ولې هېواد کې د ننه علماء په شهادت رسول کېږي؟
د نامرده هد في وژنو په سلسله کې د هیواد یوه بله منوره اوعالمه څېره د یوې مدروسې مؤامرې په درشل کې د شکردرې په سیمه کې د مسجد د ننه په شهادت رسول شوې.
مفتی نعمان(فضلي) چې یو دین دوسته،هیواد دوسته او د حق پلوی ځوان عالم وه په شهادت رسول شوي.
یادونه: له هیواد بهرعالمان خودوی ټول مخالفین یا د ښمنان بولي نو د هیواد دد ننه عالمان بیا څوک اوولي په شهادت رسوي؟ ایا ددا علم سره د ښمني ده که دعالم اوعلماووسره؟
اوکه په اساس کې له هرهغه چاسره د ښمني ده چې دین ته په چوپړکې واقع کیږي؟.
که داسي وي هیڅوک حق نلري له هیواده بهرمهاجرعلماء کرام ملامت کړي ځکه هغوی ته دهیواد دد ننه هیڅ ډول مصئونیت،او امان نشته.
بل طرف د هیواد له علماء کرامو،منورینو،بلونکو احترامانه هیله ده چې دالله جل جلاله د حکم اود رسول صلی الله علیه وسلم دسنتو مطابق د خپل حفاظت لپاره ټول شرعي،قانوني لاس شته وسایل پرکار واچوي اوهیڅکله د خپلې مشروع د فاع څخه غافله نشي اوداسبابو ساتل محض توکل وبولي. که په دغه لارښوونوعمل وه شي ګومان نه کوم د پردې شاته بزدل د ښمن بیا د چا د وژلو جراءت هم وکړي.
واعدوا لهم مااستطعتم من قوة ومن رباط الخیل ترهبون به عدو الله وعدو کم.
رحمه الله رحمةً واسعةً واسکنه فسیح جناته.
