No-IMG

دا د اسلام او کفر جنگ دئ

دا د اسلام او کفر جنگ دئ؛ د آئیډیالوژیو ټکر دئ؛ د حق او باطل تر منځ تصادم دئ؛ دې ته مذهبي رنگ ورکول د هغو کار دئ چي قصرونو ته سجدې کوي؛ همغه چي د پېړۍ شرم ئې راووړ؛ همغه چي لومړۍ قبله ئې وپلورله...

لاندي تصویر کي څلور سره اتلان د مقدسي زمکي شـ.ـهداء دي؛ هر یوه ئې خپل تعهد سر ته ورسولی؛ پر خپله وعده ئې وفاء کړېده؛ پر خپل ځان ئې دین ته فوقیت ورکړی؛ ځان، مال، اولاد او هر څه ئې پر مقدسه داعیه قربان کړيدي... د الله دښمن ته ئې دښمن ویلي همدا ویاړ ئې بس دئ.

د فتنه خپروونکو خندوونکو دلائلو ته متوجه اوسئ! سعودي چي له ایران او بشار الاسد سره اړیکي عادي کوي، تعامل ورسره کوي او حمارالاسد ریاض ته راغواړي نو پر مدخلیانو (سلفیانو) مرگونی سکوت راسي؛ هغه سیاست او مصلحت دئ. خو همغه موقف که د اخوان وو (که څه هم اخوانیان د اسد ضد دي او پر هغوی ئې د مرسي د حکومت پر وخت د جهـ.ـاد رسمي فتوی ورکړېده او د سعودي ځیني علماء د همغې فتوی په سزا تر ننه بندیان دي.) نو دا کار بیا دوی بدعت گڼي. اخوانیان که اقتدار تر لاسه کړي هغوی خارجیان وي خو خپله د هغو دیکتاتورانو قصرونو ته پر سجدو پراته دي چي له دوی څخه ئې لومړۍ قبله وپلورله...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک