څه بنيادي بدلونونه د ټرمپ له راتګ سره امکان لري
ايډوکيټ محمد همايون کاسي
حالانکې د امریکا پر رسنيو بېخي ډېره پروپېګنډه و شوه، چې کمالا حارث د امریکا ټاکنې ګټي. دغه پول او هغه پول او کمال دومره مخته ده او دا او ها.
خو نن ټرمپ سمه دمه دوړه پر ګرځولې ده. او اوسني حکومت خپل زاړه او تاريخي رياستونه اکثره بائللي دي.
هسې خو د امریکا په پالیسيو کې د حکومتونو له بدلېدو را بدلېدو سره ډېر زيات بدلون نه راځي. ولې چې امریکا په اکثره حوالو مستقله پالیسي لري.
خو بيرته هم څه بنيادي بدلونونه د ټرمپ له راتګ سره امکان لري. هغه ځکه چې ټرمپ په ځينې حوالو خپل پوخ دريځ لري. او د بائيډن په رنکه د امریکايي اسټبلشمنټ له هرې خبرې سره همغږي نه دى. دغه لامل دى چې لويي بدلونونه که نه راځي، هم نو څه بنيادي او واړه بدلونونه راتللى شي.
د اوسني حکومت پالیسيانې هم پر نړیواله کچه او هم په امریکا کې دننه بېخي کمزوره وې. يوه واضح بيانيه يې په يوه هکله هم نه درلوده.
هغه که د اسرائیل جهګړه ده، او که د يوکراين. هغه که د تهائيوان ستونځه ده او که داسې نورې خبرې.
خو بله خوا ټرمپ په هره حواله واضح مجلس درلود. چې له مېکسيکو او کاناډا سره پولې خوندي کوي. د اسرائیل په جهګړه کې به له اسرائیل ټينګ ولاړ وي او د بائيډن د حکومت په رنکه کمزوره او دوه مخه دريځ به يې نه وي. د ټرمپ په فکر د يوکراين جهګړه د وسايلو ضایع کول او له روس سره غېر ضروري نښته ده.
ټرمپ وايي چې تر ټولو اول به د امریکا مفادات خوندي کوي. امریکايانو ته به د روزګار زمينه برابروي. ځکه امریکايي کمپنيانې بايد په امریکا کې دننه شيان جوړ کړي. او که داسې نه وي، نو بايد د امریکا حکومت ته څو چنده ټېکس پرې کړي.
هغه بله ورځ مو يو رپورټ کتلو، چې چينايي کمپنيانو د امریکا له ټېکسونو څخه ځان خلاسولو له پاره په مېکسيکو کې دوترونه خلاص کړي دي. او له مېکسيکو څخه امریکا ته شيان لېږي. او خپل شيان د مېکسيکو په نوم په امریکا کې پلوري. هغه ځکه چې مېکسيکو ته په کاروبار کې امریکا ځينې خصوصي رعایتونه ورکړي دي. او چينايي کمپنيانې له هغه رعايتونو څخه ګټه پورته کوي. ټرمپ به پر دغه کاروبار هم ټېکسونه لګوي او رعايتونه به کموي.
خو بل لوري ته که څه هم له چين سره ټرمپ معاشي جنګ ته چمتو دى. خو د تهائيوان پر قضيه د بائيډن تر حکومت ټرمپ نرمه پالیسي لري. ځکه په دغه يوه حواله چين د ټرمپ په راتک خوشالي څرګندوي.
ځکه د ټرمپ په راتلو، عرب روس، چين هم او اسرائیل ټول خوشاله دي. خو د ايران خبره ورانه ښکاري، که چېرې د ايران او اسرائیل شخړه اوږدېږي. او بل د يوکراين، يورپ، جاپان او کوريا له پاره هم تر بائيډن سخته دوره وي.
د پاکستان د اوسني واکمنانو او ټاليبانو د حکومت په هکله به يې څه پالیسي وي، دا به کتل وي. هغه ځکه چې پاکستان اوس نه په نړيوال سياست کې او نه په نړيوال معيشت چې چندانې حېثيت او کردار لري. هسې هم د پاکستان او افغانستان ارزښت له خو د ايران پر قضيه زياتېدلى شي او لا د چين سره که د امریکا خبره توده شي نو په هغه صورت کې. البته له هيندوستان سره به يې هم سياسي اړيکې سمې وي. خو په کاروباري حواله به يې له هيندوستان سره هم اړيکې د نورو ملکونو په رنکه وي.
په ساده ټکو کې که وو وايم، نو دا به د امریکايي نېشنلزم دوره وي. د ټرمپ نعره ده، "امریکا فرسټ". چونکې امريکايي کمپنيانې د چينايي کمپنيانو سره په اوپن مارکېټ کې مقابله نه شي کولى. ځکه د امریکا سترو کاروباريانو په ټاکنو کې د ټرمپ ملاتړ کړى دى. چې د ټرمپ حکومت د امریکايي کمپنيانو مفادات د نورو په مقابل کې خوندي کړي.
