No-IMG

ډاکتر مهاتیر د دریمې نړۍ هر وګړي ته د خپلو ارزښتونو د مبارزې جرأت ورکړ

 

ډاکتر مهاتیر د دریمې نړۍ هر وګړي ته د خپلو ارزښتونو د مبارزې جرأت ورکړی، ده عملا دا ښودلې چې  ارزښتونو لپاره  مبارزه یواځې د کامیابۍ په ساحل تمېږي. د طب ډاکتر، د غریبې کورنۍ غړی، د یو معلم ځوی د خپلې ورځ او شپې قربانۍ او هڅو وروسته کلونه د مالیزیا په شان د پر مختللي‌ هیواد مشر پاته شو. د ریښتینې ډموکراسۍ او جمهوریت همدا حسن دی چې د هیواد نابغه بچي لکه د زګ په شان د اوبو سر ته راباسي. ډاکټر مهاتیر په خپل وخت کې مالیزیا د آسیايي هیوادونو چمپین هیواد جوړ کړ. په داسې حال کې چې مالیزیا د استعمار له منګولو راوتلې بلها مشکلاتو سره مخ وه، د هیواد سړي سر عاید ۳۵۰ ډالره وو، د لوست کچه له ۵۰ ټیټه وه، له ۵۰ فیصدو زیاتو خلکو د فقر د کرښې لاندې ژوند تیروه، د حکومتدارۍ هیڅ منظم سستم نه وو. مالیزیا د سینګاپور او انډونیزیا په څېر د قوي هیوادونه په منځ کې په بد حال پرته وه خو خدای د مالیزیا ولس ته خیر لیکلی وو، د مهاتیر په شان وطن دوسته رهبر یې ورکړ. دې د غرب د هر ارزښت پر وړاندې ودرېد، ډیموکراسي یې د مالیزیا په نریټیف کې تعریف کړه، د خپلو ارزښتونو په رڼا کې یې مزل پیل کړ، ډېر مشکلاتو سره مخ شو، خو تن یې ورنکړ. د ۹۰م کلونو په اواخرو کې مالیزیا لوی اقتصادي مشکل سره مخ شوه، غربیانو بیا کوشش وکړ چې مالیزیا د IMF په لومه کې ګېره کړي خو رهبر هم پوه وو او هم قاطع، بیا یې هم ستونزو ته تن ورنکړ، په جرأت یې مبارزه وکړه. دا دی نن د مالیزیا سړي سر عاید ۱۱۰۰۰ ډالره دی، ۹۵٪‌ د لوست کچه ده، ۳ فیصده مالیزیایان د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي، لوی فساد په نشت حساب دی، دا دی نن مالیزیایان خلا ته وختل، هارورډ، آکسفورډ، هاپکنز، یلز او کمبرج د مالیزیا له محصلینو ډک دي. دا ټول د یو رهبر کارنامه وه. هغه د خپل ملت لپاره د هر مشکل په وړاندې ودرېد، مشکلات یې وګالل، د خپل ولس اعتماد یې تر لاسه کړ، ده نړۍ ته دا وښودله چې څنګه ملتونه د خپلو اصولو او ازښتونو سره سمه مبارزه کوي.

دا کتاب ده خپله لیکلی، بلها خاطرې او تجربې یې راټولې کړي.

لوستل یې بې ګټې نه دي، نوره مو خوښه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک