No-IMG

حکمتيار: داسي بې طرف حكومت را منځته شي چې کاملاً بې طرف، د هېواد ګټو ته ژمن او له اشغالگرو سره په ملگرتيا تورن نه وي

داسي بې طرف حكومت  رامنځته شي چي مشر او د كابينې غړي ئې كاملاً بې طرف او ټولو لوريو ته د منلو وړ شخصيتونه وي

د نوي حكومت د جوړولو او هغه ته د اقتدار سپارلو څو بديلونه دي؛ چي يو ئې بايد ترې غوره شي؛ په هغه صورت كي چي ټول لوري ومني چي دا حكومت په هيڅ توگه د منلو او دوام وړ نه دئ؛ مخصوصاً د بهرنيو ځواكونو د وتلو په صورت كي:

لومړى صورت ئې دا دئ چي داكتر اشرف غني د حكومت د مشر په توگه ومنل شي او داسي نوى؛ ټول شمول حكومت رامنځته شي چي اغېزمن لوري؛ د طالبانو په شمول احتواء كړي. كه طالبان دا ومني موږ ورسره كوم خاص مشكل نه لرو.

دوهم صورت ئې دا چي د دې ټول شمول حكومت مشري د طالبانو اسلامي امارت ته وسپارل شي؛ كه د كابل چارواكي ئې ومني موږ ورسره هيڅ ستونزه نه لرو.

درېيم صورت ئې دا چي د ټول شمول حكومت مشر يو درېيم گړى او ټولو اغېزمنو لوريو ته د منلو وړ شخصيت وي

څلورم صورت دا چي داسي بې طرف حكومت  رامنځته شي چي مشر او د كابينې غړي ئې كاملاً بې طرف او ټولو لوريو ته د منلو وړ شخصيتونه وي؛ له څو مواصفاتو سره: په هيڅ سياسي گوند او لوري پوري تړلي نه وي؛ په جگړو كي د كوم لوري خوا ته نه وي درېدلي؛ په دې متهم نه وي چي په كوم بهرني هېواد پوري تړلي او د هغوى گټو ته ژمن دي او له هيڅ اشغالگر ځواك سره په ملگرتيا تورن نه وي.  

موږ دغه څلورم صورت ته ترجيح وركوو؛ دا ځكه چي نور صورتونه نه عملي دي او نه داسي حكومت دوام كولى شي چي وزارتونه ئې د رقيبو گوندونو تر منځ وېشل شوي وي؛ گرانه ده چي د داسي حكومت كابينه دي تر يوه سقف لاندي او له شخړو او لانجو پرته په گډه كار وكولى شي. په داسي حال كي چي موږ په دې حساس پړاو كي يوه بشپړ متحد او له لانجو او شخړو لري حكومت ته ضرورت لرو؛ په جنگي ډلو وېشل شوى حكومت نشى توانېدى چي وضعيت مهار كړي.

په ټولو دغو څلورو صورتونو كي به له يوې خوا د موقت حكومت رئيس او د كابينې غړي؛ په انتخاباتو كي د برخي اخيستلو حق نه لري؛ او له بلي خوا به د جمهور رئيس تر څنگ د تصميم داسي عالي او مقتدره شورى وي چي په ټولو مهمو ملي مسائلو كي به د تصميم او پرېكړو وروستۍ مرجع گڼل كېږي، د اغېزمنو لوريو مشران به د موقت حكومت رئيس په شمول د دې شورى غړي وي.

وروڼو خوېندو!

د لومړني تلاوت شوي آيت د ترجمې او تفسير په اړه عرض كوم: په دې مبارك آيت كي د مؤمنانو يوه جامع دعاء په دغو الفاظو راغلې:

رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذۡنَآ إِن نَّسِينَآ أَوۡ أَخۡطَأۡنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تَحۡمِلۡ عَلَيۡنَآ إِصۡرٗا كَمَا حَمَلۡتَهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلۡنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِۦ ۖ وَٱعۡفُ عَنَّا وَٱغۡفِرۡ لَنَا وَٱرۡحَمۡنَآ ۚ أَنتَ مَوۡلَىٰنَا فَٱنصُرۡنَا عَلَى ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡكَٰفِرِينَ البقره: ٢٨٦

اې زموږ ربه! په دې مو ونه نيسې چي په هېره څه (گناه) وكړو يا خطا رانه وشي، اې زموږ ربه! پر موږ هغسي دروند پېټى مه ږده چي تر موږ پر مخكنيو دي ايښى وو، اې زموږ ربه! او پر موږ هغه پېټى مه ږده چي توان ئې نه لرو، زموږ (له گناهونو) راتېر شه، موږ ته بخښنه وكړه، پر موږ رحم وكړه، ته مو مولا يې، نو پر كافرانو بريا را.

دا مبارك آيت د مؤمنانو دعاء؛ په دغو الفاظو كي راخلاصه كوي

تل په خپل قصور اعتراف كوي، له الله د خپلو خطاگانو بخښنه غواړي، كه په قصد سره ئې كومه گناه كړې او كه ئې د كوم حكم تعميل هېر كړى وي، تل ئې دا هيله په زړه كي وي او له الله مرسته غواړي چي په دين باندي د تل لپاره ثابت او استوار پاته شي، د الله په لار كي له ستونزو او كړاوونو سره په مخامخ كېدو كي ئې پښې ونه ښويېږي، له داسي حالت سره مخامخ نشي چي تحمل ئې ورته گران وي او د ښويېدو باعث ئې شي، الله تعالى ئې د داسي پېټي په وړو مكلف نه كړي چي مخكني امتونه ئې پرې مكلف كړي وو، له هغه سخت حالت سره مخامخ نشي چي هغوى ورسره مخامخ شوي وو او قرآن فرمايي چي تاسو به هم ورسره مخامخ كېږئ او جنت ته د رسېدو طمع هغه وخت وكړئ چي په دغو ابتلاءاتو كي ناكام نه شئ، هر مسلمان به دا تمناء كوي چي په ابتلاءاتو كي ئې همت او ثبات په برخه شي، له الله تعالى به د خپل قصور معافي غواړي او د خپلو اشتباهاتو او گناهونو بخښنه، د ده رحمت ته به سترگي په لار وي او له دښمن سره په خپلي دوامداري مبارزې كي به د الله له لوري د مرستي او بريا تمناء كوي.

د وروستي آيت آخري فقره او وروستۍ دعاء او د دې مباركي سورې آخري كلمات، پر دښمن باندي د بريا تمناء بيانوي او له دې په ډېر صراحت سره معلومېږي چي دا بايد د مسلمان وروستۍ تمناء وي، مسلمان بايد تل د حق له دښمنانو سره په دائمي جهاد مصروف وي، په سنگر كي د پروت مجاهد په څېر او وروستۍ تمناء ئې دا چي حق غالب او د الله دين قائم شي، د چا په دعاگانو كي چي دا الفاظ نه وي، په حقيقت كي د واقعي مؤمنانو يوه اساسي ځانگړتيا په كي نشته او دى هغه څوك نه دئ چي په دې آيتونو كي ئې مواصفات بيان شوي.

د دې مباركو آيتونو عظمت او د مفهوم او مضامينو عمق او پراخوالي ته په پام سره پيغمبر عليه السلام مسلمانان تشويق كړي چي هره شپه ئې تلاوت كړي.

عَنْ أَبِي مَسْعُودٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: "الْآيَتَانِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ، مَنْ قَرَأَهُمَا فِي لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ. رواه البخاري و مسلم

له ابو مسعود رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د بقره د سورې وروستي دوه آيتونه داسي دي چي كه ئې څوك په كومه شپه كي تلاوت كړي، نو ورته كفايت كوي.

 د دې دواړو آيتونو تلاوت له يوې خوا تا ته خپله ايماني دنده او د يوه مؤمن ځانگړتياوي در په يادوي او له بلي خوا تلاوت ئې داسي دئ لكه د بقرې ټوله سوره چي دي تلاوت كړې وي.

‏سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک