ستر ظالمان هغه دي چې د اللّٰه تعالی د انحصاري واک او اختیار په دايره کې له ځانه خبرې کوي
الله تعالی په قرآن کریم کې ځای ځای هغه خلک ډېر ستر ظالمان بللي دي چې د اللّٰه تعالی د انحصاري واک او اختیار په دايره کې له ځانه خبرې کوي يعنې د يو چا په جهنمي کېدا حکم کولو، د اللّٰه تعالی په آدرس او پرته د قطعي دلايلو د يو کار پر خلکو لازمي کولو او يا په دين کې د حرامو د دایرې پراخولو او د حلالو او مستحباتو د دایرې راتنګولو کې بې پروايي کوي.
قرآن کریم د بېلګې په ډول اهل کتاب خصوصاً يهود د دې کار مرتکبين راپېژندلي دي او په همدې کارونو الله تعالی په آخرت کې د وعيدونو او عذابونو ژمنه ورسره کړې ده.
خو د تعجب ځای دا دی چې په همدې کارونو کې مونږ مسلمانانو په شعوري او لاشعوري بڼه د يهودو هاغسې تقليد پيل کړی دی، د کوم تقليد چې نبي علیه السلام په يو حديث کې يادونه کړې او فرمايلي وو چې تاسو به يې په دې اندازه تقليد کوئ چې حتی که دوی د يوې سمسارې يا د خادمۍ سوړې ته ننوځي نو تاسو به دا کار هم کوئ.
زه فکر کوم په مجموع کې مونږ مسلمانانو همدا اوس لکه د يهودو له صحیح دين نه په انحرافي مسير ډېر اوږد مزل کړی دی او ډېر وړاندې په کې تللي يو.
هدانا اللّٰه جميعاً
مونږ
له_بلې_زاويې
