ليکنې
څه بنيادي بدلونونه د ټرمپ له راتګ سره امکان لري
ايډوکيټ محمد همايون کاسي
حالانکې د امریکا پر رسنيو بېخي ډېره پروپېګنډه و شوه، چې کمالا حارث د امریکا ټاکنې ګټي. دغه پول او هغه پول او کمال دومره مخته ده او دا او ها.
خو نن ټرمپ سمه دمه دوړه پر ګرځولې ده. او اوسني حکومت خپل زاړه او تاريخي رياستونه اکثره بائللي دي.
هسې خو د امریکا په پالیسيو کې د حکومتونو له بدلېدو را بدلېدو سره ډېر زيات بدلون نه راځي. ولې چې امریکا په اکثره حوالو مستقله پالیسي لري.
خو بيرته هم څه بنيادي بدلونونه د ټرمپ له راتګ سره امکان لري. هغه ځکه چې ټرمپ په ځينې حوالو خپل پوخ دريځ لري. او د بائيډن په رنکه د امریکايي اسټبلشمنټ له هرې خبرې سره همغږي نه دى. د...
نور ولوله
خلک ټاکنې کوي، موږ یوازې ښونځی غواړو
نن په امرېکې کې د ټاکنو ورځ ده. د نړۍ حالات داسې دي چې نن دا ټاکنې د بشر د تاریخ لوری ټاکي. خو بله خوا په افغانستان کې ورځ تر بلې له حکومت څخه د خلکو تمه حداقل ته راټیتیږي.
په شرقي آلمان کې چې کله کمونیستي حکومت حاکم و، د هغې سیمې آلمانیانو ته د غربي آلمان د ژوند سبک یو آرمان و، ټول ورتښتېدل، تر څو چې لوی دیوار یې د برلین ښار تر منځ ودرولو تر څو د تېښتې بهیر ودروي ځکه خو وروسته ځوانانو هڅه کوله چې د سر په بیه د برلین له دېوار څخه واوړي تر څو خپل خیالي ژوند ته ورسیږي. هغې وخت کې حتی رسنیو ته هم دا اجازه نه ورکول کېده چې غربي ښارونه او د ژوند سبک خلکو ته وښیي. له همدې وجې په یوه دوره کې چې د شرقي آلمان حکومت د خلکو له نارضایتۍ ډېر په تنګ شول او فیصله یې وکړه چې یو څه د خلکو غوښتنو ته رسېدن...
نور ولوله
ټرمپ د افغانستان پر اوسني واکمنانو به فشارونه زيات کړي
ټرمپ وار دمخه خپله بريا اعلان کړه
نوموړي زياتې رأيې ترلاسه کړي او هم يې زياتې انتخاباتي حوزې ګټلي.
د ټرمپ بريا به ممکن د اکراين بې ځايه جګړې ته خاتمه ورکړي.
د منځني ختيځ يوې کلنې خونړۍ جګړې ته به هم توقف ورکړي.
د افغانستان پر اوسني واکمنانو به فشارونه زيات کړي.
بلکې پر چين، عرب، ايران، پاکستان او د اوروپايي ټولنې پر ټولو هېوادونو به اقتصادي فشارونه وارد کړي.
د نړۍ وړو وړو ظالمانو لپاره همداسي يو نړۍ وال بدمعاش پکار دى، لکه ټرمپ.
...
نور ولوله
ځینی اردوغان نه غواړي سوپر مېن غواړي
ځینی اردوغان نه غواړي سوپر مېن غواړي؛ همغه د هالیووډ فلمونو سوپر مېن چي په یوازي سر بشپړه نړۍ ژغورلی یا تباه کولی سي؛ حقائق باید درک کړو؛ له عرب دیکتاتورانو هم دا توقع او گیله نه لرو چي په سبا دي د مقدسي زمکي پر لور لښکري واستوي؛ خو دا خیانت هم د منلو نه دئ چي هغوی ته دي له سلاوو ډکي بېړۍ ولېږي او یا دې پر کلابند کولو توافق وکړي او یا دي ابراهیمي تړون ته دومره عجله وکړي... همدا د امت د زمري او د اتلانو د ویاند غوښتنه ده چي وايي موږ له تاسي هیڅ شی نه غواړو؛ حدِاقل زموږ دښمن خو مه قوي کوئ!
کلابندي سیمي ته بشري مرستي رسول د ټولو هېوادونو او په سر کې د عربانو مسؤلیت دئ... دا چي هغوی غافل او ډارن دي نو بیا پر دوهم گام چي د چا مسؤلیت جوړېږي؛ لکه ایران، ترکیه، یمن، عراق او... هغوی خپل د مأموریتو...
نور ولوله
آيا «اخوا نيان» کافران دي؟
د « عبدالرب ناصح » په نوم يو جناب عجب کفر غږوي ، دی ځان کټر سلفي ګڼي ؛ ځکه خو نه مذهب مني ، نه تنظيم مني او نه له سلفيانو پرته بله حلقه !! دا جناب وايي چې ؛ ( ح م ا س(
د اسلام لپاره جګړه نه کوي ؛ بلکې په روافضو پورې تړلی ګروپ دی ؛ مشر يې چيکوارا ته ورته سړی ؤ ؛ ځکه خو يې په مرګ بايد خواشيني نه شو !!
په بل ځای کې دا جناب پر ټولو اخوا نيانو چليپا را کاږي او په کفر يې متهموي !! ضمناً په دې هم خوشاله دی چې افغانستان کې
اخو اني احزاب مهار کړی شول ، که نه اوس به يې هم کفر (؟) ته دعوت چلاؤ !!
د نوموړي په آند په نړۍ کې يوازې داعشيان او په القاعده پوري تړلي وګړي واقعي مسلمانان دي او ب...
نور ولوله
پښتانه او ړوند قضاوت؛ له ډاکټر نجيب تر کرزي
پشتانه او ړوند قضاوت زما دی کتاب عنوان دی چه پړاو په پړاو به تاسو ته وړاندی شي هيله لرم چه خاطری مو پری درنی نه شي .
افغانستان دی ټولو ورونو قومونو ګډ کور دی.خو په دغه کور کی پښتانه دی مشر ورور حيثيت لري که پښتون آرامه وي نو ټول وطن کی به امن وي.که پښتون پاچا وي نو دی هيڅ قوم سره به ظلم نه کيږي.همدا سبب وو چه څلويشت کاله پښتون وژل کيدو دی پښتون کور ورانيدو پښتون له تعليم څخه بی برخه وو.وطن وران شو.
راځی پرته له کوم شخصي يا حزبي دشمنيو څخه يوه ژوره او بی پری څيړنه سره دی شواهدو وکړو چه تر ټولو زياد دی پښتون دی تباهی،بربادی،بی عزتی سبب څوک وو.
څوک وو چه دی پښتنو دشمنان يی پيژندل خو خپل ضمير يی خرڅ کړی وو او دی هغو تر څنګ ولاړ...
نور ولوله
ستر ظالمان هغه دي چې د اللّٰه تعالی د انحصاري واک او اختیار په دايره کې له ځانه خبرې کوي
الله تعالی په قرآن کریم کې ځای ځای هغه خلک ډېر ستر ظالمان بللي دي چې د اللّٰه تعالی د انحصاري واک او اختیار په دايره کې له ځانه خبرې کوي يعنې د يو چا په جهنمي کېدا حکم کولو، د اللّٰه تعالی په آدرس او پرته د قطعي دلايلو د يو کار پر خلکو لازمي کولو او يا په دين کې د حرامو د دایرې پراخولو او د حلالو او مستحباتو د دایرې راتنګولو کې بې پروايي کوي.
قرآن کریم د بېلګې په ډول اهل کتاب خصوصاً يهود د دې کار مرتکبين راپېژندلي دي او په همدې کارونو الله تعالی په آخرت کې د وعيدونو او عذابونو ژمنه ورسره کړې ده.
خو د تعجب ځای دا دی چې په همدې کارونو کې مونږ مسلمانانو په شعوري او لاشعوري بڼه د يهودو هاغسې تقليد پيل کړی دی، د کوم تقليد چې نبي علیه السلام په يو حديث کې يادونه...
نور ولوله
د جمهوريت د زوال لاملونه؛ طالبان دې د هغوی اشتباه نه تکراروي
غزل ترنم
سرباز د انګېـزې د شتون په صورت کې جنګېـدی شي، که مطمئین شي ، چې جګړه یې سپېڅلې ده ؛ مرګ یې د شهادت دی ؛ په مقابل لوري له دیني او اخلاقي پلوه برتري لري ؛ نو بیا به نه له مرګه وېـرېـږي اونه به له جنګه تېښته کوي ؛ خو که د جګړې په تقدس ناباوره وي ؛ مشران په فساد کې لتاړ وویني ، طبیعي ده چې ماته به خوري او وړوکی ټولګی به پرې غلبه مومي. تېـر نظام په لوی لاس له سربازه انګېـزه واخیسته ؛ بداخلاقه پېـغـلې یې پرې مسلطې کړې او/ یا یې د هغو کمونیستو جنرالانو داد ته وسپارل، چې هم په وطن معامله کوي ؛ هم په اسلام ؛ نه په تهذیب باور لري ؛ اونه عاطفه پېـژني !! د دې ډول نا سنجیده مدیریت پایله دا شوه چې د ټولو باد ووت ؛ ابۍ مړه ، تبه یې پرې شوه!!
...
نور ولوله
دا د اسلام او کفر جنگ دئ
دا د اسلام او کفر جنگ دئ؛ د آئیډیالوژیو ټکر دئ؛ د حق او باطل تر منځ تصادم دئ؛ دې ته مذهبي رنگ ورکول د هغو کار دئ چي قصرونو ته سجدې کوي؛ همغه چي د پېړۍ شرم ئې راووړ؛ همغه چي لومړۍ قبله ئې وپلورله...
لاندي تصویر کي څلور سره اتلان د مقدسي زمکي شـ.ـهداء دي؛ هر یوه ئې خپل تعهد سر ته ورسولی؛ پر خپله وعده ئې وفاء کړېده؛ پر خپل ځان ئې دین ته فوقیت ورکړی؛ ځان، مال، اولاد او هر څه ئې پر مقدسه داعیه قربان کړيدي... د الله دښمن ته ئې دښمن ویلي همدا ویاړ ئې بس دئ.
د فتنه خپروونکو خندوونکو دلائلو ته متوجه اوسئ! سعودي چي له ایران او بشار الاسد سره اړیکي عادي کوي، تعامل ورسره کوي او حمارالاسد ریاض ته راغواړي نو پر مدخلیانو (سلفیانو) مرگونی سکوت راسي؛ هغه سیاست او مصلحت دئ....
نور ولوله
پایان نزدیک است؛ نتنیاهو خدا را به چالش میکشد!
تمام گناهانی که ما انسانها مرتکب میشویم، در یک طرف قرار دارد و بیاحترامی به خدا در طرف دیگر! خداوند به گناهکار مهلت میدهد، تا جایی که گاهی مردم از صبر خداوند بر گناهکاران شگفتزده میشوند. اما هرگز نشنیدهام کسی که با خدا بیادبی کرده باشد، نجات پیدا کند! از نمرود تا فرعون، از قارون تا قوم عاد و ثمود، و قوم لوط نیز چندان دور نیستند. سنت خداوند در میان آفریدگانش این است؛ هرکس که به خدا بیاحترامی کند، خداوند قدرت خود را در او نمایان میکند!
دیروز نتنیاهو بیانیهای عجیب صادر کرد و گفت: حتی اگر خدا با آنها باشد، ما آنها را شکست خواهیم داد!
این همان نقطهای است که صبر خداوند بر مردم ب...
نور ولوله
دا ماشوم یتیم؛ ابراهیم یحیٰی سنوار (۱۱-کلن) دئ
هغه د خپل پلار لاره تعقیبوي؛ د مقدسي زمکي مقاومت همداسي خلکو ته په میراث پاته کېږي؛ له یاسینه بیا تر سنواره ټول له همدغسي محرومیتونو سره مخ ول؛ په همدغو ستونزو کي را ستر سويدي؛ خو دا تکلیفونه هغوی ته قوت وربخښي...
دا تنگ او تاریک تونلونه د دوی مدرسې دي؛ نظامي پوهنځایونه ئې دي؛ د سلاوو د جوړولو شرکتونه ئې دي؛ همدا د دوی مساجد او خانقاوي دي؛ همدلته دوی خاپوړي زده کوي او لکه پړانگان د خپل ښکارونو په تعقیب پسې را وځي... موږ ولیدل چي څنگه د مـ.رکاوا پر ځنځیرونو مایـ.ـنونه ږدي او څنگه له یو بل سره د دغو ویاړونو پر سر چنې وهي... موږ شاهد یو چي دوی څنگه د ډبرو له ویشتلو څخه د الیٰـ.ـسین ویشتلو ته ارتقاء وکړه؟ دا نظریه له نسلونو څخه نورو نسلونو ته انتقال سوېده؛ یو نوی امت تیار سوی دئ؛ د اردن، لبن...
نور ولوله
دا کوچنۍ ږيرو وال او د سترو ایمانونو خاوندان الله ته تر تاسي ډېر محبوب دي
نه په قطر کي وو او نه په مجللو قصرونو او هوټلونو کي؛ نه ئې په تونلونو کي د یرغمالو خوگانو تر شا پناه اخیستې وه او نه ئې د جوړجاړي فلسفه درلوده؛ باور وکړئ! که دا د سترو سترو چپنو، ورېښمینو چلتارونو او بګړۍ خاوندانو مدخلیانو پر مقدسه زمکه وجود درلودی؛ دوی به هلته هم تل ابـ/یب ته پر سجده پرېوتل لکه په خلیج کي چي دیکتاتورانو ته مجذوب دي.
دین تر هر څه وړاندي زړه ته کښته کېږي او بیا د تشکیل مرحلې ته ننوځي. دا کوچنۍ ږيرو وال او د سترو ایمانونو خاوندان الله ته تر تاسي ډېر محبوب دي. د دوی ژوند او مرگ دواړه پر همدې شاهدان دي.
...
نور ولوله
د مشر سنوار وصیت!
زه یحیٰی یم؛ د کـډوال زوی؛ چي پردیتوب ئې لنډمهاله وطن گرځولی او خوب ئې په ابدي مبارزه تبدیل کړی. زه دا توري کاږم او دا وخت زما د ژوند هره شېبه زما د سترگو په وړاندي پرته ده؛ په کوڅو کي مي تېر کړی ماشومتوب، بیا د زندانونو اوږده کلونه او بیا د وینو هر څاڅکی چي پر دې خاوره بهول سوی. زه د خان یونس په کمپ کي په ۱۹۶۲-م کال کي زېږېدلی یم؛ دا هغه زمانه وه چي زما هېواد یوازي یو یــاد وو چي تار تار ئې کړ؛ محضِ یو څو نقشې وې چي د سیاست پوهانو پر مېزونو په هــېر سوي حالت کي پرتې وې.
زه هغه سړی یم چي خپل ژوند مي د اور او سکـارو په منځ کي تېر کړ او ډېر پخوا مي دا درک کړه چي د غاصبانو په سایه کي د ژوند تېرولو معنٰی د تل لپاره په یوه زندان کي د اوسېدلو سره مترادف دئ. ما په ډېره کم عمرۍ کي دا درک کړې وه چ...
نور ولوله
د محترم حکمتيار وینا او ټینګار د فلسطین مطلق ازادی او د اسرایلو د ظلم مخنیوی اوغندل
سباؤن
د نړۍ استخباراتی شبکو چی کله درک کړه چی د اتحاد جماهیر شوروی ملا د حزب (اسلامی) لخوا ماته شوه نوپه سیستماتیک ډول په شکل داشکالو یی په داخلی اوخارجی کچه یی دحزب ا ا په حذف اومنزویتوب یي لاس پوری کړ ځکه ددی حزب په شتون کی ددوی وده اوګټی په خطر کی وی چی عمده لامل یی داسی وو
۱- کله چی دروسانو ماتې اوله افغانستانه دوتلو اراده وکړه په راولپینډی کی پاکستانی جنرالانو جلسه جوړه اودټولوتنظیمونو مشران یی په محکومیت شکل راټول کړل ترڅو دډیورنډ کرښی په رسمیت پیژندنی لاسلیک واخلی صرف جلسه کی حک متیارصاحب حضورنه درلود دتنظیمونو دلاسلیک اوفیصلی نه کولو ته دحکمتیار ترراتګ اوپه جلسه دګډون بهانه جوړه شوه اوجلسه دحک متیارترراتګ وځن...
نور ولوله
افغانستان کې دوه لسیزې جمهوریت (!)
په افغانستان کې د ماډرنیزم د تجاربو په اوږدو کې تر ټولو ځانګړې تجربه د تېر جمهوریت ده چې تر ننه پورې چا جدي څه ورباندې ندي لیکلي، تر اوسه یې تصویر ډېر تور او سپین ښکاري او تر ډېره پورې یې قضاوت ته یو څه وخت هم شته خو څو ټکي یې په هکله لیکلی شو.
دا دوره د افغانانو د بې مضمونۍ دوره ده، خپله اجنډا د هېڅ چا سره نه وه، لویه دعوا هم د یو قوم تر حدودو پورته نه تله، دلته هر څه افغانانو ته نا پېژانده او مبهم و، هر څه د افغانانو تر سویې جګ و، هېڅ چا مشخص لوری پکې نه درلود او نه یې د لوري ټاکلو وړتیا درلوده.
له ط.البانو وروسته هېڅ داسې سیاسي بهیرونه افغانستان کې و نه غوړېدل چې د بېارغونې او پرمختګ داعیه ولري، هېڅ داسې بهیرونه پیدا نشول چې د قانون د حاکمیت ملاتړ وکړي...
نور ولوله
