دا ګز دا میدان!
په افغاني ټولنه کې دا (دا ګز دا میدان) اصطلاح ډیره عامه او مشهوره ده؛ د کارونې ځایونه یې مختلف دي کله یې زورور کاروي او کله یې هم ضعیف طرف، زورور طرف یې چي و کاروي بیا یې نو عملاً ثابته وي خو بعضې وختونه د ضعیف طرف له لوري هم کارول کیږي هدف یې دا نه وي چي عملي ډګر ته و دانګي هڅه کوي چي مقابل لوری ورباندې و ډار کړي ترڅو له ده سره د مقابلې ډګر ته و نه دانګي خو د دې اصطلاح له کارولو وروسته ضعیف لوري سره بخت یاري نه کوي یا ښه شکست خوري او یا په بې سارې تېښتې سره بریالی کیږي. په دې کې بیا تر دې هم ډیر ضعیف اشخاص پیدا کیږي؛ کله چي پوه شي زور یې نه رسیږي او د مقابل لوري مقابله نشي کولای نو په سپکو، ورکو او بدو ښکنځلو پیل کوي دا یې نو د شخصیت هغه آخیري مرحله ده چي ښیي ډیر کم ظرفه او بې شخصیته انسان دئ.
موږ کوچنیان وو په مکرره توګه به د داسې شخړو شاهدان وو چي طرفینو به یو بل ته ګواښ کاوه چي دا ګز دا میدان؛ څو کلونه وړاندې چي لا د مکتب متعلم وم زموږ د دوو کلیوالو ترمنځ لفظي شخړه پیل شوه خبره دېته ورسیده چي کم زوري سړي لومړۍ لږ څه شاتګ وکړ او بیا یې د ګواښ په لهجه و ویل (دا ګز دا میدان) که نر یې نو راځه چي سره یې معلومه کړو قوي اړخ چي کله د تبر لاستي ته ور وړاندې شو نو کم زوري سړي دوه خپلې کړي او دوه پردۍ په ډیره عاجله توګه یې د کور خوا ته ځان ورسولو، بیا یې نو له هغه ځایه په ګواښونو او ښکنځلو پیل وکړ خو مقابل اړخ هیڅ بد او رد ورته ونه ویل صرف دا یې ورته و ویل چي ښکنځل او ګواښونه مه کوه که نر یې نو راشه چي حساب د په لاس درکړم بالاخره کلیوال تر منځ شول او ستونزه یې حل کړه.
درنو لوستونکو!
خبره تر څه پورې را یاده شوه؟ ها؛ صحیح شوه یاد مې شوه د دفاع وزارت د لوی درستیز آقای یاسین ضیاء تر ګواښه کیسه را پورته شوه، تېره ورځ په رسنیو کې د ښاغلي یاسین ضیاء خبرې ښکته پورته کیدې چي طالبانو ته یې په خطاب کې ویل (دا ګز دا میدان) خو په تېر شلو کلونو کي یې هیڅ میدان له طالبانو ونشو ګټلی تازه یې همدا نن سه شنبه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د حکومت په کمانډویانو موټر بم برید وکړ چي په رڼا ورځ یې د آسمان ستوري ورباندې حساب کړل؛ بل خوا نن په کابل کې هم د طالب له ویرې د یو شمېر وزارتخانو په کار کوونکو مرګ تېر شو، د پوهنې وزارت یو تن کار کوونکي داسې کیسه راته وکړه: (نن له غرمې وروسته چي یو شمېر زیات د وزارت کار کوونکي غرمې ډوډۍ او لمانځه لپاره راوتلي وو بیرته وزارت ته په داخلیدو مو ولیدل چي وضعیت کاملاً تغییر دی د کارت پوښتنه کیږي او ټولې دروازې تړل شوي دي، د وزارت په حویلۍ کې تر شل دقیقو انتظار او دقیقې تلاشۍ وروسته د وزارت ودانۍ ته داخل شوو په دهلیز کې ټولو ته لارښوونه وشوه چي تهکو (زیر زمینۍ)ته کوز شۍ خو له دې کار سره ټولو مخالفت وکړ او امنیتي مسئولینو ته مو و ویل چي موږ تهکو ته نه کوزیږو اجازه راکړۍ چي یا دفترونو ته او یا له وزارت څخه بیرون ولاړ شو، له امنیتي مسئولینو هم طرف ورک وو حیران وو چي څه تصمیم ونیسي؟ پریکړه یې وکړه چي ټول خپلو دفترونو ته ولاړ شۍ او دراوزې وتړۍ جالبه دا چي تر مامورینو امنیتي مسئولین ډیر ورخطا ول نه یې شو کولای چي یو درست تصمیم ونیسي. څو شیبې لا تېرې شوې نه وې چي د رجال برجسته مجهزې قواوې را ورسیدلې وزیر او معینان یې په ډیر عاجله توګه له وزارت څخه بهر کړل او موږ بیچاره مامورین په دفترونو کې د مرګ شیبې شمېرلې؛ په پای کې مامورینو ته په نوبت سره لارښوونه وشوه چي آهسته آهسته له وزارته ځان وباسي، همداسې وشول ټول مامورین په مصئون ډول بهر را و وتل) کله مې چي وروسته نورو ملګرو سره اړیکې ونیولې د چارو ادارې په لوی ریاست کې او همداراز د لوړو زده کړو په وزارت کې هم همدا شان کیسه شوې وه.
نو زه حکومتي چارواکو ته وایم چي دا بېځایه شعارونه، ګواښونه او سپکې مه وایاست زور مو ولس او ټولې نړۍ ته ښه معلوم شوی د هېواد (۷۰%) خاوره د طالب په لاس کې ده په پلازمینه کې هغه هم د یو وزارت په دفتر کې د خپل یو وزیر امنیت نشۍ ساتلی بیا نو دا ګز او دا میدان ته څه اړتیا ده، ښکنځلو ته څه اړتیا ده، سپکو الفاظو ته څه اړتیا ده؟ خو اصلي خبره دا ده چي تاسو قوي شکست خوړلی نور مو حکومت لکه ماته کیښتۍ سورۍ سورۍ ده او د غرقیدو آخیري شیبې شمېري ښه خبره دا ده چي نور خپله ماته ومنۍ؛ خپل اولادونه مو په اروپا او امریکا کې میلې کوي او پردې اولادونه هر ورځ د جګړې په لومړۍ کرښه کې د اور منځ ته په قصدي توګه ور ټیل وهۍ هغه هم په داسې حال کې چي نه جنګي وسایل ورته رسیږي، نه لباس، نه خوراک او حتی آن تردې چي یو شمېر عسکرو د اوبو د نه شتون له کبله یا ژوند له لاسه ورکړ او یا هم طالبانو ته تسلیم شول خو بل پلو بیا تاسو نا اهله، غله، مفسد او بې کفایته چارواکي (۱۸) قسمه غوښې خورۍ زهر مو شه اصلا دا د حیواناتو او مرغانو غوښې ندي بلکه د دې مظلوم ولس د انسانانو غوښۍ خورۍ تاسو هره ورځ د دې ولس وینې څښۍ.
الله تعالی د نور دا مظلوم او بیچاره ولس ستاسو مفسدو چارواکو له شره خلاص کړي.
د یو آزاد، آباد او سر لوړي افغانستان په هیله.
