مطالب مهم
حقوق زن یعنی چه ؟
آمریکا و کشور های خارجی به بهانه حقوق زن ها، امارت اسلامی افغانستان را به رسمیت نشناخته با طالبان راه دشمنی را اختیار کرده اند . حال سوال اینجا است که حقوق زن یعنی چه ؟
این تشویش و مطالبه امریکا و دیگر کشورهای استعماری کفری ، انتقاد بر اسلام و دین مسلمانها است. آنها با این خواست نامشروع و حرکت استکباری، می خواهند که بر اسلام خورده گیری کرده آزادی منحط غربی را در جامعه افغانی حاکم و فحشا را ازین راه اشاعه و گسترش دهند .
دولت سیکولار قبلی که به فرمایشات غربی ها عمل کرده از زنها به حیث وسیله فحشا بهره برداری میکردند ، ماهیت اصلی جامعه اسلامی افغانی را ، زیر سوال برده در اشاعه فحشا دست بالا داشت ، در نهایت امر روی خود و حامیان بین المللی شان را سیاه کرده به زباله دان تار...
نور ولوله
حیثیت قانونی نشست آمریکائی هابا امارت اسلامی افغانستان
نشست دوروزه آمریکائیها با افراد بلند رتبه امارت اسلامی افغانستان در قطر ، نشان می دهد که امارت اسلامی افغانستان نزد آمریکائیها دولت مشروع و قانونی بوده نمایندگی از مردم افغانستان را می کند .
فعلا تحریک طالبان یک جهت قضیه نیست و حتی مخالفین مطرح و دارای اوتوریته در کشور را که قسمت اراضی را در دست داشته باشند ندارد، اینها کاملا افغانستان را تحت سلطه خود داشته به عنوان قدرت بلامنازع عرض اندام کرده است ونحوه حکومت و سیاست خارجی شان را اعلان کرده در جهت تحکیم پایه های حکومت مصروف اند .
عدم شناخت دولت ها معنی عدم موجودیت دولت در افغانستان را ندارد بلکه جبهه گیری آنها معنی انحصار و تخطی از نورمهای قبول شده دنیا و عدم احترام به استقلال وآزادی ملت ها را...
نور ولوله
نو د چین سره مو پام وي ايماندارو
سهيل احمدي
زه چین ته د لویو پروژو ورکولو او یا هم ورسره د ډیرو اقتصادي تعلقاتو جوړولو مخالف یم!
چین داسې یو هیواد دی چې ښه ډیر قرض درکوي خو وروسته دې د هیواد مهم ځایونه لکه معدنیات او بندرونه په قرض کې درنه نیسي. په همدې تخنیک یې نیمه افریقا نیولې.
همدارنګه چین چې چیرته پروژې جوړوي خپل چینايي کارګر ورلیږي (افغانستان کې مو ولیدل). پدې چل ډیری سرمایه بیرته خپل هیواد ته لیږي. بل غربي کمپنۍ که درنه څه پټ کړي نو ان د غرب په محکمو کې یې حاضرولای شې خو چینایانو چې یو ځل درنه څه یوړل بیا یې ترینه راویستل ناممکن دي.
امریکا یا غرب که هر څه وو بیا یې هم طبیعت د خانانو وو او دومره د پیسو ق...
نور ولوله
د اکتوبر میاشت د ګران هیواد آیندې لپاره برخلیک ټاکونکې میاشت ده
هغه ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر درلود او د سفر په ترڅ کې یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د حکومت مشرتابې سره وکتل. د نوي حکومت له جوړېدو وروسته دا دوهم هیواد ؤ چې د بهرنیو چار وزیر یې افغانستان ته سفر کاوه.
د سیمې هیوادونو کې له تاجکستان پرته (چې هغه هم خپل مجبوریتونه لري) ټولو هیوادونو د افغانستان نويحکومت سره د همکارۍ ژمنه کړې. د ترکمنستان، قرغزستان او چین سفیران هم په کابل کې فعال دي او نوي حکومت سره یې د باور پخولو لپاره هلې ځلې پیل کړي.
په دې روانې میاشت کې څو داسې نورې ناستې دي چې د هیواد د آیندې د برخلک ټاکلو په موخه ډېرې مهمې دي.
۱. د اکتوبر په ۱۲...
نور ولوله
د افغانستان د ملي شناخت امتحان او د ډیپلوماسۍ دستګاه ملي ـ تاریخي فرض!
د فرانسي ولسمشر امانویل مکرون تیر کال د اروپایی ټولنی سرمشریزې ته په خطاب کې د چین اړوند وویل: کله چې د پاریس د اقلیم د بدلون د تړون خبره وی نو چین زموږ یو نږدی شریک دی، همدارنګه که د سوداګرۍ او اقتصادی تعاملاتو موضوع وی نو چین زموږ رقیب دی، ولی که د سیمه اییزو سیاستونه او امنیتي بحثونو خبره وی لکه د هندي پېسېفېک موضوع، بیا چین زموږ حریف دی.
یانې اروپایی ټولنه که څه هم چین په سوداګرۍ کې یو بې خطره شریک ګڼي، ولي په نظامي او سیاسي حضور کې بیا د چین دریځ او رول ته د یوه سرسخت رقیب او حریف په سترګه ګورې. ځکه هم دغه اتحادیه هڅه کوي چې د خپلو ګټو او نفوذ د خوندیتابه لپاره په هند ـ اقیانوسیه سیمه کې تر ټولو ښه ګزینه هند غوره کړې.
همدارنګه په یو بل دریځ کې که څه ه...
نور ولوله
حکمتيار: امريکا نه پرېږدي په افغانستان كي ثبات او امنيت تأمين شي
د افغانستان نوى حكومت له څو ستونزو او گواښونو سره مخامخ دئ:
1- د أمريكا او اروپا د گډو شرارتونو له كبله هيڅ هېواد دې ته چمتو نشو چي نوى حكومت په رسميت وپېژني. حتى د قطر په څېر هېواد چي طمع كېده تر نورو وړاندي ئې په رسميت وپېژني؛ خو هغه له نورو هېوادو غواړي د كابل نوي حكومت په رسميت پېژندو كي عجله ونه كړي!!
2- ټولو دا شرط وضع كړى چي دا حكومت بايد ټول اغېزمن سياسي او قومي لوري احتواء كړي او د دوى په اصطلاح ټول شمول وي. څرگنده ده چي له ټول شمول حكومت د دوى غرض په بن كي د جوړ شوي حكومت په څېر داسي حكومت دئ چي په هغه كي هغه ډلي په زړه پوري برخه ترلاسه كړي چي د افغانستان په جگړي كي ښكيل هېوادو پوري تړلې دي. داسي حكوم...
نور ولوله
حکمتيار: رب دی د شوروي په څېر د أمريكا زوال هم راباندي وگوري
پرون د ميزان پنځلسمه او هغه ورځ وه چي شل كاله وړاندي أمريكا او بريتانيا پر افغانستان باندي خپل گډ هوائي بريدونه پيل كړل؛ دا د تېر شل كلن خونړي جنگ پيل وو، او پاى ئې يوه نيمه مياشت وړاندي د أمريكا د آخري سرتېري وتل وو. په داسي حال كي چي أمريكا او په ناټو كي شامل هېوادونه له شرمېدلې ماتي وروسته زموږ له هېواد تش لاس ووتل.
زه 73 كاله وړاندي د همدې ميزان مياشت كي پيدا شوى يم؛ په تېري اونۍ كي 73 كلن شوم. له ماشومتوب مي دا دعاء او هيله وه چي الله تعالى د شوروي او أمريكا زوال راباندي وگوري او په زوال كي ئې ماته د ونډي درلودو سعادت راپه برخه كړي؛ د دعاگانو منونكي رب زما د ماشومتوب ستره دعاء قبوله كړه، فقط يوه برخه ئې پاته ده چي د شوروي په څېر د أمريكا زوال هم راباندي وگوري. ...
نور ولوله
د اکتوبر ۷مه؛ د شل کلن امریکايي یرغل پیل
د کال ۲۰۰۱م د سپتمبر په ۱۱مې دوه الوتکو د امریکا د سوداګرۍ نړیوال مرکز او یوې د امریکا د دفاع وزات، پنټاګون وویشتل. یوه بله الوتکه پنسلوینیا کې سقوط شوه چې هدف یې د امریکې د کانګرس ودانۍ ړنګول ؤ. دې بې مخینې برید کې ۳۰۰۰ امریکایان ووژل شول او څه باندې ۶۰۰۰ زخمیان شول. د امریکا په تاریخ کې دا د پرل هاربر له حملې وروسته، چې جاپان تر سره کړې وه، تر ټولو زوره وره حمله وه.
د بوش د ادارې غړو؛ دفاع وزیر رمز فیلډ، د ملي امنیت مشاورې کنډولیزا رایس، د جمهور رئیس معاون ډِک چیني، او د سی آی ای مشر جارج ټِینټ ډېر ژر اعلان کړه چې دا حمله د القاعدې مشر اسامه بن لادن چې د طالبانو د حکومت چتر لاندې اوسېده، تر سره کړې. وروسته بیا د بوش د ملي امنیت مشاورې کنډولیزا رایس په خپلو یادښت...
نور ولوله
نړیوال او ګاونډي هیوادونو یو ځل بیا په اقلیتونو پانګونه پیل کړې
له بده مرغه په افغانستان کې نړیوال او ګاونډي هیوادونو ټول په یو قوت د اقلیتونو په ځنګ کې ولاړ و. په داسې حال چې دوی ټولو په ګډه د هیواد د اکثریتو افغانانو پر ضد جګړه جاري ساتلې وه چې دا یوه لويه تیروتنه وه چې اقلیت ئې په اکثریت د جګړې له لارې حاکم او مسلط کړي و. متاسفانه چې دا د پخوانیو اشغالګرانو یو زوړ فارمول و چې د جګړې له لارې اقلیت به ئې په اکثریتو منل، البته د لاسپوڅو حکومتونو په درشل کې ملت به په مؤقتي شکل ګيروګان ساتل کیدو. اما په دې اوسني عصر کې سره د ټولو امکاناتو، مصارفو، تکتیکونو او فارمولونو بیا هم نړیوال په افغانستان کې کومې نتیجې ته ونه رسیدل له پردیپالو کرایي شویو اشخاصو سره یو ځای په تيښته بريالي شول.
په دې هیواد کې نه دې څوک لابي او پانګونه کوي چې ګواکې په افغانستان کې ب...
نور ولوله
د اکټوبر ۷مه ـ د وحشت او اشغال کرغېړنه څپه!
له نن ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اکټوبر له ۷مې څخه ۲۰ کاله وړاندې امریکا د صلیبۍ نړۍ په مشرتابه په ګران افغانستان د انساني تاریخ تر ټولو وحشیانه، جنایتکارانه، ظالمانه او بې رحمانه یرغل وکړل.
داسي یرغل چې د افغانانو د هویت او ارزښتونه د سپکولو هڅه یې وکړه، اشغالګرانه سیاستونو یې پلې کړل، په سلګونو زره ښځې، ماشومان او افغانان یې شهیدان او ټپیان کړل، د افغانانو د تسلیمولو او د اشغال یوغ د منلو په موخه یې د یوې شمیرنی له مخې ۸۰۳ زندانه جوړ کړې وو، باګرام او ګونتنامو خو په نړیواله کچه د امریکایې وحشت، جنایت او د افغانانو د مظلومیت، شکنجې او ربړولو تر ټولو مشهور چنګیزي نومونه دې. همدارنګه امریکا او متحدینو یې پر افغان انسان او افغان خاوره له کلسټر شیمیایې بمونو نیولې بیا د بمونو د مور تر بم پورې رنګارنګ...
نور ولوله
نوې سړه جګړه، د شمال اټلانټک او هندي پېسېفېک تر منځ پرمختګونه
د چین او امریکا تر منځ ښکاره جنجال د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په وخت کې هغه مهال پیل شو چې امریکا د چین په وارداتو نوې ټیکسونه ولګول. نړۍ دې نوې جګړې ته د سوداګرۍ د جګړې نوم ورکړی ؤ.
د سوداګرۍ د جګړې یا Trade War اصلي لامل دا ؤ چې امریکا د خپل آزاد مارکیټ په اقتصادي فکر کې شکست وخوړ. چین د امریکا مارکیټ څخه دونې ګټه کوله چې امریکایان پوهېدل که همداسې پاته شي، د امریکا له بازاره ښايي چین ډېر ژر د امریکا اقتصاد لاندې کړي.
دا چې امریکا نشو کولی د تجارت د نړیوال سازمان غړیتوب سره د چین په صادراتو ټېکسونه وضع کړي، دې ته اړ شو چې د یاد سازمان غړیتوب پرېږدي.
وروسته د بایډن د انتخاباتي کمپاین په بهر...
نور ولوله
مقام معلم
معلم آفتاب معرفت، معلم نور جاویدان، معلم چراغ هدایت از تاریکی به روشنی، معلم آغاز بی پایان، معلم ای فراتر از کلام، معلم نجات بخش آدمیان از ظلمت جهل ونادانی، معلم پر از عطوفت گلهای علم وایمان، معلم شهد عسل به کام تشنگان، معلم مانع گمراهی، معلم پدر معنوی ، معلم رهنمای شاگردان، معلم همراز دوست و رفیق ....
معلم الگوی اخلاق ، انسانیت، مهربانی و شفقت است .
هیچ مقام بالاتر از مقام معلم نیست ، معلم انسان ساز است، جامعه ای که به معلم ارزش واهمیت قایل است ٱن جامعه به رشد شگوفایی رسیده است.
در پیوند به فرا رسیدن روز معلم پیرامون نقش خانواده در تعلیم و تربیت فرزندان مطلب مختصر را خدمت دوستان تقدیم می دارم
خانواده های سست عن...
نور ولوله
له جګړې پرته نړیوال په افغانستان کې باید سیاسي اقتصادي او انکشافي مسایلو باندې غور وکړي
په افغانستان کې د نړیوالو دښمني او غیر سالم رقابتونه باید په دوستۍ بدل شي. د جګړې او د دښمنۍ ښه بدیل دوستي او اقتصادي پرمختګ دی، فکر نه کوم چې له دې بله ښه لاره پیدا کړي.
حتی د وخت تقاضا همدا ايجابوي چې له جګړې پرته نړیوال په افغانستان کې باید سیاسي اقتصادي او انکشافي مسایلو باندې غور وکړي.
افغانان هم د نړۍ یوه مهمه برخه دي د نورو په څیر د دې مستحق دي چې پرته له جکړو نه د خپلې خوښې خپلواکه او ازاد ژوند ولري څو له نړیوالو سره په سیاسي او اقتصادي اجتماعي بشري او انساني برخو کې سالمه سیالي او پانګونه وکړي. افغانان نه جنګ غوښتونکي دي او نه چا ته د دې حق ورکوي چې افغانستان د نړیوالو رقابتونو او د جنګ میدان واوسي.
نړیوالو ته د ا...
نور ولوله
تاجکستان د بلې جګړې او فتنې محور ګرزي!
هغه مهال چې شامحمود هوتک د میرویس نیکه له تاریخي سپارښتنې سره سم، د واحد افغانستان د احیاء او عزت لښکر د اصفحان په لور مارش کړل، د اصفحان له نیولو سره زموږ لومړۍ د اوبو جګړه د توران له پان ترک نسل تورکانو سره رامنځته شوه.
له دې تاریخي ټکر وروسته کله چې ابدال بابا د معاصر او لوی افغانستان د خوندیتابه دوکتورین ټاکل، نو عثماني دربار ته یې د هغوی د هغه بی ځایه اندېښنو د ځوابولو په موخه یو اوږد ډیپلوماټیک لیک چې له افغان خاورې به د عثماني خلافت مشروعیت او راج له ګواښ سره نه مخ کیږی ولیکل. ځکه د عثمان لمسیانو ویره لرله، چې افغانان د امت د خلافت بشپړ مذهبي، سیاسي، نظامي او د جغرافیوی عمق له دریځ څخه داسي صلاحیتونه او اهلیتونه لری، چې کولای شي په یوه هوښیارانه حرکت سره له مرکزي او سویلي اسیا نیول...
نور ولوله
نوې سړه جګړه، تایوان؛ د نوې لوبې میدانِ نبرد؟
تایوان د آسیا پسیفېک په منځ کې پروت یو ټاپو دی چې ځان مستقل هیواد ګني خو کیسه یې ډېره جنحالي ده. د نوې نړیوالې لوبې سُر ته چې سړی ګوري داسې ښکاري چې که خبره مستقیم ټکر ته رسیږي (تر اوسه هېڅ مالومه نه ده) نو د جګړې مرکز به د همدې ټاپو شا او خوا سیمې وي.
تایوان ټاپو ډېر جنجالي تاریخ لري چې وخت په وخت د زبر ځواکونو تر منځ لاس په لاس شوی. لومړی ځل دا ټاپو د چینیانو د پوځ یوې برخې چې د چیني امپراطورۍ لپاره د نوې سیمې لټولو په پار وتلي ؤ، پیدا کړې ؤ. هغه مهال دا ټاپو رسما د چیني امپراطورۍ برخه شوه او د امپراطور په امر د چین یو قوم دلته لېږدول شوی ؤ. له همدې نکتې چیني نسل دلته ژوند پیل کړ.
وروسته د استعمار په وخت کې دا ټاپو د المانیانو مستعمره شوه، له استعمار و...
نور ولوله
