No-IMG

کاش تورخمه لاره دى پر ننګيالۍ ننګرهار نه وايي تيره !!

قاضی محمد نذير حکيمی

 

تورخم اوس د عزت بايللو لاره ده  ، تورخم اوس هغه ځای دې چيرته چې زموږ تور سرۍ په ډيره بې رحمه توګه سرتوره کيږي , ماشومان  په ژاړ  ژاړ پکي ستړي شي او حتى ځيني  يې تر مرګه رسيږي ، مرګوني مريضان په ويلچرنو کي د خپل مرګٸ  ، ځنکدن ساګاني شميري او سپين ګيرو ته سپکي سپورى ويل کيږى  ، شملورٸ لونګي  يې په ځمکه غورځول کيږى ــ ــ

تورخم دراوزې نه اوړيدل به پوليسو ته دپيسو په ورکړي ، يا  د ټيل  ما ټيل په زغملو   او په غير منظم  پاشلى قطارونو کي له ( 8- 10 ) ساعتونو انتظار روسته  په سختي  پورى غاړى  اوړي ـ هلته بيا د پاکستاني مليشو ګواښونـو او ښکنځلو اوريدو نه روسته هر افغان پر خپل بى منزله  لار درومې !

د تورخم  په پوله اوړيدل يو ستر مجبوريت دى ، هر افغان مسافر جلا جلا مجبوريتونه لرى ، زياتره يى مريضان دي ـ

آفغانى چارواکو او په ځانګړي توګه د ننګرهار والي آمرخيل  صيب :  ته وایو که دا بد حالت د تورخم  پر پوله  همداسي روان یی چې مسافرين دى زورول کيږى ، رټل کيږى او پوليسان دى ترى دبډى غوښتو مطالبي کوى ، د مسافرينو په مينځ کي قاچاق وړونکو ((ګنډما رانو)) ته زمينه برابرول کيږى تر څو هغوى  خپلي ګنډى په آساني سره  پورى غاړه واړوى او له کميشنکارانو يى پيسي تر لاسه کړى  ــ

 بيا  تاسي ګيلي  مکوی چی افغانان خپلو پوليسو  څخه نفرت او کرکه  کوی ـ او له  تاسي هم  شکايت  کوي ـ  دا هر څه ستاسی لاس کی دی  که تاسی يې د حل لار را وباسى ، فکر کوم دلته چى کوم ظلم او فساد روان دى د افغانستان په هيڅ کونج کنار کى سارى نلرى ، زه او زما په شان ډيرى مسافر افغانان  يى عيني شاهدان دى ـ ــ

مناسبه داده د هر څه نه وړاندى د تورخم  دروازى ته لومړيتوب ورکړى ، کميشنکاران او د هغو  کنډه مارانو لار  وربنده کړى ،  نوى سلنه  بى شرمي او وضعيت همدوى خراب کړى ، په دوهم قدم کى پاک نفسه  او د افغانانو په درد دردمند چارواکى او پوليس دلته ځاى پر ځاى کړى ـ

که همدا دوه بنسټيز کارونه مو وکړل ـ ان شاء الله ـ تورخم  به د مسافرو پر وړاندى آسانه  لار وي او هر څوک به په آبرو او عزت په خپله لار درومي  ــــ

   دا هر څه به تیر شی ستاسى ولايت او زعامت به هم تير شي لیکن تاریخ به پاتی وی ــــ

#که د تورخم  پر لار تلونکى مسافر مونږ په عزت رخصت کړو ، ښکاره  خبره ده پورى غاړه به مو هم ـ آبرو او عزت خوندي وي  ـــ والسلام #

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک