ليکنې
جګړه او د خلکو تيت و پرک کېدل
بصير الحق عادل
خپل اولادونه مې یوې ولسوالۍ ته نیکه کره واستول، چيغې یې راپسې وهلې، مور مې د ورور کره پاتې شوه چې راتلم له سترګو یې پر مايوسه څېره اوښکه ورغړېده، زه ترې کابل ته راغلم.
چې له کوره راوتلم، پر پخلنځي مې سترګې ولګېدې، روميان د پخلي لپاره میده شوي پراته وو، د چای ترموزان ډک وو، ترکاري غابونو کې جوړه کړی شوې وه.
سترګې مې نمجنې شوې، تصور مې نشو کولی چې دا کوچنوټی کورګی دې داسې ګډ وډ او انسانان دې یې خواره واره شي.
اوس مهال زموږ کلی د جګړې ډګر دی او دواړې خواوې پرې خپلې وسلې ازمايي.
"میرات شې، ځوانيمرګ شې، مړ شې جنګه ځوانيمرګه...
نور ولوله
رښتينی مقتدری شوری د افغانستان پيچلی قضيې حل
دستري رښتينې افغان خپلواکي مقتدرې شورا ستره ګټه داده چې يا به ئې طالبان او ټاميان هم ومني يا به ئې مخالفت وکړي، طالبان به حملي ورباندي وکړي، هرلوري چې سرغړونه وکړه هغه به ټول ملت پردى مزدور دښمن ومني او دزړه له اخلاصه به ئې پر ضد جنګ شروع کړي
اوس څه حالت دى?
خلک د طالب ضد ځکه وسله نه اخلي چې ګټه ئې ټاميانو او د لنډغرو متحد ټامچوريت ته رسيږي مګر اسلام، افغانانو او افغانستان ته ئې هيڅ ګټه نه رسيږي،
خلک پوهيږي چي ټامي نه کور دلته دى نه زموږ په کلتور بلد دى نه زموږ له غمه دى ټامي د غرب يو باري خر دى چې غرب هر څنګه وغواړي هم هغسي به ئې ترپوي
خلک ولى عموم او د زړه له اخلاصه له طالب سره نه دريږي?
خلک ټول پوهه دى چې طالبان تول ل...
نور ولوله
د افغانستان د راتلونکې په اړه د نيويارک ټايمز وروستی مضمون د اندېښنې او غور و فکر وړ دی
ظاهر عمار
د افغانستان د راتلونکې په اړه د نيويارک ټايمز وروستی مضمون د اندېښنې او غور و فکر وړ دی. دا په هېڅ صورت عادي موضوع نه ده چې امريکا او غربي ملاتړي يې پلان لري له افغانستان نه تر وتلو وروسته د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود او نورو پخوانيو پاټکي او لنډهغرو ډلو ته وسلې او نور امکانات ورکړي او د امريکايانو په اصطلاح د حالاتو د قابو کولو ډاډ ترلاسه کړي. دا د يوې بلې کورنۍ جګړې او بربادۍ اشاره ده.
حکمتيار صيب هم د اختر په دويمه ورځ غالباً همدې موضوع ته په اشارې ويلي وو چې يو شمېر پخوانۍ ډلې بيا ځانونه مسلح کوي او کورنۍ جګړې ته تياری نيسي.
حکومت، طالب او سياسيونو ته سړی د خدای روی ونيسي چې د وطن دا حسّاس ا...
نور ولوله
ايا اسرايل په فلسطين حق لري ؟
که تاريخي پس منطر ته ور وګرځو نو فلسطين اصلا د عربو ملکيت دی او يهود پرې هيڅ شرعي او تاريخي حيثيت نلري .
دا بحث به په بله ليکنه کې وکړو چې په فلسطين څنګه د عربو حق دی او يهودو کوم ځاي اصلي مسکن او ميراث دی خو په تالمود کې د يهوديانو نه دا وعده او عهد اخستل شوی چې هغوی له دې پاکې او مقدسې خاورې و ويستل شول او دوی بیا حق نلري چې دې زمکې ته را وګرځي او بيا خپل حکومت پرې جوړ کړي، اوس وخت کې يهودانو دا وعده ماته کړې .
چون ما مخکې پوسټ کې ليکلي ول، چې يهود دوه ډلې دي يو هغه چې فلسطين په زور نيول غواړي بل هغه چې هغوی فلسطين نيول نغواړي بلکې هغوی دجال راتګ ته منتطر دي او هغوی فکر کوي چې دجال راشي نو بيا به فلسطين دوی ته په لاس ورشي او يو لوی حکومت به لري .دل...
