ليکنې
د مسلمانانو ډېری مېرمنې د بې ځايه قيوداتو له کبله د پرديو په لمنه کې ولوېدې
څومره چې پر ښځو غير مؤجه قيودات وضع کېږي ، هومره يې تمايلات پر بله اوړي او په مدار ، مدار د استعمار او / يا هم د چپي احزابو غېږې ته لوېږي !! د مسلمانانو ډېری مېرمنې د بې ځايه قيوداتو ، محروميتونو او د مسلمانانو په څنګ کې د سکون نه موندلو له کبله د پرديو په لمنه کې ولوېدې ، تانسوچېلر ،، حسينه واجد ، شکريه بارکزۍ ، اناهيتا راتب زاد او بې نظير بوټو يې بېلګې یادولی شو چې اغيارو واخيستې او د اسلام خلاف يې استعمال کړې !!
( له بده مرغه ) مسلمانانو چېرې هم يوه مسلمانه ، مبارزه او داعي بې نظيره ونه روزله ؛ شايد ددې نقيصې آر لامل دا وي چې مسلمانان د ښځو د روزنې او تعليم په تړاو نه يوازې يوه خوله نه دي ، لا چې ډېری يې پر دې نظر دې چې ښځه په ...
نور ولوله
ژوند له سرښندنې سره
ځينې دوستان په لمانځه او آسانه عباداتو بسيا کېږي ؛ ګمان کوي چې عبادت يوازې لمونځ ادا کول او څو آسانه اذکارو ته وايي !! دوی په دې نه پوهېږي چې ژوند د مبارزې ، مجاهدت او سرښندنې نوم دی ، که يوازې په لمانځه او آسانه اذکارو بسنه کېدای ؛ نو تر پيغمبرانو عليهم السلامو هيچا هم ښه لمونځ نه کاؤ ، د اذکارو برخه يې هم تر هرچا غوره وه ؛ خو د هغوی مأموريت دا ؤ چې ؛ په لمانځه او نورو ډېرو ښېګڼو سر بېره د سر تېرو سپاهيانو په څېر ژوند وکړي ؛ ځکه خو پيغمبر صلی الله عليه وسلم ددې تمنا کوله چې ؛ د الله (ج ) په لاره کې مبارزه وکړي ؛ شهيد شي ؛ بيا ژوندی شي ؛ بيا شهيد شي ؛ بيا ژوندی شي ...
پيغمبرانو (ع) يوازې آسانه عبادات په ميراث نه دي پرېيښي ؛ بلکې مسلمانانو ته يې دا ميراث هم پ...
نور ولوله
تاریخ د چارواکو غفلت هم په خيانت حسابوي
دا اوس چې ځينې مشهور اشخاص او چارواکي د تاريخ په حواله رټل کېږي، کردار او کړنې يې د اوسني عصر د انسانانو لپاره د شرم او خجالتۍ دليل ګرځي، نو داسې نه ده چې دوی به په خپل وخت کې هم په اوسني شکل خلکو ملامت کړي وو، بلکې دوی ته په خپل وخت چې دغه کړنې يې ترسره کولې، د دربار چاپلوسانو، متملقينو او مضرو محافظه کارانو ويل چې بس تاسو مشران ښه پوهېږئ، تاسې د اللّٰه تعالی غوره کړل شوي خلک ياست، تاسو چې هر څه کوئ د اللّٰه تعالی استازي ياست، د خدای تعالی په نصرت او توفيق يې کوئ، تاسو د ولس او وطن په خير ياست، ستاسې نقد ستاسې تخريب او توهین دی، ستاسې هر ناقد ستاسې او د ولس بدخواه دی... او داسې نورې متملقانه خبرې!
خو وروسته د قضاوت پر مهال تاريخ بيا دغه چاپلوس درباريان او متملقين نه پېژني، نه يې يادوي او...
نور ولوله
دوران پروژه های سازگاری در برابر تغیرات اقلیم
پروژه های سازگاری در مقابل اضرار تغیر اقلیم در قالب یک سلسله قدم های ضروری مطرح می گردند تا این پروژه ها موثر؛ هدفمند و پایدار باشند.
قدم نخست در طرح پروژه های سازگاری ایجاد تفاهم بین نهاد های مرتبط اجتماعی و حکومتی است که باید تفاهم لازم برای درک تغیر اقلیم؛ نیاز به کاهش اضرار آن توسط تطبیق پروژه های سازگاری به میان آید. در این قدم شما نیاز به هم آهنگی میان تمام اقشار جامعه دارید.
