ليکنې

د ټاميانو بابا او باغي عليپور؛ دا د عللپور لښکرې دي

هماغه عليپور چې موده وړاندې د ډیرو وحشتونو اجرا وروسته زنداني او بيا په ډېر عزت د ډاکتر اشرف او دانش لخوا ازاد شو. اوس عليپور د ځایي خلکو په شکنجه، باج ګيري، جنسي تېريو او په ځلونو یې په ځایي پوليسو او عسکرو بريد کړی او له پوستو نه یې د عسکرو له وژلو وروسته رينجرې او وسلې له ځان سره راوړي. د دې ټول وحشت او جنایت سره ورته حکومت مړې سترګې ګوري او که د اردو کوم نابلد عسکر د ځان نه په دفاع پری يو ډز وکړي نو ټول هزاره مشران چيغه کړي چې اردو د خلکو ساتلو مسوليت لري په خپلو خلکو د وسلې استعمال جنايت او وحشت دی. پوښتنه ده چې دا نولس کاله دې اردو له پښتون پرته الوتکې، توپونه، ټانکونه او نورې وسلې د بلچا خلاف هم کارولي که نه؟ ...
نور ولوله

حقیقت ادعای نقض حقوق بشری و ارتکاب جنایت جنگی آمریکایی ها در افغانستان

منبع: شورای آتلانتیک نویسنده : جسیکا دوناتی مترجم : سید جمال اخگر   ‌استراتژی دولت اوباما و سپس دولت ترمپ برای جلوگیری از سقوط شهرهای افغانستان به‌دست طالبان، اعزام نیروهای ویژه‌ی خوب‌آموزش‌دیده‌ی ارتش امریکا، برای کمک به نیروهای حکومت افغانستان بود. این استراتژی تحولات اخیر جنگ ۲۱ ساله افغانستان را از چشم مردم دور نگه داشته است. اما در برقراری ثبات در این کشور موفق نبوده و نیروهای نخبه ارتش را خسته کرده است. آن‌ها از مأموریت‌های رزمی پشت سرهم و از جان‌دادن در جنگی که دو دهه است ادامه دارد، جنگی که مردم‌شان تقریبا هیچ چیزی در مورد آن نمی‌دانند، خسته شده‌اند...
نور ولوله

حکمتيار: به سفير اتحاديه اروپا گفتم که به افغان هايى پناه سياسى ندهند كه مرتكب فساد و اختلاس شده اند

1- در ديدارى كه با سفير اتحاديه اروپا داشتم؛ در ضمن سائر مسائل؛ در رابطه به كارى كه كشورهاى اروپايى مى توانند انجام دهند تا در حل بحران افغانستان ممد ثابت شوند و از ظرفيت هاى شان در پايان دادن به جنگ و رسيدن به صلح كار بگيرند؛ به او گفتم يكى هم اين است كه كشورهاى اروپايى و غرب در مجموع؛ به افغان هايى پناه سياسى ندهند كه مرتكب فساد و اختلاس شده اند و سرمايه هاى ملى ما را غارت نموده و به بانكهاى غربى انتقال داده اند؛ تمامى اين ها را با پولها، طلا، سنگهاى قيمتى، آثار تاريخى و... به افغانستان برگردانند و اعلان كنند كه پس از اين كشورهاى ما پناهگاه ديپلوماتها، سياستمداران و اراكين مفسد و دزد نخواهد بود، با اين كار ساده و آسان مى توانند كمك شايانى به حل بحران كنند. با برگ...
نور ولوله

حکمتيار: داسي بې طرف حكومت را منځته شي چې کاملاً بې طرف، د هېواد ګټو ته ژمن او له اشغالگرو سره په ملگرتيا تورن نه وي

داسي بې طرف حكومت  رامنځته شي چي مشر او د كابينې غړي ئې كاملاً بې طرف او ټولو لوريو ته د منلو وړ شخصيتونه وي د نوي حكومت د جوړولو او هغه ته د اقتدار سپارلو څو بديلونه دي؛ چي يو ئې بايد ترې غوره شي؛ په هغه صورت كي چي ټول لوري ومني چي دا حكومت په هيڅ توگه د منلو او دوام وړ نه دئ؛ مخصوصاً د بهرنيو ځواكونو د وتلو په صورت كي: لومړى صورت ئې دا دئ چي داكتر اشرف غني د حكومت د مشر په توگه ومنل شي او داسي نوى؛ ټول شمول حكومت رامنځته شي چي اغېزمن لوري؛ د طالبانو په شمول احتواء كړي. كه طالبان دا ومني موږ ورسره كوم خاص مشكل نه لرو. دوهم صورت ئې دا چي د دې ټول شمول حكومت مشري د طالبانو اسلامي امارت ته وسپارل شي؛ كه د كابل چارواكي ئې ومني موږ ورسره هيڅ ستو...
نور ولوله

کاش تورخمه لاره دى پر ننګيالۍ ننګرهار نه وايي تيره !!

قاضی محمد نذير حکيمی   تورخم اوس د عزت بايللو لاره ده  ، تورخم اوس هغه ځای دې چيرته چې زموږ تور سرۍ په ډيره بې رحمه توګه سرتوره کيږي , ماشومان  په ژاړ  ژاړ پکي ستړي شي او حتى ځيني  يې تر مرګه رسيږي ، مرګوني مريضان په ويلچرنو کي د خپل مرګٸ  ، ځنکدن ساګاني شميري او سپين ګيرو ته سپکي سپورى ويل کيږى  ، شملورٸ لونګي  يې په ځمکه غورځول کيږى ــ ــ تورخم دراوزې نه اوړيدل به پوليسو ته دپيسو په ورکړي ، يا  د ټيل  ما ټيل په زغملو   او په غير منظم  پاشلى قطارونو کي له ( 8- 10 ) ساعتونو انتظار روسته  په سختي  پورى غاړى  اوړي ـ هلته بيا د پاکستاني مليشو ګواښونـو او ښکنځلو اوريدو نه روسته هر افغان پر خپل بى منز...
نور ولوله

اقتدار پرست او ظالم پاچا لپاره لارښود

نيکولو ميکياولی يو ايټاليايي درباري فلسفي تېر شوی ، هغه د خپل وخت د حاکمانو په مدحه او د هغوئ د جرائمو فکري او عقلي توجيه لپاره يو کتاب هم ليکلی ، يعنې هغه وخت چې به حاکمې طبقې کوم جرائم کول نو ميکياولی ورته يوه علمي او فکر جواز او بڼه ورکوله ، د نوموړي يو کتاب چې ( دي پرنس ) نومېږي د معاصرو اقتدار پرسته پاچاهانو لپاره د يو لارښود مثال لري او اکثره پاچاهان يې عملي کوي هم ، غواړم چې يو څو نکات ذکر کړم . ۱: ميکياولی وايې چې په سياست کې بنسټيز څيز ( مقصد) وي ، نور ذرائع د اهميت وړ نه دي ، يعنې اصل کار مقصد ترلاسه کول دي ، نور چې په کومو ذرائعو دا مقصد ترلاسه کوئ هغه اهميت نه لري ، که په چل او فريب ، ګمراهۍ او ظلم خپل هدف ته زان رسوئ نو دا جرائم فقط ذرائع دي ، بي...
نور ولوله

د لبنان کمپنۍ وروستي ۱۴ پروازونه له خاصو بکسونو سره د کابل هوايي ډگر څخه

که چا ايمان پلورنکي لوستى وي نو، د ښاغلي غني حالت په ارزؤلو عين ممکين لبنانۍ عيسوئ ډلګۍ د نورو ټامي مفسيدينو په سهم داري افغانستان لوټ او اخر کي د غني په مرموز ډؤل ووژني ترڅو هرڅه په غني چپه شي او دوئ بيرته هيڅ قانوني مرجع ته جواب وېيونکي ونه اوسي. که داسي پلان وي نو تر وار پخوا به ئې د تير تاريخ عجيب غريب اسناد ورباندي امضاﺀ کړې وي، د محب ټامي ميرمني په 3 اونيو کي دا له افغانستان څخه ديارلسم سفر دى چې vip خروج کوي ياني تلاشي ئې نه وي هر ځل غير عادي بکسونه ورسره وي همدارنګه لبنان کمپنۍ مسلسل دا 14 څوارلسم  پرواز دى چې خصوصي الوتکه له خاص بکسونو ډکه کړي او لاړه شي، انديال يوه عجيبه خبره کوي هغه دا چي د ظلم او فساد  په وړاندي چې خپل پاڅون ته څومره ځنډ ورکوي همدومره به دې...
نور ولوله

پلار د کلی غل او زوی د ارگ غل؛ مینه پال که چور پال؟

دواخان مینه پال څوک، د کوم ځای او د چا زوی دئ؟ دواخان مینه پال د زابل ولایت د شاجوۍ ولسوالۍ اوسیدونکی او د شاه باران زوی دئ په خټه کوچیان دي؛ شاه باران د وسلوالو غلو د یوې ډلې مشر وو او لا هم دئ، کسب او کار یې د پښ پر کنده د موټرو شکول، ناموسي جرایم، انسان وژنه خلاصه دا چي په هغه وطني اصطلاح چهار عیب شرعي انسان دئ؛ غل شاه باران دونه مشهور فاسد انسان دئ چي که په نوم د زابل او غزني له اوسیدونکو څخه پوښتنه وکړۍ نو په کیسو به یې ساعتونه ساعتونه وخت ونیسي. شاه باران غله به د هزاره محترم قوم اړوند کسان په زور راوستل او بیا به یې په زور ورباندې خټې او قلبې کولې حتی بسته قلعه یې په هزاره ګانو په زور جوړه کړله. د طالبانو د حکومت په اخیرو شپو ورځو کې زه د ...
نور ولوله

دا ګز دا میدان!

په افغاني ټولنه کې دا (دا ګز دا میدان) اصطلاح ډیره عامه او مشهوره ده؛ د کارونې ځایونه یې مختلف دي کله یې زورور کاروي او کله یې هم ضعیف طرف، زورور طرف یې چي و کاروي بیا یې نو عملاً ثابته وي خو بعضې وختونه د ضعیف طرف له لوري هم کارول کیږي هدف یې دا نه وي چي عملي ډګر ته و دانګي هڅه کوي چي مقابل لوری ورباندې و ډار کړي ترڅو له ده سره د مقابلې ډګر ته و نه دانګي خو د دې اصطلاح له کارولو وروسته ضعیف لوري سره بخت یاري نه کوي یا ښه شکست خوري او یا په بې سارې تېښتې سره بریالی کیږي. په دې کې بیا تر دې هم ډیر ضعیف اشخاص پیدا کیږي؛ کله چي پوه شي زور یې نه رسیږي او د مقابل لوري مقابله نشي کولای نو په سپکو، ورکو او بدو ښکنځلو پیل کوي دا یې نو د شخصیت هغه آخیري مرحله ده چي ښیي ډیر کم ظرفه او بې شخصیته انسان دئ....
نور ولوله

د يوه ملت د تباهي وروستۍ بټنه

زموږ د بانکداري يا بينکينګ يو استاد چې لومړي ځل لپاره ټولګي ته را ننوت نو سلام وروسته یې پوښتنه مطرح کړه. "فرضا که وغواړئ يو هیواد او ملت یې د اوږدې مودې لپاره لمنځه یوسئ او له پښو وغورځي نو څه به کوئ"؟ چا ويل اټومي وسله پرې کاروو، بل ويل فلان کوو، بيستان کوو... خو استاد به سر ښوروو چې نه دا هرڅه وکړئ بيا هم ژر قابل کنټرول او ياد ملت بېرته د را پورته کېدو دی. اخر یې کړل چې د يوه ملت او د ابدي تباهي پېل د دوی مرکزي بانک لکه زموږ (د افغانستان بانک)؛ په خپل کنټرول کې اخيستل او بيا په خاص مهارت له کاره غورځول دي. دا د يوه هيواد او ملت د ټول اقتصادي سيستم زړه، محور او انجن دی. چې کله پ...
نور ولوله

ډاکتر مهاتیر د دریمې نړۍ هر وګړي ته د خپلو ارزښتونو د مبارزې جرأت ورکړ

  ډاکتر مهاتیر د دریمې نړۍ هر وګړي ته د خپلو ارزښتونو د مبارزې جرأت ورکړی، ده عملا دا ښودلې چې  ارزښتونو لپاره  مبارزه یواځې د کامیابۍ په ساحل تمېږي. د طب ډاکتر، د غریبې کورنۍ غړی، د یو معلم ځوی د خپلې ورځ او شپې قربانۍ او هڅو وروسته کلونه د مالیزیا په شان د پر مختللي‌ هیواد مشر پاته شو. د ریښتینې ډموکراسۍ او جمهوریت همدا حسن دی چې د هیواد نابغه بچي لکه د زګ په شان د اوبو سر ته راباسي. ډاکټر مهاتیر په خپل وخت کې مالیزیا د آسیايي هیوادونو چمپین هیواد جوړ کړ. په داسې حال کې چې مالیزیا د استعمار له منګولو راوتلې بلها مشکلاتو سره مخ وه، د هیواد سړي سر عاید ۳۵۰ ډالره وو، د لوست کچه له ۵۰ ټیټه وه، له ۵۰ فیصدو زیاتو خلکو د فقر د کرښې لاندې ژوند تیروه، د حکومتدارۍ هیڅ منظم سستم نه وو. مالیزیا د سینګ...
نور ولوله

