اقتدار پرست او ظالم پاچا لپاره لارښود
نيکولو ميکياولی يو ايټاليايي درباري فلسفي تېر شوی ،
هغه د خپل وخت د حاکمانو په مدحه او د هغوئ د جرائمو فکري او عقلي توجيه لپاره يو کتاب هم ليکلی ، يعنې هغه وخت چې به حاکمې طبقې کوم جرائم کول نو ميکياولی ورته يوه علمي او فکر جواز او بڼه ورکوله ،
د نوموړي يو کتاب چې ( دي پرنس ) نومېږي د معاصرو اقتدار پرسته پاچاهانو لپاره د يو لارښود مثال لري او اکثره پاچاهان يې عملي کوي هم ، غواړم چې يو څو نکات ذکر کړم .
۱: ميکياولی وايې چې په سياست کې بنسټيز څيز ( مقصد) وي ، نور ذرائع د اهميت وړ نه دي ، يعنې اصل کار مقصد ترلاسه کول دي ، نور چې په کومو ذرائعو دا مقصد ترلاسه کوئ هغه اهميت نه لري ، که په چل او فريب ، ګمراهۍ او ظلم خپل هدف ته زان رسوئ نو دا جرائم فقط ذرائع دي ،
بيا وايې چې هر کله تاسې اقتدار ته ځان ورسولو بيرته همدغه عوام به ستاسې عزت او اکرام کوي ، ځکه چې د حاکمانو اطاعت څوک عار نه بولي .
۲: ميکياولی وايې چې عقل مند حاکم هغه وي چې حاکميت ته ورسېږي نو ټولو نه اول هغه خلک بې ارزښته کړي چې دا يې حاکميت ته رسولی وي ، بايد خپل نيږدي خلک بې صلاحيته او ژر تر ژره يې شخصيت شکني وکړي ، ځکه چې دا خلک د حاکم په حربو ډېر پوهيږي او خلک هم په دوئ زيات اعتبار کوي ، سبا دوئ د حاکم ځای ډېر ژر نيولی شي ،
۳: ميکياولی وايې چې حاکم بايد د خلکو پر وړاندې خپل ځان ډېر رحمدل ، مخلص ، سخي ، او د ښه اوصافو خاوند وښايي خو حقيقت کې بايد دا اوصاف خپل نه کړي ، ځکه بيا به عوام د ده صفت کوي او دا حاکم به د عوامو د خوشامد تابع وي ، دې سره به د پاچا خودمختاري هم سلب شي ، که چېرې حاکم کې په حقيقت کې دا اوصاف نه وي او ظاهرا يې ځان د دې اوصافو خاوند جوړ کړی وي او عوام يې هم صفت کوي نو پاچا ته به عوام ډېر شادګلان ښکاري او پاچا به په اطمینان خپله پاچاهي کوي ، که چېرې په عوامو کې بعض هوښيار پيدا شي او ډ پاچا په اصليت خبر شي نو هغه ډېر کم خلک وي او بيرته دا نور عوام يې غلي کوي او مصروفه يي ساتي ،
۴: ميکياولی وايې چې بايد حاکم د خلکو په ميلو او د خوشالۍ په مجالسو ااو پروګرامونو کې اشتراک وکړي او هغوئ ته ځان خواخوږی معرفي کړي ، خو بايد خپلو کارمندانو ته اوايي چې تاسې کارونه په سمه توګه مه کوئ بلکه کوښښ کوئ چې عوام تکليف کړئ ، تر څو دا عوام بيرته پاچا ته راوګرځي او پاچا ورته وعدې ورکړي ، د دې به دا فايده وي چې د پاچا اهميت به زياتېږي او خلک به په نظام اعتبار نه لري ،
۵: ميکياولی وايې چې عوام امن خوښونکي وي ، بايد حاکم دوئ ته د امن او استحکام وعدې ورکړي ، خو بل اړخ ته فوځ جنګ خوښوي ځکه چې هغوئ په خپلو عهدو او تنخواه ګانو کې پرمختګ غواړي ، باچا ته پکار ده چې فوځ هم په نظر کې ونيسي او هغوئ ته هميشه دسې تقارير وکړي چې فوځ هر وخت په جذبه کې وي ، بلکه د هغوئ لپاره دسي حالات هم جوړ کړي چې فوځ پکې مصروف وي ،
دا فقط پنځه نکات دي ، ميکياولی نور هم ډېر نکات په تفصيل سره ذکر کړي او دا ټول نکات د ظالمانو اقتدار پرسته پاچاهانو لپاره د لارښود مثال لري .....!
تاسې وس په خپل ذهن کې مختلف انځورونه راولئ ، هغه ستاسې خپل مزاج ....!