نور ولوله
فلسطین د مسلمانانو لپاره د عقیدې موضوع ده
فلسطین د مسلمانانو لپاره د عقیدې موضوع ده. په قران کریم کې بار بار راغلي چې الله تعالی دغه ځمکه مبارکه ګرځولي. الله تعالی ورته الارض المقدسة ویلي، یعني دا ځمکه سپیڅلې ځمکه ده. د څلور زره کالو راهیسې دا ځمکه د پیغمبرانو او وحي سره تړلي ده. داسې یو لویشت خاوره به القدس کې نه وي چې هلته کوم پیغمبر ناسته نه وي کړي یا پرې ګرځیدلی نه وي. زموږ پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم په اقصی کې ګرځیدلی، هلته یې لمونځ کړی. په احادیثو کې راغلي چې مسلمانان د تبرّک او ثواب لپاره القدس ته تللی شي. په یو بل حدیث کې راغلي که څوک القدس ته لاړ او مسجد الاقصی کې یې دوه رکعته لمونځ وکړ، الله تعالی به یې ګناهونه داسې معاف کړي لکه تازه چې د مور نه زیږدلی وي.
مسجد الاقصی د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه، څه باندې ۱۳ کال...
نور ولوله
د دشت برچي او شکر درې بريدونه؛ د ملي امنيت د يو کارمند استعفاء او توبه!
عید ګل وردګ
زه عید ګل د سید اباد د اونخي درې اوسیدونکی له زیاتې مودې د ملي امنیت کارکونکی یم، په ډیر صداقت مې خپله وظیفه اجراء کوله او په ډیرو مواردو او اوپراتیفي عملیاتو کې دخیل وم.
داعش نوم کارول تر ټولو ستره وسله زمونږ په لاس کې وه، له دې وړاندې چې کومې لوبې رئیس صاحب نبیل وکړې د هغوی یادونه به تاسو ته کوم بل وخت وکړم.
اوپراتیفي معاون اجمل عابدي صاحب به هر وخت په وړو او سري غونډو کې مونږ تشویقولو چې داسې برنامو باندې کار وکړو چې طالبان ډیر بدنام او خلک د جمهورت ملاتړ وکړي، هغه به ویل په کابل او ننګرهار کې د طالبانو پلویان په مرموز ډول له منځه یوسئ.
په لومړی وار د داعش تر نوم لا...
نور ولوله
نِگاه مُختصری به قباحت قوم یهود !
عبد الجمیل ذهین
قوم یهود، نسلی که به القاب«زمین دزد» و«پیامبر کُش» مشهور بوده و در طول تاریخ، مورد لعن خداوند و پیامبرانش قرار گرفته است. این نسل دارای تاریخِ خونین و کارنامهی ننگین و مملو از جنایت است. جنایات معاصر این قوم با به میان آمدنِ ایدیولوژی صهیونیسم و ماموریتاش جهت انسجام یهودیانِ سراسرِ جهان و تشکیل سرزمین واحد( اسرائیل) بر روی جمجمههای اجساد اطفال، زنان و ملت مظلوم فلسطین آغاز یافت.
اسرائیل- کشور ساخته شده از خون و ظلم- از بَدو تشکیلاش، دست به تروریزم دولتی علیه مردم فلسطین زده و درد آورترین جنایاتِ علیهبشریت را در تاریخ معاصر و در بیخ گوش کَر و چشمان کورِ ...
نور ولوله
قدس تر مکې او مدينې وروسته درېيم حرم او ساتنه يې زموږ د عقيدې برخه ده
ظاهر عمار
قدس تر مکې او مدينې وروسته درېيم حرم او ساتنه يې زموږ د عقيدې برخه ده. افغانستان همېشه په قدس کې د راپورته شويو جنجالونو پر مهال د فلسطينيانو ننګه کړې، اسرائيل يې غاصب او ظالم دولت بللی او پر نړۍوالو يې غږ کړی چې د فلسطينيانو د خاورې د ملکيت حق تسليم کړي او د اسرائيلو د ظلمونه مخه ونيسي.
خو تاسې باور وکړئ چې فلسطينيان او په ځانګړې توګه، غزه کې اوسېدونکي فلسطينيان چې اسرائيلو او حتا مصر پرې خپلې ټولې ځمکنۍ لارې بندې کړي او د ژوند اساسي اړتياوې هم په ډېرې سختۍ وررسيږي، زموږ هومره ولاکه مجبور او بېوسه وي بلکې د خپلې دفاع پوره وړتيا لري او د ژوند تېرولو سليقه يې هم تر موږ ښه ده. غزه کې حماس او اسلامي جهاد ډلو دا ورځې پر اسرائيل...
نور ولوله
نيويارک ټايمز: دا ځل اسرائيلو سره جگړه کي حماس تنظيم ډېر متفاوت رول ولوباوه
زاهد جلالي
ځينې داسې عادت شوي چې له نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ ها خوا نورې خبرې ورته هسې چټيات ښکاري. اوس نيويارک ټايمز د «د فلسطيني توغنديو شمېر او لرې سيمو نښه کولو اسراییليان حيران کړل» تر سرليک لاندې راپور خپور کړی دی.
هغو کسانو ته چې زموږ تېرو پوسټونو باندې يې پسخند کاوه او هسې تبليغات يې بلل، د دې راپور مهم ټکي وړاندې کوم:
- اوسنۍ جګړه کې فلسطيني جنګياليو بيخي ډېر توغندي اسراییلو ته فاير کړي دي چې د دوی شمېر ډېر مزل اسراییلي چارواکي حيران کړي دي. (د ۲۰۱۴ کال جګړه کې حماس په اوسط ډول د ورځې ۱۹۲ راکټه اسراییلو ته فاير کول، خو دا وار يوازې اوله ورځ کې يوازې حماس ۴۷۰ راکټه...
نور ولوله
ولې هېواد کې د ننه علماء په شهادت رسول کېږي؟
د نامرده هد في وژنو په سلسله کې د هیواد یوه بله منوره اوعالمه څېره د یوې مدروسې مؤامرې په درشل کې د شکردرې په سیمه کې د مسجد د ننه په شهادت رسول شوې.
مفتی نعمان(فضلي) چې یو دین دوسته،هیواد دوسته او د حق پلوی ځوان عالم وه په شهادت رسول شوي.
یادونه: له هیواد بهرعالمان خودوی ټول مخالفین یا د ښمنان بولي نو د هیواد دد ننه عالمان بیا څوک اوولي په شهادت رسوي؟ ایا ددا علم سره د ښمني ده که دعالم اوعلماووسره؟
اوکه په اساس کې له هرهغه چاسره د ښمني ده چې دین ته په چوپړکې واقع کیږي؟.
که داسي وي هیڅوک حق نلري له هیواده بهرمهاجرعلماء کرام ملامت کړي ځکه هغوی ته دهیواد دد ننه هیڅ ډول مصئونیت،او امان نشته...
نور ولوله
درې ورځنی اوربند د استانبول غونډې پورې وغځول شي
په سوله او اوربند کې خیر او برکت دی، دا د ټولو افغانانو یو ارمان او شرعي غوښتنه ده، له بده مرغه افغانان د سولې لپاره له ډیر وخت راهیسې په بې صبرۍ سره انتظار کوي.
پېشنهاد
سیاسي جهتونه کولای شي چې په یو لنډ مهاله اوربند باندې سلا مشوره وکړي څو په خپلو کې یو سیاسي مفاهمې او توافقنامې ته ورسيږي، البته دغه کار د یو مسلکي او باصلاحیته تشکيل په شتون کې او د منظم میکانیزم پر اساس باید عملي شي.
که چیرې د افغانستان سیاسي او نظامي جهتونه همدغه درې ورځنې اوربند د اسټانبول غونډې پورې وغځوي، ممکن د سولې د تحقق لپاره د باور او اعتماد فضا او فرصتونه ایجاد کړي، شاید افغانان په خپلو کې یو څه نتیجې ته ورسیږي؛ که احیاناً د سولې او دغه اوربند کومه مثبته نتیجه ورنه کړ...
نور ولوله
د فلسطينيانو لخوا د يوه اسراییلي وژل د زرو اسراییليانو پښې لړزوي
زاهد جلالي
د اختر ورځې دي، دوستان په مبارکيو بوخت دي، دې وخت کې دا ډېر پوسټونه هم ښه نه وي، خو دا چې دا موضوع لږه مهمه ده نو:
تېرو درېو ورځو کې اسراییلي ځواکونو پراخه کچه ثقيله وسله د غزې سرحد ته نږدې ځای پر ځای کړې ده. دسمندر لخوا له پخوا غزه محاصره وه او هوايي بمبار وخت ناوخت جريان لري. نو ممکن ده چې اسراييل پراخ عمليات پيل کړي او ممکن ډېر خلک غزه کې ووژني.
البته فلسطينيان په دې پوهېږي چې اسراييل به دا کار کوي او دوی قربانۍ ته تیار هم دي.
بلې خوا حماس هره ورځ يوه نوې وسله او نوی راکټ کاروي. تېره ورځ د عياش ۲۵۰ راکټ وکارول شو او دغه راکت ۲۵۰ کيلومتره لرې ځای نښه کولای شي....
نور ولوله
مونږ بايد دیني او سیاسي مسالو کې له افراطي افکارو تېر شو او د زغم او اعتدال لار خپله کړو
زردشت شمس
ترڅو چې مونږ په دیني او سیاسي مسالو کې له افراطي افکارو او دریځونو تېر نه شو او د زغم او اعتدال لار خپله نکړو تر هغې به نه کورنېو ستونزو ته د پاې ټکی کیږدو او نه به هم په نړیوالو کشالو کې اغیزمن سیاست او رول ولرو.
له څو ورځو راهیسې د اسرایلو ظالم او جابر رژیم د فلسطین د مظلوم ولس پروړاندې د ټولو انساني ارزښتونو او معیارونو برخلاف اقدامات پیل کړي او په لسګونو بیګناه فلسطینیان یې آن د مسلمانانو لمړۍ قبلې مسجد اقصی دننه شهیدان او ټپیان کړل. د اسرایلو یادو کړنو نه یوازې د نړۍ مسلمانان غمجن کړي بلکه ګڼ شمیر غیر مسلمو هیوادونو او سازمانونو یې هم دغه ناروا عمل غندلی.
په افغانستان کې بیا له ځینو لخوا هاغه خلک چ...
نور ولوله
حکمتيار: بهرنۍ استخبارات لگيا دي اجير جنگيالي استخداموي او د نوي جنگ لپاره تيارى نيسي!!
له دې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:
هېواد مو له ډېر حساس پړاو تېرېږي؛ له يوې خوا بهرني ځواكونه چي دا اوږده خونړۍ جگړه ئې پر افغانانو تپلې؛ دې نتيجې ته رسېدلي چي بايد له افغانستان ووځي، دلته ئې مزيد پاته كېدا په زيان ده، د وتلو پرېكړه ئې كړې؛ خو په داسي حال كي وځي چي جگړه تر شا پرېږدي؛ له بلي خوا ځيني نور د يوه بل جنگ لپاره تيارى نيسي.
په جنگ كي ښكېل داخلي لوري هم؛ لا نه دي توانېدلي چي د راتلونكي په اړه او سولي ته د رسېدو په ارتباط خپله اراده څرگنده او واضح او عملي طرح وړاندي كړي؛ لا اوس هم؛ يو له بل د تسليمېدو مطالبه كوي!! او دا له شك پرته جنگ ته بلنه او مقابل لورى دې ته اړ كول دي چي يا ورته تسليم شي او يا د جنگ لار غوره كړي. افغانان داسي دي چي كه هر ...
نور ولوله
په لومړي ځل د فلسطین د قوت نښې
زاهد جلالي
ما غوښتل چې څه چې په اسراییلو کې روان دي، پرې تفصيلي ليکل وکړم، ځکه چې اوس مهال ځينې ډېرې مهمې پېښې شوي دي، خو د تفصيلي ليکلو وخت نه شته. نو پر دغو ټکو اکتفا کوم:
۱. دا لومړی وار دی چې فلسطيني جنګي ډلو وکولای شول چې په اسراییلو کې مختلفې سيمې په راکټونو نښه کړي. دا لومړی ځل دی چې فلسطيني راکټونه څه باندې يو سل و شل کيلومتره لرې ځايونه نښه کوي. د دغو راکټونو له وجې تقريباً ټول اسراییل کې د خطر اوازونه اورېدل کېږي او وېره خپره شوې ده. بنګوريون هوايي ډګر چې تر ټولو ستر دی، تړل شوی او هر بل فعاليت همداسې.
۲. تر اوسه پورې د فلسطيني ډلو راکټونه داسې وو، لکه مرمۍ،...
نور ولوله
