آيا «اخوا نيان» کافران دي؟
د « عبدالرب ناصح » په نوم يو جناب عجب کفر غږوي ، دی ځان کټر سلفي ګڼي ؛ ځکه خو نه مذهب مني ، نه تنظيم مني او نه له سلفيانو پرته بله حلقه !! دا جناب وايي چې ؛ ( ح م ا س(
د اسلام لپاره جګړه نه کوي ؛ بلکې په روافضو پورې تړلی ګروپ دی ؛ مشر يې چيکوارا ته ورته سړی ؤ ؛ ځکه خو يې په مرګ بايد خواشيني نه شو !!
په بل ځای کې دا جناب پر ټولو اخوا نيانو چليپا را کاږي او په کفر يې متهموي !! ضمناً په دې هم خوشاله دی چې افغانستان کې
اخو اني احزاب مهار کړی شول ، که نه اوس به يې هم کفر (؟) ته دعوت چلاؤ !!
د نوموړي په آند په نړۍ کې يوازې داعشيان او په القاعده پوري تړلي وګړي واقعي مسلمانان دي او بس !!
له دې معلومېږي چې نوموړی يو تکفيری داعشی دی ؛ ځکه بې بريکه پر مسلمانانو د کفر فتوا صادروي !!
دا جناب ، شهيد عبدالله عزام ، استاد ياسر او اسامه د سلفيانو اړوند خلک ګڼي او په مجاهدت يې مباهات کوي !!
زه په داسې حال کې چې هر مسلمان ته درناوی لرم او د مسلمانانو ترمنځ په هيڅ ډول اختلاف باور نه لرم ؛ دې جناب ته څو ټکي د يادونې وړ ګڼم :
۱ - جناب ناصح صيب ! اخوانيان هغه سازمان دی چی له دوهم نړيوال جنګ سره سم يې د مسلمانانو د بيدارۍ او فلسطين د استقلال لپاره په مبارزه لاس پورې کړی ، دوی د همدغه سپېڅلي هدف په جرم د ښکېلاک او د هغوی د تالۍ څټو لخوا تر تعقيب لاندې نيول شوي او ډېری يې په دار ځړول شوي دي !!
د دوی په مرګ نه استعمار صرفه کړې اونه په استعمار پورې منسلکو ډلو ټپلو !!
د هغوی اضمحلال د ټول استعمار يو آرمان ، لا چې يو پلان دی ؛ ځکه خو نه په مصر کې صرفه پرې وشوه او نه د منځني ختيځ په نورو هېوادونو کې !! دردناکه داده چې د هغوی په وژنو کې عرب چلتاريانو او ستا په څېر تکفيريانو لس برابره تر استعمار چټک رول لوبولی دی !! په مصر کې چې مرسي او د هغه ملګري وژل کېدل ، آل سعود يې په خوشالۍ کې له سيسي سره ديارلس ميليونه ډالره مرسته وکړه او د وژلو فتوا يې هم هغه چا ورکړه چې آل سعود تغذيه کول او ځانونو ته يې ستا په څېر کټر سلفيان ويل !! د ( يحيا سنوار ) د شهادت په ورځ هم عرب چلتاريانو د بربنډې ښکلا سيالۍ ته ورته لوبه لرله ، نه يې غمرازي پرې وکړه او نه يې د ښځو د بربنډو سياليو لوبه په تعویق کې واچوله !! عجيبه ده چې ستا د شيخانو په آند ( مرسي ) او زرګونه ملګري يې د وژلو وړ خلک وو ؛ خو سيسي مسلمان او د حمايت وړ !! ستا د ملګرو دا يوه ستونزه نه ده ؛ بلکې په ټوله نړۍ کې مو د مسلمان او کافر په جګړه کې مسلمان د شا لخوا په خنجر وهلی !!
په « ايمان مسجد » چې چا حمله وکړه ، هغه هم ستاسې تکفيري ملګري وو چې له کمونيست رحمانوف نه يې د( جهاد ) د يو ستر( سالار ) او د زرګونو مسلمانانو وژلو ته ترجيح ورکړه !! ياد انتحاريان ستا د هغو حامي عرب شيخانو ځري وو چې افغان جهاد يې د شورويانو او مشرکانو ترمنځ جنګ باله !! په افغان جهاد کې ستونزه له همغه مهاله را پيدا شوه چې چلتاريانو لاسونه را و غځول او دلته يې د ځانونو په څېر تکفيريان وروزل !! د دغو تکفيريانو رول په جمهوريت کې هم دا ؤ چې جوماتونه په بمونو والوزوي ، په لمانځه ولاړ مسلمانان ووژني ، ملا امامان په شهادت ورسوي او د شيعه ګانو په تکيه خانو کې د فتنې را ولاړولو لپاره چاودنې وکړي !! دوی نه يو کمونيست وواژه او نه د اسلام يو ستر دښمن ؛ بلکې هغه څوک يې ووژل چې زرګونه خلک يې په مدار څرخېدل او ښکېلاکي هېوادونو يې د وژلو لپاره بلا پلانونه په کار اچولي وو !! په هغه ورځ چې سينوار وژل شوی ؤ ، پر جناب
« ناصح » باندې اختر ؤ او تر يهودو زيات پرې خوشاله ؤ !!
( سيدقطب شهيد ) وايي ؛ د حسن البنا د شهادت په ورځ په امريکا کې د خوشالۍ نغمې غږول کېدې ؛ مايې لاملونه له يو لوړ پوړي چارواکي و پوښتل ؟
راته و يې ويل : « نن د امر يکا يو لوی دښمن
( حسن البنا ) وژل شوی دی !! » هغه زياتوي چې له هغه نه وروسته ما سره دا فکر پيدا شو چې ؛ بايد له دې خلکو سره يو ځای شم .
دا جنابان دا فکر هم نه کوي چې د کوم ( مسلمان ) په مرګ چې استعمار خوشاله کېږي او په خوشالۍ کې يې سندرې وايي ، يو شخصيت به وي او موجوديت به يې د مسلمانانو لپاره سودمن .
۲ - دوهمه خبره داده چې د افغانستان احزاب ( چې ته يې په اخوانيانو پورې تړلي ګڼې ) کافران نه ؛ بلکې مسلمانان او د جهاد بنسټ ایښودونکي دي ، هغوی دلته د سره ښکېلاک خلاف يو عظيم الشان انقلاب رامنځته کړ چې په پايله کې يې يوه لويه امپراتورۍ دړې وړې شوه ؛ الکساندر مايوروف وايي چې : دافغانانو اسلامي انقلاب د يو لوی ماين په څېر سره سترواکمنۍ والوزوله!!
په دې سربېره دلته د کمونيزم فلسفه ختمه شوه ؛ په ملت کې د جهاد فريضه را ژوندۍ شوه ؛ افغانانو شهيد او غازي پيدا کړ ... او ددې ټولو تهداب ستا په اصطلاح اخوانيانو کېښود ، آيا ستا ايمان اجازه درکوي چې په دومره سترو سترو افتخاراتو يې اغماض وکړې ؟
آيا څوک په کفر کې دومره سترې قربانۍ ته ملا تړلی شي ؟
ته بايد پوه شې چې دا اخوانيان وو چې له توپيرونو پرته يې افغان قوم ته د مبارزې لاره ترسيم کړه ؛ نه په محدويتونو باورمند وو او نه د مسلمانانو تر منځ په سرو کرښو .
دلته چې اوس هم د چا راج دی ، ډېری يې په اخوانيانو پوري د تړليو پلرونو اولادونه دي ؛ مولوي صيب جلال الدين حقاني ، شهيد مولوي منصور ، زموږ د کورنۍ نيږدې مشر مولوي صيب خالص ، مولوي صيب محمد نبي محمدي ، مولوي جميل الرحمن ، د کنړ مولوي رباني ، استاد ياسر ، مولنا کشاف او دا ډول په سلګونو کدرونه د همدغو اخوانيانو په ترکيب کې شامل خلک وو ، ځينې يې د اجرائېې غړي او ځينې يې په نورو اهمو دندو گمارل شوي وو ، اسلامي نهضت د ټولو شريک کور ؤ ، نه يې ترمنځ اختلاف ؤ او نه يې ستا په څېر په يو بل د کفر فتواوې صادرې کړې !! ستا يا ستا د مشرانو به په ياد وي چې مرحوم مولوي محمد نبي محمدي په کوټه کې مُلا امام ؤ ، دوه زامن يې په تورخم کې نيول شوي وو ، د « اسلامي نهضت له مشره » يې مرسته و غوښتله ... ، هغه ورته وويل :
دا وړه موضوع ده ، زما او استاد رباني ترمنځ اختلاف دی ؛ راځه تابه د مشر په توګه وټاکو ، حزب او جمعيت به په حرکت انقلاب اسلامي کې سره يو ځای کړو ... ، همداسې يې وکړل ، مولوي صيب يې خپل مشر و ټاکه ... هلته دا خبره نه وه چې د جهاد پخواني مشران اخوانيان دي ؛ خو مولوي محمد نبي اخوا نی نه دی ، هلته ټول د مسلمانانو او مجاهدينو په توګه مطرح ول ، سرې کرښې يې هغه وخت ترمنځ را پيدا شوې چې ځينې يې په استعمار پورې تړليو عربانو تطميع کړل ، چا مذهب ورته پرېښود ، او چا له اسلامي نهضت نه د بېلتون لاره و نيوله !! په عربانو سربېره يو شمېر پاکستاني ملايانو هم دا جفا وکړه او د مولوي محمد نبي په شمول يې يو شمېر ملايان له اسلامي تحريک نه را بېل کړل !!
۳ - درېيمه خبره دا ده چې عبدالله عزام اخوانی ؤ ، او له دې نه ډېر لوړ چې ستا په څېر تکفيري سلفيانو کې محدود شي ، هغه له ټولو جهادي ګوندونو سره ښه اړيکي لرل ، عرب مجاهدينو ته يې توصيه دا وه چې افغانستان کې د حنفي مذهب مطابق عمل وکړي ، نه دا چې محدويتونو او فرعي اختلافاتو ته لمن ووهي ، د هغه نظر دا ؤ چې د مسلمانانو ترمنځ اتحاد فرض دی ؛ خو فرعي اختلافات نه سنت دي او نه ثواب !! هغه ستا په څېر تکفيری نه ؤ چې د اخوانيا نو په مرګ کې جنتونه ولټوي . ضمناً عبدالله عزام ( شهيد ) دلته د هغه چا په څنګ کې د جهاد فريضه ترسره کړه چې تاسې يې اخوانيان بولئ او د مرګ لپاره يې د کفارو په څېر پلانونه جوړوئ !!
دې موضوع ته پرکتو تاسې د هغه له نوم نه سؤ استفاده مه کوئ او مه د هغه په نوم افتخار کوئ ، عبدالله عزام په هيڅ توګه ستاسې وياړ نه دی ، که هغه ستاسې سړی وای ؛ نو بيا به ستاسې په څېر په مولوي جميل الرحمن پورې محدود پاته شوی ؤ او نور تنظيمونه به يې ستا په څېر مباح الدم بللي وو !!
عبدالله عزام شهيد ته ټول مجاهدين ګران وو ؛ خو د اسلامي نهضت د « مشر » په اړه يې وينا دا وه چې ؛ هغه د امت لپاره رحمت دی او د ( جهاد ) فریضه د هغه په لاس را ژوندۍ شوې ده ...
استاد ياسر او نور کسان چې ته يې خپل اتلان گڼې ، ټول د همغو خلکو په لمنه کې را لوی شوي چې ته يې مردود اخوانيان ګڼې ، سلفيان به وي ، خو ستا په څېر تکفيريان او په سلفيزم کې محدود نه ؛ ځکه خو يې د ژوند وروستۍ مرحله له مرحوم ( محمد د ع مر م جا هد ) سره تېره کړه .
۴ - ته وايې چې ا خوانيان دين نه لري !! زه منم چې هغوی هغه دين نه لري چې تاسې پرې باور لرئ ، هغوی نه په چا د کفر فتوا صادروي ، نه په جوماتونو کې چاودنې روا ګڼي ، نه ژوندي خلک په اور سېځي ، نه يو انسان ژوندی تر خاورو لاندې کوي ، نه مذهبيانو ته مشرکان وايي ، او نه يې ستاسې په څېر سرې ټاپې په جيب کې دي ؛ هغوی مترقي او پرمخ تللی اسلام غواړي ، هغوی د ساينس او قرآن ترمنځ په تلفيق باورمند دي او داسې اسلام غواړي چې د سياست او اسلام لاره يې يوه وي ؛ ځکه خو په ټول منځني ختيځ کې يوازې هغوی په نښه کېږي !! که هغوی د چلتاريانو په دين وای ، بيا به هيڅ طاغوت د هغوی خلاف عمل نه ؤ کړی او ستا غوندې به د عرب شيخانو داد ته ناست وو
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
ناصح رواني ستونزي لري؛ یو خو ئې شخصیت مستعار دئ؛ نه پوهېږو ددې پروفایل ترشا کوم التکرونیکي مچ ناست دئ... تل منفي چټیات نشروي... دوی الله په خپل نوي شهزاده وشرمول اوس د نورو له سپکاوي پرته بله اجنډا نلري؛ د پېړۍ سودا همدوی وکړه... داسي کسان اصلاً په بحث ځکه نه ارزي چي د معتبر سړي په بحث سره دا بې شخصیته خلک وجود پیدا کوي...
