No-IMG

د محترم حکمتيار وینا او ټینګار د فلسطین مطلق ازادی او د اسرایلو د ظلم مخنیوی اوغندل

سباؤن

 

 

د نړۍ استخباراتی شبکو چی کله درک کړه چی د اتحاد جماهیر شوروی ملا د حزب (اسلامی) لخوا ماته شوه نوپه سیستماتیک ډول په شکل داشکالو یی په داخلی اوخارجی کچه یی دحزب ا ا په حذف اومنزویتوب یي لاس پوری کړ ځکه ددی حزب په شتون کی ددوی وده اوګټی په خطر کی وی چی عمده لامل یی داسی وو

۱- کله چی دروسانو ماتې  اوله افغانستانه دوتلو اراده وکړه په راولپینډی کی پاکستانی جنرالانو  جلسه جوړه اودټولوتنظیمونو مشران یی په محکومیت شکل راټول کړل ترڅو دډیورنډ کرښی په رسمیت پیژندنی لاسلیک واخلی صرف جلسه کی حک متیارصاحب حضورنه درلود دتنظیمونو دلاسلیک اوفیصلی نه کولو ته دحکمتیار ترراتګ اوپه جلسه دګډون بهانه جوړه شوه اوجلسه دحک متیارترراتګ وځنډیده چی دامهال حک متیارپه افغانستان کی دجهادپه تاوده سنګرکی حضوردرلود چی ای ایس ای ناکام کوشش وکړترڅوحک متیارصاحب مخکی له جلسی ترور اودوی دخپلوجوړکړو تنظیمونو له ادرسه خپل شوم اوناولی غرض ته ورسیږی چی په یادکوشش کی ناکام اوحک متیار صاحب دمولوی صاحب خالص په خبرتیا جلسی ته حاضر اوګډون وکړ چی کله دجلسی اجنډا روښانه کیږی حک متیارصاحب تبسم اووروسته زیاته وی چی داصلاحیت دیومرکزی حکومت شتون اودولسونو صلاحیت دلوی جرګی له طریقه دیادلین دقضی حل بولی چی ای ایس ای لومړی ټینګاراوبیاوروسته په زور دافغانانو دشړلو ګواښ کوی چی لمړی مرحله کی په ټاکلی موده دهری پور او له اټک  ښکته کیمپونه خالی کړی اودوهمه مرحله کی دصوبه سرحدکیمپونه خالی کړی چی حک متیارصاحب ته حوصله نه پاتی کیږی وایی چی دلومړی مرحلی کیمپونه په هغه صورت کی خالی کیدای شی چی دپنجاب او له اټک ښتکه پاکستانی له صوبه سرحد یعنی زموږ له خاوری ووزئ  اودوهمه مرحله خوزموږ شخصی ملکیت اوپه خپل ملکیت کی میشت یو هیڅوک دزور اوګواښ حق نلری چی جلسه بی نتیجی پای مومی اومحکوم تنظیمونه له شراوتاریخی شرم څخه ژغوری چی مرحوم مولوی صاحب خالص له خوښی وایی ای خالقه ربه موږ بی حکمتیاره مکړی اګرکه چی  حک متیار داورپرتوګ دی که یی باسو شرمیږو اوکه یی اغوندو سوزیږو اوهم یی دتبسم مثال له همغه مهال پاتی چی وایی حک متیارصاحب چی په تبسم مسکی شو ګویا هغه دده د قهراوغصی پیلامه ده

۲- حک متیارصاحب ته دامریکا دوخت دریس جمهوربلنه اسرار اوټینګار اودحک متیارصاحب دیاد ملاقات رد اوغرورترڅوخپل دالله تعالی  ج  په لارکی جهاد ترسوال لاندی نکړی حال داچی داسی ملاقات ځینو مشرانوته یوچانس اودسیاسی ګټو خزانه  ګڼله

۳- دټولو په نوم اسلامی او غربی شبکو دپلویانو حکومتی فرمایشات سهم او ونډی ویش مخالفت اونه منل

۴- دایرانیانو غوښتنه چی که تاسو واک ته ورسیږی دشعیه ګانو سهم به څومره وی چی حک متیار صاحب ورته په تبسم وایی چی افغان شعیه به موږ سره دومره سهم ولری لکه تاسوسره یی چی سنیان لری یعنی په ایران کی سنی له صفرسره ضرب دی

۵- دحک متیارصاحب وینا اوټینګار دفلسطین مطلق ازادی اوداسرایلودظلم مخنیوی اوغندل

۶- دجماهیرشوروی زوال ملا ماتول اودهغوی دعقیدوی دملګرو وژل اوترور

۷- دازربایجان هیواد ازادی اخیستل او ددیرش زره مجاهدینو دجهادپر مټ دروسیانواودهغوی پلویانو ماتی اوپه دی ازادی کی شهادتونه لکه شهیدضیاوالدین پیلوټ اوداسی نورکلیدی مجاهدینوشهادت اوتکالیف ګالل اودازربایجان دحکومت تشکیلات جوړول

۸- دیوخپلواک بی طرفه سوچه اسلامی نظام  چی له هیڅ یوهیواد سره سیاسی بسته ګی ونلری جوړول

 څنګه کیدای شی چی چا په هردوه دقیقو کی یوشهید ورکړی وی اوپه هرپنځه دقیقو کی یومعلول  اوپه هرساعت کی یوزندانی اوبیاهم ددی ملک اوهیواد اصیل بچی له ټولوحقوقی اوروا مشروع حقوقوڅخه محروم شمیرل کیږی دابربنډ ظلم اوله عدل اوانصاف لری ده اوشاید امکان هم ونلری اما دوخت دضرورت بربنا موقتا کیدای شی خومناسب نده عمیق سوچ اوفکرڅخه بایدکارواخلو همداعمده لامل وو چی دجهاد له مهاله چی حتی وړکی وړکی قوماندانان دچینل په نوم له مختلفو هیوادو حمایه کیدل اودحزب اسلامی سره به دروسیانو اوکمونیستانو پرځای دوی مخکی دستونی ازغی اوپه ټکر کی ول چی ځینو سره یی دفرانسی چین هند ای اس ای نظامی مالی اوتبلیغاتی مرستی وی اوځینو سره دایران اسرایلو مرستی اوځینوسره دامریکا اوغربی هیوادو پوره حمایت اومرستو شتون درلود اوځینوسره دعربی هیوادو ترڅو حزب اسلامی له صحنی لری اودوی دخپلوونډواو دخوښی حکومت جوړکړی چی هریوه یی دهیڅ نوعه تخریب تبلیغ اوترورڅخه دریغ ونکړ اما حقیقت کی که دتعصب اوپټوسترګوخبره نه وی ټولوته واضح اوروښانه ده اکثریت دامارت غړی دحزب اسلامی غړی وو مکتب مدرسی یی دحزب په کوشش اوتشویق کړی اولاډیرودحزب په مکاتبومدارسوکی کی تدریس کړی او زینی دحزب اسلامی دمجاهدینو اولادونه دی یو ورونه اودیوهدف اویومسیرلارویان یو ځینوته باید دشخصی عقدوپاللوموقع ورنه کړو ترڅوشته دباورفضاله مینخه لاړه نشی

حزب اسلامی دنړی زبرځواکو هیوادونوسره په ټکر اولا ترننه دوام لری داچی حزب اسلامی یوسپیڅلی تنظیم دایمان اوعقیدی په ګاڼه سمبال ترننه دشریرو کړیو مقابله کوی دستررب ساتنه او پیرزوینه رحم اوکرم دی چی لومړی شخص دی چی دکفری هیوادوتارګیټ اوپه تورلیست کی ترننه شامل دی دشوری اتحاد له ستروهڅو اودامریکا ترډرون حملو اودرجه یک دوښمن ترننه پاتی دقادر رب احسان اوساتنه ده له مجاهدپرور ملت اوموجوده حکومت څخه موهیله ده چی دی ټولوناکاموسعیو اوټارګیټو توطیو ته په کتودیوجهادی علمی سترشخصیت له مطالعی وروسته دتفاهم اوډیالوک له مخی هرمسایل په خپل مینځ کی دحسنه فضا له مخی مطرح کړی ترڅو ددوشمن اوکفری نړی  دخندا ارمان خوښی اوهدف لامل نشو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک