No-IMG

افغانستان کې دوه لسیزې جمهوریت (!)

په افغانستان کې د ماډرنیزم د تجاربو په اوږدو کې تر ټولو ځانګړې تجربه د تېر جمهوریت ده چې تر ننه پورې چا جدي څه ورباندې ندي لیکلي، تر اوسه یې تصویر ډېر تور او سپین ښکاري او تر ډېره پورې یې قضاوت ته یو څه وخت هم شته خو څو ټکي یې په هکله لیکلی شو.

دا دوره د افغانانو د بې مضمونۍ دوره ده، خپله اجنډا د هېڅ چا سره نه وه، لویه دعوا هم د یو قوم تر حدودو پورته نه تله، دلته هر څه افغانانو ته نا پېژانده او مبهم و، هر څه د افغانانو تر سویې جګ و، هېڅ چا مشخص لوری پکې نه درلود او نه یې د لوري ټاکلو وړتیا درلوده.

له ط.البانو وروسته هېڅ داسې سیاسي بهیرونه افغانستان کې و نه غوړېدل چې د بېارغونې او پرمختګ داعیه ولري، هېڅ داسې بهیرونه پیدا نشول چې د قانون د حاکمیت ملاتړ وکړي، حتی داسې کوم بهیرونه مو هم و نه لیدل چې د مفتې ډیموکراسۍ پلوی وکړي. جمهوریت شل کلن شوی و، یو قومي بدمعاش د هېواد د ملي ځواکونو الوتکه وغورځوه، قومیان یې راټول شول ترې ننګه یې وکړه، د هېواد ستر قانونپوه یې تضمین وکړ.

داسې حالت و لکه ټول چې نشه وي او هر یو په هره خوا روان وي. په دې دوره کې پخواني چپیان، أخواني مج.اهدین،  قومي ټیکه داران، غربي لیبرالان، ټول یو له بل سره ګډ شول، د هېڅ چا اصلي څېره نښکارېده، سیاست پدې دوره کې په روزمرګۍ اخته شو، د هر چا لوری هره ورځ بدلېدو، ګټو، پیسو او تور سیاست هر ارزښت تر پښو لاندې کوی شو. ځکه سخته ده چې دا دوره دې د یوه لقب لاندې ونومول شي. دا نه اسلامي و، نه جمهوري و، نه شاهي و، نه مشروطه و، د افغاني ټولنې د فکري لالهاندۍ تفاله وه.

دې دورې نه له تېر څخه درس اخیستی و او نه یې راتلونکي ته لیدلوری درلود. نه یې په ماضي کې بېخ درلود او نه راتلونکي ته ارمان. سره له دې چې ځوان نسل پدې دوره کې ښه  ځان ورسولو خو دا چې هېڅ فکري مربي یې نه درلود، ځوانان هم پکې ککړ شړل، د منصب لپاره یې ځانونه ډېر خوار کړل او ککړو سیاستوالو د خپلو ګټو ټوپک د دوی په اوږو کېښود.

سره له دې چې په دې دوره کې د هر شي امکانات افغانستان ته راغلل خو دا چې په هېواد کې د ننه د هاضمې سېسټم ناجوړ و، هېواد په سخته نس ناستې اخته شو او کوما ته لاړ.

جالبه دا ده چې اوس هم هغه دوره او هغه کسان پلویان لري!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک