ليکنې
ټاپي پروژه؛ ځغلنده کتنه!
شير خان
ټاپي پروژه (TAPI) د یو ستراتیژیک نل لیکي پروژه ده چي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، او هند ترمنځ د طبیعي ګازو انتقال لپاره پلان شوې ده. دا پروژه په ۱۹۹۰مو کلونو کي پیل شوه، خو په رسمي توګه یي تړون په ۲۰۱۰ کال کې د یادو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شو. د ټاپي پروژې موخه د ترکمنستان له "ګالکینیش" ګاز میدان څخه ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسول دي.
د ټاپي پروژې شالید:
د ټاپي پروژې په اړه لومړی نظر په لومړي ځل په ۱۹۹۵ کال کي وړاندي شو کله چي ترکمنستان د خپلو پراخو طبیعي ګازو زېرمو ته د نړیوالو بازارونو د موندلو هڅي پیل کړې.
نړیوال ملاتړ...
نور ولوله
کابل - کندهار لویه لاره؛ د ټېکه دارانو وژونکي تلَـکي
تېره ورځ له کابله کندهار ته تلم؛ مازدیگر څلور بجې روان سوم او د شپې درې نیمي بجې کندهار ته ورسېدم؛ د لاري په خطرناکو ماتو سویو پُلـچکانو کي مي په خپلو سترگو درې موټران لوېدلي ولیدل؛ یو سور رنگی فلډر وو، بل بای فور او یو بل موټر چي شپه وه او سم مي ونه ليدی؛ تر دې وړاندي مي په کابل کي د گڼ شمېر ورته پېښو په اړه واورېدل... دا د بې پرواهۍ، غیرِ مسلکي توب او غفلت انتهاء ده... دلته د هغو لویو موټرانو یادونه نه کوم چي یا به پنچر سوي او یا به هم په خَـټو کي بند سوي ول؛ ځکه هغه بیا هم د توجیه وړ کېدلی سي.
که دا نیوکه وکړو چي ولي ټوله لار له منځه یووړل سوه او یوازي پر محدودو ساحو کار شروع دئ په داسي حال کي چي مَنـی او ورپسې ژمی او اوبه راورسېدلې؟! بیا به مسافر او موټران په ورځو ورځو په خاورو خټو کي...
نور ولوله
د جهل او علم ترمینځ پرتله!!
روح الله نجم
1 - جهل + فقر = جرمونه
2 - جهل + شتمني = فساد
3 - جهل + ازادي = ګډوډي
4 - جهل + واکمني = استبداد
5 - جهل + دين = ګمراهي
خو کله چې د جهل پر ځای علم راشي،
ګورو چې څومره تغیر رامینځته کېږي
1 - علم + فقر = قناعت
2 - علم + شتمني = نو...
نور ولوله
اجتماع و تصوف
فاعتبروا یا اولی الابصار
(اجتماع و تصوف).
اگر بخواهید در جوامع اسلامی ادبیات را محو کنید،کفایت میکند که تصوف را محو کنید.
عواطف باقیمانده در میان مسلمانان در جوامع اسلامی مدیون تصوف است.
قسمت عمدهء حکایات،قسمت اعظم دواوین شعر اعم از رثاء وغزل،حتی حفظ هویت ملیت ها در درون ملت اسلامیه،ذی ربط به تصوف است.
اگر این تراث عظیم از میان جوامع مسلمان رخت بندد در بابت انتساب به علوم اسلامی چیزی جز فقر علمی باقی نمیماند، وعالم مسلمان دست آوردی جز جلاّدی بیش نخواهد داشت،و طالب العلم مسلمان جز موجود عقده مند وخشکی بیش نخواهد بود و درسی جز ترک عقل و رد حکمت نخواهد آموخت...
نور ولوله
صحرا شمال آفریقا دوباره پر آب می گردد
در ماه جاری، صحرا شمال آفریقا که خشک ترین منطقه کره زمین شمرده میشود، ۵ برابر از حالت نورمال بارندگی دریافت می کند. دانشمندان اخیرا” دریافته اند که ساحه فشار اتموسفیری بلند صحرا شمال آفریقا که باعث میشود امواج بارشی به این منطقه نرسد در حال تغیر است. به اساس تحقیقات که سناریو های مختلف تغیرات اقلیم در آن در نظر گرفته شده است، نشان می دهد که صحرا شمال آفریقا تا سال ۲۱۰۰ حداقل دو برابر از زمان فعلی باران دریافت خواهد کرد.
تغیرات اقلیم شگفتی های عجیب را در جریانات جوی و ساحات فشار اتموسفیری وارد می کند که می تواند یک منطقه را از نظر آب و هوا کاملا” دگرگون سازد.
در نقشه پایین ساحات به رنگ آبی نشان دهنده صحرا شمال افریقاست که تا ۵ ...
نور ولوله
هر کله چې مشر د خطاء نه پاک او مقدس وبلل شي، بيا خطاګانې نسلونو ته منتقل کيږي
مشران د مقدس پر ځای محترم بلل پکار دي،
دا هغوئ سره هم مرسته ده او ورسره رعيت سره هم مرسته ده .
مشرانو باندې د تنقيد په نامه بې احترامي يا ذاتي بغض پالل منافقت دی، په دې کارونو د مشرانو اصلاح نه کيږي، اسې په عوامو کې انډوخر جوړيږي .
د يو مشر لپاره تر ټولو بدترين دښمن هغه مشاور وي چې د خپل قربت لپاره يي د مشر سترګې پټې کړې او له حقيقته يې لرې ساتلی وي.
يو بهترين مشر هغه وي چې تنقيد وتللی شي او ضد ونه نيسي چې زما ماتحت ولې دا بې ادبي وکړه، بلکه حقيقت درک کونکی وي .
مشاورين بايد بې خاندانه، حاسد، بې علمه، بداخلاقه، شان او شوکت خوښونکي، شهرت طلبه، غوړ مزاجه نه وي، بلکه متواضع، عمر...
نور ولوله
حِلف الفضول (د مخورو تړون) څه و؟
له اسلامه مخکې مکې ته یو کس د تجارت مال راوړی و تر څو ویې پلوري، پدې کې یو زورور د عاص بن وائل په نوم له دې سړي نه مال واخیست خو پیسې یې ورنکړې. مظلوم سړي ډېرې دروازې وټکولې چا یې غږ وانورېد. په سبا سهار یې په کعبه کې چیغه کړه او له خلکو یې مدد وغوښت، پدې کې زبیر بن عبالمطلب جګ شو چې دا څه وایي؟ هماغه و چې بني هاشم، بني زهره او بنی تیم د عبدالله بن جدعان تیمي* په کور کې سره راټول شول، دوی دا ژمنه سره وکړه چې موږ به له هر ظالم نه د مظلوم حق اخلو او څوک به نه پرېږدو چې د چا حق وخوري.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وخت کې لا په نبوت نه و مبعوث شوی خو د دې تړون شاهد او غړی و. دوی د هغه مظلوم حق واخیست او پس له هغې چا جرئت ونکړ چې د چا حق وخوري.
کلون...
نور ولوله
امام بخاری څه ډول وفات شو؟
امام بخاري د ژوند په اخرنۍ حصه کي د اسلامي نړۍ مشرقی حکمرانانو او درباري ملايانو لخوا د سخت ظلم او ستم سره مخامخ شو په ځانګړی ډول ، نيشاپور ، بخارا او سمرقند.
د څو لاملونو له امله!
حکمرانانو او درباري ملايانو سره اختلاف
په محلونو کي د امراوو اولادونو ته له درس څخه انکار
ځينو حکمرانانو او ملايانو د هغه د شهرت او سيرت له امله بغض او کينه درلوده
کله چي امام خپل عمر 62 کلني ته ورسید د نيشاپور حاکم خبر ورکړ چې نيشاپور زر تر زره خوشي کړي او په هغه يي تور پوري کړ چې خلک او حکومت هغه نه خوښوي او ناپسنديده شخصيت دي.
امام نيشاپور پريښود او خپل آبايي ښار بخارا ته پر تللو مجبور شو ، د ښار په دروازو کي خلکو...
نور ولوله
د آزاد او غلام انسان تر منځ توپير
د ابن خلدون رحمه الله (د اسلامي نړۍ مشهور تاريخپوه) د نظر او تجربې پر بنسټ او له دغې تجربې په الهام بايد ووايم چې آزاد او خپلواک انسان هغه دی چې د اشخاصو پېژندلو لپاره د هغوی آراء او افکار تجزيه او پرتله کوي او غلام انسان هغه وي چې د افکارو او آراو په پرتله ورته اشخاص مهم وي، يعنې غلام انسان خپل ذهنيت داسې عيار کړی وي چې په نتيجه کې دی په خپل ځان کاملاً بېباوره کېږي، په تدريجي ډول داسې شي چې فکر کوي حتی سطحي، اسانه او ساده مسائل هم د ده د درک او تحليل له توانه پورته دي، په همدې سبب دی بيا د افکارو په نسبت هغو اشخاصو ته ډېر اعتبار ورکوي چې د ده په ټولنه کې اغېزمن او مطرح وي.
آزاد_او_غلام_انسان
له_بلې_زاويې
...
نور ولوله
آیا د امر بالمعروف پر قانون نیوکه په اسلام نیوکه ده؟
په وروستیو کې چې د امر بالمعروف قانون د فرمان په وسیله نافذ شو، د ط د ویاند له قوله وویل شول چې که څوک پدې قانون نیوکه وکړي، دا داسې ده لکه په اسلام یې چې نیوکه کړې وي.
لومړی؛ دا چې د دې قانون اکثریت مواد، د اسلامي فقهې اختلافي موارد دي. حنفي فقه په آسانۍ، تعقل او ټولنیزه تجربه درېدلې ده، دا فقه او مذهب تر بل هر مذهبه د نوې نړۍ سره د تعامل ډېره وړتیا لري خو له بده مرغه پدې قانون کې په ټولو اختلافي مواردو کې سخت دریځ ته ترجیح ورکړل شوې چې دا نه یوازې د حنفي فقهې له طبیعت سره ټکر لري بلکه د نبي علیه السلام د تګلارې سره هم ټکر لري. عائشه رضی الله عنها فرمایي چې نبي علیه السلام به د دوه چارو تر مینځ هغه ته ترجیح ورکوله چې هغه به آسانه و، خو نن سبا پالیسي دا ده چې هغه څه ته ترجیح ورکول کیږي چې...
نور ولوله
آیا د امیر ړوند اطاعت سم دی؟
په اسلام کې د امیر اطاعت د نظم او دسپلین د ټینګښت لپاره راغلی. عرب سرزوری قوم و، چا ځان له چا نه کم نه ګڼلو، سخته وه چې یو عرب دې بل ته کمه ووایي، ځکه نبي علیه السلام د امیر په اطاعت ډېر ټینګار کولو، حتی یو ځای کې وایي چې تک تور حبشي غلام چې سر یې د ممیز په شان وي که مې په تاسې باندې امیر کړلو، تاسې به یې اطاعت کوی. دا د دې لپاره چې مغرور عربان پدې پوه کړي چې د امیر اطاعت څومره اړین دی. بل ځای کې وایي که چېرې تاسې په سفر کې دری تنه وی، یو درکې امیر وټاکئ او د هغې خبرې منئ. دا ټول د دې لپاره چې په ټولنه کې شخړې رانشي، د شخړو د حل لپاره مرجع وي.
ښا؛ اوس ړوند اطاعت څنګه ده؟
د بدر په غزوه کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یو ځای کې خپل مورچل نیولو پدې کې حباب بن منذر رضی الله عنه چې د...
نور ولوله
چند ملاحظه مختصر در قسمت قانون جدید امر بالمعروف
۱- نخست این قانون باید توسط یک مرجع با صلاحیت ساخته می شد و از همه رای و نظر شان گرفته میشد، بعد از آنکه موادات داخل این قانون نامه به پختگی میرسید به اجرا گذاشته میشد.
۲- بعد از خواندن این قانون نامه برداشت من اینست که یک مقدار بیش از حد در امورات شخصی افراد جامعه تجسس صورت گرفته است؟ آیا تجسس و به این حد تجسس را در امورات شخصی افراد دین به اولیای امور قایل است؟
۳- دین و دینداری بزور آینده خوب ندارد، نماز جماعت و دیگر تکالیف شرعی را بزور بر مردم تحمیل کردن با روحیه اسلام سازگار نیست!!! انسان یک موجود مختار است یعنی اختیار تصمیم اسلام را منحیث دین، نماز خواندن، روزه گرفتن، و اجرای دیگر تکالیف شرعی را خودش دارد...
نور ولوله
په يو کار د روا او ناروا د ټاپې لګولو لپاره د اسلام د روح پوهې ته اړتيا ده
دکتور رحمت الله زاهد
که د معلم او نورې ورځې لمانځل حرام دي، نو د استقلال او آزادۍ ورځې لمانځل هم حرام دي، ځکه د دواړو د جواز کوم دليل نشته، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) چې کله په مدينه کې اسلامي رياست جوړ کړ، نو په لسو کلونو کې يې دغه ورځ تجليل نه کړه او چې کله فاتح مکې ته ننوت، نو د خپل ژوند په پاتې کلونو او د هغه وروسته د راشده خلافت په ټوله دوره کې دغه ورځ نه ده لمانځل شوې، پخپله خوښه يو کار روا ګرځول او عين کار پخپله خوښه ناروا کول، د کوم شريعت لارښوونه ده؟.
د ورځو لمانځل دوه ډوله دي، يو هغه چې د عبادت په توګه لمانځل کيږي، لکه د اخترونو ورځې، د عرفې ورځ، د عاشورا ورځ او داسې نور، ددغه ورځو د لمانځلو لپاره شرعي دليل ته اړتيا ده، ځکه د...
نور ولوله
أنتم أعلم بأمر دنياكم؛ د دنیا په چارو کې خپله ښه پوهېږی!
دا حدیث د مسلم څخه روایت شوی، کله چې د مدینې خلکو د خرما په ونو باندې د القاح عملیه ترسره کوله، نبی علیه السلام ورته وویل چې که دا ونکړئ نو څه به وشي؟ دوی ونکړه. په هغې کال د خرما حاصلات ډېر ژوبل و. نبي علیه السلام وپوښتل چې دا ولې؟ هغوی ورته وویل چې تاسې موږ د القاح کولو څخه منع کړي و ځکه داسې شول. بیا نبي علیه السلام ورته وویل چې د دنیا په چارو کې تاسې تر ما ښه پوهېږی. مطلب له ما څخه د دین مسائل مو اخلئ، دنیوي چارو کې تاسې خپله ښه پوهېږی.
دې حدیث ته په کتو، که د ژوند ټولې چارې وګورو، سیاست، اقتصاد، حکومت، ټولنیز ژوند.. په دې ټولو کې اسلام یوازې ستر ارزښتونه بیانوي، کلي اصول پکې بیانوي، ظلم به نکوئ، د بل حق په نخورئ، عدالت به قایموئ، مینه او ورورګلوی به کوئ، د الله له محرماتو به ځان ساتئ...
نور ولوله
کامل دین او ناکامل فهم
د دین د کاملیت په اړه باید پدې هم پوه شو چې د وحی له پای او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له رحلت سره شریعت بشپړ شو او آسماني کتاب تکمیل شو خو د دین تفسیر او په دین پوهېدل به هېڅ کله کامل نشي. زموږ پیغمبر خاتم الشرائع دی خو هېڅ عالم، هېڅ دین پوه خاتم المفسرین ندی. که په بل انداز ووایو، شریعت تقدس لري خو د شریعت هېڅ تفسیر تقدس نلري یوازې د شریعت په اړه د مفسرینو هڅه او اجتهاد تقدس لري. که چېرې د دین تفسیر د پای ټکی درلودی بیا دا دین د هر عصر لپاره د تطبیق جوګه کېدی نشوی.
د نبي علیه السلام له رحلت وروسته د ځمکې او آسمان رابطه وشکېده، د ده د وفات له لومړۍ ورځې د صحابه کرامو تر مینځ اختلاف پیل شو او دا ټول اختلافات بیا د هغه یارانو په خپلو اجتهاداتو حل کول خو د هېڅ اجتهاد د رد او ت...
نور ولوله