قدم دوم: ارزیابی خطرات و آسیب های تغیر اقلیم است که در این مرحله نیرو متخصص یک جامعه لیست از خطرات و آسیب های منطقه از اثر تغیر اقلیم را باید مستند سازی کند. وقایع گذشته در منطقه مورد نظر و هم چنان حوادث گذشته از مناطق مشابه می تواند در شناسایی خطرات و آسیب ها کمک کند...
نور ولوله
دا حالت په طبيعي ډول ځوان قشر هم د انحطاط کندې ته ور غورځوي
د رضاشاه پهلوي د سقوط لومړۍ ورځې د ايرانيانو لپاره ځکه خوش آيندې وې چې له شاهي نظام نه پکو ول؛ رضاشاه اوږده موده پرې مسلط پاتې شوی ؤ او نور يې د واک تمديد پر خلکو غمېدلی ؤ، ضمناً کپيټاليزم نور د چا لپاره د قناعت وړ نه ؤ او ايرانيانو د يو نوي مترقي « نظام » د ايجاد انتظار لاره . هغه مهال نه يوازې ايرانيان؛ بلکې د نړۍ اکثر مترقي اقشار له پانګه والي نظامونو ستړي شوي وو؛ ځکه خو ايرانيانو د خميني راتګ په نېک تفاول ونيو؛ لږ وخت لا نه ؤ تېر شوی چې ايرانيان له اقتصادي فقر سره مخامخ او له خميني نه هومره ماړه شول چې د رضاشاه انځور ته پر کتو به يې بې اختیاره وويل :
« مرګ بر ما که ميګفتيم مرګ بر شاه » !!
شايد يو مهال دلته هم ورته حالت راشي او د...
نور ولوله
هغه پوښتنې چې موږ او بل هر مسلمان ته بايد اندېښنې را ولاړې کړي
پر موږ داسې خبر ښه لگي چې واورو؛
چېرته او چېرته څومره انسانانو ايمان راوړی، او پر هغو خو مو زړونه باغ، باغ شي چې تر علمي څېړنو وروسته يې علماً اسلام منلی وي، موږ ځکه په علمي خلکو ډېر حساب کوو چې ډېری لار ورکو ته د هدايت څراغ په لاس ورکولی شي، « ډاکتر عطاالله
کوپانسکی » او مېرمن « ريډيلي » يې بېلګې یادولی شو چې تر ايمان راوړلو وروسته يې په سلګونو وګړي اسلام ته را وبلل .
موږ اسلام ته « ښه » ويلي ځکه خو يې غېږې ته را تاند خلک ستايو؛ خو ددې تر څنګ د هغو افغانانو آيندې ته هم اندېښمن يوو چې زموږ په څنګ کې يې سکون ونه موند؛ ووېرېدل، او / يايې له مادياتو سره د مينې له کبله غربي هېوادونو ته پناه يووړه !!...
نور ولوله
موږ افغانان د نړۍ د سترو زبرځواکونو له سیاسي، نظامي او اقتصادي ګواښونو او سختو کړاوونو سره مخ یو
موږ افغانان د نړۍ د سترو زبرځواکونو له سیاسي، نظامي او اقتصادي ګواښونو او سختو کړاوونو سره مخ یو. سره له دې چې الله تعالی موږ ته څو ځلې د بریا، یووالي او پرمختګ طلايي فرصتونه په لاس راکړي، خو له بده مرغه موږ نه د دې فرصتونو ارزښت وپېژاند او نه مو له خپلو تېروتنو عبرت واخیست.
اوس مهال د هېواد د پام وړ اکثریت مسلکي، هوښیار او پوه اشخاص شته چې د هېواد د ټولو مسئلو په اړه ژوره څېړنه او پلټنه کوي. هغوی په دې باور دي چې افغان مسئولین د هېواد د داخلي ستونزو د حل لپاره په ګډه کار نه کوي.
د دې ستونزې دوه مهم لاملونه ښکاري:
1. د هېواد ځینې مسئولین یوازې د قدرت، شهرت او شتمنۍ په لټه کې دي او هېڅ بل افغان ورته د ...
نور ولوله
بایډن اوس په اوکراین کې عین لوبه کوي
ټرمپ د افغانستان په مسئله کې له امارت سره مذاکره وکړه خو د تړون بر خلاف یې په ټاکلې نېټه خپل عسکر له افغانستان څخه ونه ویستل. ټرمپ کوشش وکړ له افغانستان څخه عسکرو ویستلو موضوع د بایډن په غاړه واچوي. همداسې وشول، بایډن یې داسې انتخاب ته ودراوه چې د عسکرو له ویستلو پرته یې بله لاره نه درلوده. د امریکا د دې تاریخي ماتې پړه هم له دې پسې ثبت شوه.
بایډن اوس په اوکراین کې عین لوبه کوي. څور ورځې وړاندې د بايډن ادارې له اوکراین څخه د روسیې خاورې ته ویشتونکو امریکايي توغندیو ته اجازه ورکړه. له تېرو دوه کلونو بایډن دا کار نه کوه او فکر یې کوه چې له دې سره به د جګړې سطحه ډېره پورته لاړه شي. دا چې اوس د اوکراین حکومت د جګړې د بایللو په حال کې دیو بایډن کوښښ کوي د اوکراین په مسئله کې له تاری...
نور ولوله
سيمه ايز او نړيوال سياست
ايډوکيټ همايون کاسي
د موجوده حکومت د ختمېدو او ټول شموله حکومت د جوړېدو خبره له ډېره وخته روانه ده.
په اوسني وخت کې د تحریک انصاف بشرا بى بى له جېله را وتل او بيرته تحریک پېلول او د پيپلز ګوند پر عېن وخت له مسلم ليګ سره اړيکې ورانېدل دا ټول سره تړلي خبرې دي.
اوس به کتل وي چغپه اصل کې د اسټبلشمنټ او عمران خان تر منځ کوم ډيل شوى دى?
په امریکا کې سياسي بدلون راغلى دى، او ټرمپ د چين ډېر سخت مخالف دى. دغه د اوسنى يعنې د نوازشریف مسلم لیګ همېش د امریکا په مقابل کې چين پلوه ګوند پاته شوى دى.
داسې ښکاري لکه د ټرمپ تر راتګ لمخه چې په پاکستان کې حکومتي بدلون...
نور ولوله
سفر الکساندر لوکاشنکو به پاکستان
انديشه
الکساندر لوکاشنکو رئیس جمهور روسیه سفید و از متحدان نزدیک پوتین به پاکستان سفر نموده و با مقامات اینکشور ملاقات و گفتگو نموده است.
پاکستان وضع اقتصادیش نامتوازن است و به همین دلیل تلاش می ورزد تا برای بازار یابی فرآورده های تجارتی خود در روسیه سفید و کشورهای دیگر آسیای میانه خریدارانی پیدا نماید.
سفر لوکاشنکو به پاکستان مصادف شده با تظاهرات گسترده ایکه طرفداران عمران خان راه اندازی نموده و قصد دارند وارد پایتخت اینکشور شوند. حکومت پاکستان برای اینکه نزد مهمان شان بی منزلت و ناتوان جلوه نکنند ، در مسیر ورودی به اسلام آباد کانتینرهای متعددی را جابجا نموده و بدینوسیله میخواهند مانع هرج و مرج در اسلام آباد ش...
نور ولوله
تولید نساجی به نفع کشور ما نیست
اروپا یک زمان در تولید نساجی ( تکه یا پارچه برای لباس و غیره) پیشتاز جهان بود، اما بعد از اینکه دانستن که صنعت نساجی آبهای شانرا کثیف می سازد، تعداد زیادی از شرکت های بزرگ شانرا به کشور های شرق دور انتقال دادند.
صنعت نساجی به آب بسیار زیاد نیاز دارد و تقریبا” تمام آب که برای تولید نساجی استفاده میشود، با مواد کیماوی آلوده میشود.
برای تولید یک بلوز بطور مثال به اساس ارقام اتحادیه اروپا، ۲۷۰۰ لیتر آب به مصرف می رسد. حال شما قضاوت کنید که شرکت کمپل سازی که اخیرا” افتتاح گردیده، چقدر آب را آلوده ساخته و بدون تصفیه به زمین هدایت می دهد. در حالیکه مردم آب حتی برای نوشیدن ندارند کمبود آب به یکی از معضله ...
نور ولوله
د افغانستان د ښځو کرکټ ټيم .....!
په ښځو کې د کرکټ شوق اچول کيږي او که له وړوکوالي پکې د کرکټ شوق وي ؟ په بله معنا دا چې کرکټ کول د ښځو لپاره هيلې کيږي يعنې د ښځو هيله جوړول کيږي او که له ماشومتوبه پکې دا هيلي وي ؟
هيلي او شوق جوړيږي، د ميډيا رسنيو، فلمونو، اخبارونو، کتابونو، خبري اژانسونو او په نورو لارو ...!
بيا همدې جوړو شويو هيلو ته رسيدل د انسان حياتي هدف وي او د دې لپاره هر ډول کار ته تيار وي .
د خبرې هدف دا دی چې پخوا به خلک جبرا غلامان کيدل او وس مهال خلک په رضا غاړه کيدي خو په دې شرط چې ته د يو چا شوق او هيلي جوړولو کې ماهره يې .
په بله معنا ازادي نشته، بلکه د ازادۍ په نامه يوه محدوده وړه ساحه جوړيګي او بنده پکې ځان ازاد حس کوي...
نور ولوله
د انساني تأريخ په يوه ډېر مهم زماني مقطع کي
د قرآن کريم په سلګونو ژبو له ژباړنو او تفسيرونو سره
د کائناتو هره برخه د الله تعالى په ربوبيت، وحدانيت او حقانيت شهادت ورکولو سره
انساني علم، تمدن او صنعت د خپل اوج په مرحلې کي
نړۍ وال د سترو فرعونيانو، دجالانو، او استعمارګرانو په ولکې کي
نړۍ د سرمايې په اوج کي په فقر، لوږې، نېستۍ، او سودونو کي غرقه
ظلم، بې عدالتي، استحصال، استعمار، استحمار، ګمراهي، افساد، قتل او قتال، غارت او غصب په خپل اوج کي
د مبارزې، دفاع، لاسنيوي، ملاتړ، د نجات او هدايت رسالت پر مخ وړلو لپاره بهترين زمان او فرصت سره
ډېر په خپلو ځانونو، اولادونو، دروغجنې دنياګۍ او کورګيو مصروف دي، له دروغجنې دنيا سره ځانونه عياروي، د ځايګاه او مشارکت په لټه کي دي، په وړې دائرې کي زنداني دي، ستر رسا...
نور ولوله
تر ټولو لويه ګناه جهالت!!!
د اسلام د مخه په ايران کې د شيوانا په نامه يو مفکر ژوند کاوه ، يو ورځ ورته يو ماشوم په منډه او ژړا راغي او ورته يې وويل: مور مي د معبد د کاهن په هدايت زما معصومه او وړه خور د معبد لوي بت د پښو لاندې قرباني کوي مهرباني له مخې د خلاصون لپاره يي څه وکړه!!
شيوانا ماشوم سره په مڼډه معبد ته ورسېد ! ګوري چې د ماشوم مور انجلي د پښو او لاسونو تړلي او په ژړا يي غاړه ښکلوي او بل لوري ته کاهن په ډير غرور د لوي بت تر څنک ناست او دغه حالت ننداره کوي!
خلک د ښځي ترشا او خوا ورټول شوي او ښځه په محبت او ولولي سره خپلې لور څخه غيږه چاپيروي او مسلسل يي ښکلوي او غواړي چې د بت خوشحالۍ لپاره يي قرباني کړي!
شيونا له ښځې پوښتنه وکړه ولي خپله ...
نور ولوله
دغه حالت ليدو سره ما فخر محسوس کړ او د الله تعالی شکر مي ادا کړ چې زه مسلمانه يم
الجزایر هیواد نامتو او عربی نړي منل شوي تلويزيوني ويانده او ژورناليسټه خديجه بنت قنه امريکا کي د خپل ژوند پر مهال يوه قصه تحرير کړي..
هغه وايې په يوه سوپر سټور کي د سودا اخيستو پر مهال کاونټر سره د پيسو ورکړي لپاره په قطار کي منتظره وم چې يوه باحجابه مسلماني ښځي يو لوي بکس ځان پسي راښکه سوپر سټور ته داخله شوه ، بکس د چمن د ريبولو ماشين وه چي د راوړلو پر مهال په هغي مسلماني ښځي لورايه د ستړیا اثار ښکاريده.
ښځه په کاونټر ولاړي يوي کارمندي ته ودريده او په ډير آدب او احترام يي ورته وویل : ما دغه ماشين تيره ورځ د نورو شيانو سره يو ځاي په 500 ډالر واخيست..
کيشير کارمندي ورڅخه پوښتنه وکړه:
آي...
نور ولوله
