ندارید
دیگران که بیطرف ایستاده بودند پاین سیل میکردند
من برایش گفتم چیغ زدن حق ات است.
خواهرمحترمه!
احساساتی نباشید!
...
نور ولوله
اخر تر کومه دا سپین سترګي؟
د سردار داودخان د واکمنۍ پر مهال پاکستان ته وتښتېده ، د (ای ایس ای )او نصیرالله بابر له خوا یې روزنه وشوه ، وايي د پاکستان مخالف یو.
په پنجشېر کې یې د پاکستان په مستقیمه لمسونه د داودخان د رژیم خلاف وسلوال بغاوت وکړ ، ناکام شو ، خو وایي د پاکستان مخالف یو.
د شوروي د یرغل پرمهال یې له پاکستانه وسلې او پیسې تر لاسه کولې ، وايي د پاکستان مخالف یو.
له پېښوره نیولې تر کوټې - چتراله ، له اسلام اباده نیولې تر ایبټ اباده د رباني د جمعیت دفترونه وو ، وايي موږ د پاکستان مخالف یو.
د پېښور په ارباب روډ کې د رباني په نامه ېوه بشپړه کوڅه او د ښار په څنډو کې د خراسان په نامه د جمعیت ځانګړی کېمپ و ، و...
نور ولوله
حکومتداري باید په ډیر حکمت سره وشي
کله چې د عمر رضي الله عنه د خلافت په وخت کې د فارس او د روم د امپراطوریو ډیرې برخې فتحه شوې، نو مسلمانانو ته په لنډ وخت کې ستره جغرافیه د موجوده بیروکراسۍ، اقتصادي او کلتوري نظامونو سره لاس ته ورغله.
عمر رضي الله عنه او مشرانو صحابه کرامو دلته د ډیر نبوغ او ځرکتیا څخه کار واخیست. هغوي پوهیدل چې نه مسلمانانو سره دومره بشري قوه شته چې دا بیروکراسي وچلوي او نه ورسره تخنیکي پوهه او امکانات شته چې اداري او مالي سیستمونه په خپله مدیریت کړي.
هغوي د دواړو امپراطوریو بیروکراسي په خپل حال پریښوده، مامورین، مسلکي خلک او هر څه یې خپل کار ته پریښودل، دوي یوازې عمومي لارښوونې ورته وکړي چې خپل کار د اسلام د غوښتنو سره برابر کړي.
په لومړیو...
نور ولوله
د چین، روس او امريکا رول د افغانستان په راتلونکی حکومت
مولانا عبد الصبور
چین او روس دواړه په مستقبل قريب کښې لکه د امريکا غوندې په دنيا د غلبې او تسلط غوښتونکي هېوادونه دي، کله به دوی دا هدف د مستعمره ګرزولو او اشغال په ذريعه لاس ته راوړي او کله د داسې حکومتونو د مسلط کولو په وسيله چې لږ تر لږه ددوی د ګټو له خپلو ملي ګټو نهر مخکې وګڼي.
د امريکا له شر او غلامۍ نه خو موږ تر يو بريده ازاد شو، مګر امريکا به اوس هڅه کوي چې حکومت سازۍ کې له طالبانو سره داسې خلک په چل يا د ملل متحد د فشار او یا افغانستان کښې د شورشيانو د مرستې په ذريعه داسې حالات پيداکړي چې طالبان دېته مجبور کړي چې داسې خلک حکومت کښې له ځان سره شامل کړي چې هغه د غرب د ګټوساتونکي وي، تر څو امريکا او غربي ...
نور ولوله
