ځینی اردوغان نه غواړي سوپر مېن غواړي
ځینی اردوغان نه غواړي سوپر مېن غواړي؛ همغه د هالیووډ فلمونو سوپر مېن چي په یوازي سر بشپړه نړۍ ژغورلی یا تباه کولی سي؛ حقائق باید درک کړو؛ له عرب دیکتاتورانو هم دا توقع او گیله نه لرو چي په سبا دي د مقدسي زمکي پر لور لښکري واستوي؛ خو دا خیانت هم د منلو نه دئ چي هغوی ته دي له سلاوو ډکي بېړۍ ولېږي او یا دې پر کلابند کولو توافق وکړي او یا دي ابراهیمي تړون ته دومره عجله وکړي... همدا د امت د زمري او د اتلانو د ویاند غوښتنه ده چي وايي موږ له تاسي هیڅ شی نه غواړو؛ حدِاقل زموږ دښمن خو مه قوي کوئ!
کلابندي سیمي ته بشري مرستي رسول د ټولو هېوادونو او په سر کې د عربانو مسؤلیت دئ... دا چي هغوی غافل او ډارن دي نو بیا پر دوهم گام چي د چا مسؤلیت جوړېږي؛ لکه ایران، ترکیه، یمن، عراق او... هغوی خپل د مأموریتونو حدِاقل یوه برخه خو سرته ورسولې ده... د بشري مرستو ۱۹% سلنه ئې یوازي له ترکیې څخه راځي؛ تر ټولو ستر لاریونونه تر یمن وروسته په ترکیه کي را غونډ کېږي... پر نړئوال سټېج دا قضیه تر ټولو زیاته د همدوی لخوا شاربل کېږي... ایران او شیعي تنظیمونو خو بیخي ځانونه د شخړي طرف وگرځولي...
حتماً به کمزورۍ وي، محدودیتونه به وي، د نړۍ وضعیت څرگند دئ، د مسلمان حیثیت ښکاره دئ چي په دفاعي حالت کي دئ؛ په داسي وخت کي لویي گیلې هغه څوک کوي چي له وضعیت څخه بېخبره وي... یوه جدي پوښتنه دا هم ده چي موږ د یوه مسلمان ملت په صفت څه کړيدي؟! که همدا یادونه بس ده چي موږ فقیر او بې وسه یو او نور نو مسؤلیت ساقط سو. دا یوه جدي پوښتنه ده. تاریخ به دا یاد ساتي چي موږ په حقوقي میدان کي هم د هغوی ملاتړ ونکړ... پر نړئوال سټېج خو خپله هم د فعالیت حق نه لرو.