د ټولې نړۍ هدیرې زموږ په مړو او ټولې کوڅې زموږ په کاریګرو ځوانانو ډکې دي

موږ هغه قام يو چې د بې اتفاقي او نه زغم له امله مو جنت وطن دوزخ او د نورو دوزخي وطن په خپلو مټو او بچيو په زيار د جنت يوه ټوټه کړه. د ځان، ګاونډ او خپلو اکثريت خلکو اعمالو ته په کتو ماته ښکاري چې موږ د خدای په سخت قهر او غضب اخته يو. هسې ځان خطا باسو چې دا د خدای نعمت او رحمت دی او موږ د نړۍ ښه خلک يو د خدای دين يواځې موږ ساتو. د دې دين ساتونکی خدای دی او دا خبره یې په صریح شکل قرآن کې کړې. خدای خو خپل دين په ماشو هم ساتلای شي او دا تل پدې مانا نده چې يواځې ماشي به د خدای ټولو مخلوقاتو کې سپېڅلی مخلوق وي. ياد لرئ چې دلته څلویښت کلنې جګړې کونډې فحشا، يتيمان یې غلا او ژوندي انسانان په ظلم عادتي کړل. جګړې فقر وزېږوه او فقر دوم...
نور ولوله

ضعف مديريت اقتصادى در نظام خانوادگى ، اجتماع و كشور !

معمولاً با مشاهده و استماع چنين نوع كليب ها و ويديو ها از طريق شبكه هاى اجتماعى ، آنچه مثبت و ارزنده باشد ،  با يك تحليل و ارزيابى با دوستان و عزيزان خود شريك و قسمت مى كنيم و قبل از اينكه روى اصل موضوع صحبت بكنم و هدف از اشتراك گزارى چنين نوع ويديو و يا كليب چه بوده ؛ ميخواهيم در چند سطرى مقدمه در مورد عنوان فوق داشته باشيم. اگر چه در رشته اقتصاد ، جامعه شناسى و مديريت و يا كدام رشته ديگر تحصيلات عالى و تخصص ندارم ؛ ولى با زندگى مهاجرت و فرسنگ ها دور از كشور در محيط و محل كار و مشاغل متفاوت ، اندوخته ها و تجارب بر مصداق همان قول معروف از هر چمن سمنى با خود دارم كه ميتوان از آن در راستاى خوب كارى و زندگى استفاده و يا از آن بكار بُرد داشت. ضعف اقتصاد...
نور ولوله

د کابینې په غونډو کې څه تېرېږي؟؟

خلک به په بهر کې داسې فکر کوي ، چې افغانستان کې یو حکومت دی ، یو جمهوریت دی ، دلته به د وزیرانو شورا یا کابینه وي ، غونډې به د تعقل او پراخنظرۍ پر اساس وي ، نظر به اورېدل کېږي او بیا به په ګډه د معقولیت او اکثریت پر بنسټ پرېکړه کېږي ، خو که څوک د دې جمهوریت عملي بڼې ته وګوري ، نو ریښه یې ان د فرعونیت د کور تر وره پورې رسېږي. جمهور رییس په خپلو خبرو سره غونډه پیل کړي ، وزیران ، سرپرستان او مرستیال وزیران قلمونه او پنسلونه راواخلي، ځان د جمهور رییس د مهمو خبرو پر لیکلو مصروف کړي ، هېڅوک پورته نه ګوري ، نه له کاغذه سر پورته کوي او نه د جمهور رییس خواته ګوري. ځینې هسې مخې ته پر پرتو کاغذونو خطونه او نقشې کاږي او ځانونه مصروفوي، د جمهور رییس لیکچر کله یو ساعت ، کله یو نیم ساعت او کله هم دوه ګړۍ دوام وکړي، ...
نور ولوله

ممکنه نه ده چې امریکایان دې د دوحې تړون کې کوم لوی تغیر راولي

د سولې د خبرو د برخلیک په اړه د ډېرو هیوادوالو اندېښنه ده. دا مهال دولت کوښښ روان کړی چې د امریکا نوې اداره دې ته قانع کړي چې د دوحې په تړون بیا کتنه وکړي. دوی ته د امریکا دولت وعده هم ورکړې خو بل اړخ ته طالبانو او په سیاسي ګټو کې د طالبانو شریکوالو سیمه ایزو هیوادونو هم  واشنګټن کې خپله لابي په کار اچولې تر څو امریکا له  افغانستانه د وتلو پرته په بل څه فکر ونکړي. تاسي چې هر څونې احساساتي خبرې وکړئ په خپل ځای  خو د سیاست دنیا د واقعیتونو دنیا ده او واقعیت دا دی چې د افغانستان د سولې مسئله کې امریکا ته د افغانستان له حکومت څخه پاکستان په کراتو زیات مهم دی. اسلام آباد، بېجېنګ، مسکو، تهران او د منځنۍ آسیا ټول هیوادونه په افغانستان کې د امریکايي نظامیانو (لږو یا ډېرو) شتون سره...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک