خلک ټاکنې کوي، موږ یوازې ښونځی غواړو
نن په امرېکې کې د ټاکنو ورځ ده. د نړۍ حالات داسې دي چې نن دا ټاکنې د بشر د تاریخ لوری ټاکي. خو بله خوا په افغانستان کې ورځ تر بلې له حکومت څخه د خلکو تمه حداقل ته راټیتیږي.
په شرقي آلمان کې چې کله کمونیستي حکومت حاکم و، د هغې سیمې آلمانیانو ته د غربي آلمان د ژوند سبک یو آرمان و، ټول ورتښتېدل، تر څو چې لوی دیوار یې د برلین ښار تر منځ ودرولو تر څو د تېښتې بهیر ودروي ځکه خو وروسته ځوانانو هڅه کوله چې د سر په بیه د برلین له دېوار څخه واوړي تر څو خپل خیالي ژوند ته ورسیږي. هغې وخت کې حتی رسنیو ته هم دا اجازه نه ورکول کېده چې غربي ښارونه او د ژوند سبک خلکو ته وښیي. له همدې وجې په یوه دوره کې چې د شرقي آلمان حکومت د خلکو له نارضایتۍ ډېر په تنګ شول او فیصله یې وکړه چې یو څه د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وکړي نو کمونیستي حکومت زرګونه جین پتلونونه راوارد کړل او په بازار کې یې خلکو ته لېلام کړل. خلکو جین پتلونونه په دوه درۍ ورځو کې له بازاره چور کړل. دا نو د شرقي آلمان د ځوانانو تر ټوله رنګینه ورځ او د حکومت ستره پېرزوینه وه!
د هغې تیاره دورې اثرات ویل کیږي چې تر ننه د هغه خلکو په ټولنه او فرهنګ باندې پروت دی او تر ننه غربي آلمانیان ورته د حقارت په سترګه ګوري. آن په شرقي آلمان کې زیږېدلې د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مرکل له دې پېغورونو څخه خلاصه نه وه!
زموږ کیسه هم همداسې شوې. خلک ټاکنې کوي، موږ یوازې ښونځی غواړو. خلک سیالۍ کوي، موږ یوازې اساسي قانون غواړو. خلک د نړۍ برخلیک ټاکي، موږ لا اوس هم د فقهې په زړو کتابونو کې د تلویزیون او مبایل احکام لټوو! دا ټول پرېږدئ، د خلکو ارمان دی چې خپل واکمن وګوري چې دا څه وړ مخلوق دی؟! خو دا هېڅ یو ممکن کار ندی!
معلومه نده چې د روان وضعیت له تداوم سره به زموږ اوسنی نسل د حقارت څومره لوی پیټی په راتلونکي کې د رقیبانو د سترګو په وړاندې په خپلو اوږو حمل کړي.
