رښتينی مقتدری شوری د افغانستان پيچلی قضيې حل
دستري رښتينې افغان خپلواکي مقتدرې شورا ستره ګټه داده چې يا به ئې طالبان او ټاميان هم ومني يا به ئې مخالفت وکړي، طالبان به حملي ورباندي وکړي، هرلوري چې سرغړونه وکړه هغه به ټول ملت پردى مزدور دښمن ومني او دزړه له اخلاصه به ئې پر ضد جنګ شروع کړي
اوس څه حالت دى?
خلک د طالب ضد ځکه وسله نه اخلي چې ګټه ئې ټاميانو او د لنډغرو متحد ټامچوريت ته رسيږي مګر اسلام، افغانانو او افغانستان ته ئې هيڅ ګټه نه رسيږي،
خلک پوهيږي چي ټامي نه کور دلته دى نه زموږ په کلتور بلد دى نه زموږ له غمه دى ټامي د غرب يو باري خر دى چې غرب هر څنګه وغواړي هم هغسي به ئې ترپوي
خلک ولى عموم او د زړه له اخلاصه له طالب سره نه دريږي?
خلک ټول پوهه دى چې طالبان تول لس ستر علمي سياسي او حکمتي کادرونه هم نلرى بس د شپنو غوبونو پخوانۍ پاچاهي به وي ستره اختراع ستر پرمختګ به ئې دبى کيبل بياتي، ولس توهين ولس باندي پوچه دکلتوري، پوهنتونونه تړل، يعني سل سلنه د پوهني او فکر د او له نړۍ سره د سيال کيدو پرمختګ به بشپړ سقوط او منجمد وي ځکه چې د لويو ملا صاحبانو په قؤل او مخامخ بحثونو په بنياد، پاکستان نظامي اقتصادي، سیاسي او امنیتي ترقي عين زموږ ترقي ده ځکه چې اسلام کلا ده، هلته ديوبندي اکوړه خټک ده هلته ديوبندي حقانيه مدرسه ده دا موږ ټول هغو روزلي يو،
طالب به بيا دخلکو په سرونو او عقلونو فکرونو او سوچونو کي د کندهار کابل لاري جوړوي دا به ئې د 2021 کال اسرائیل ضد امريکا ضد ستره او خاص اختراع وي
طالبان به بيا ګرم او ناګرم دواړه به مرګ د ټول عمر عيبي په کيبلو وهي، مخکي د قاضي تر حکمه به د متهم حال په وهلو وهلو د ټول عمر عيبي کړي
بيا به خلک د هر دکان هر کانتينر هر ديوال هر بوټي هري وني شا او مخته غټه سوپه باسي متيازي به کوي د تول بزار به د مچازو او غ بوى ځي دوى به خوښ وي چي الحمدلله طالبي اسلام جوړيږي الحمدلله
خلک بيا به دې ويره لرى چې يو سپږن تس په نوم احمق جاهل طالب چي دسپک هيندو يهود په چير ئې بريت په خوله کي پراته وي مګر بل عام ولسي وکړى به په دې وهي دبوي بي عزته کوي چې ولي دي ږيره وهلي ده? دا به ئې ستر ابتکار وي
خلک له طالبانو په زړونو کي شديد نفرت لري چې بيا به ددي پر ځاى چي ولس ته د امارت يا خلافت له اصولو سره سم کور، لباس او غذا ورسوي برعکس به په زور بيګار دى، په زور عشر دى، په زور لمونځ دى، په زور هرڅه،
خلک ويره لرى چې طالب به بيا افغانستان کي د ټولو موثرو خاصو سياسي احزابو رېشه وکاږي ځکه چې سياسي احزاب ديو هيواد ستره سياسي سرمايه ده
طالب به بيا تس په نوم مجهول غير مشروع غير اهل حکمت غير اهل شريعت افسانوي اهل حل عقد شورا له مخي د پاکستان دمقاماتو پرېکړي پر موږ تپي
مکتبونو ليسو او پوهنتونونو کي به هغه ټول مضامين يا حذف يا مسخره خرافاتي شي چې يو ملت د حکمت له اړخه پر ځان متکي کوي
دا ټول کارونه اوس هم طالب بي له شکه تولو ولاياتو کي په زور کوي
طالب به بيا ډاکتر انجنير پروفيسور ساپنسپوهه حکمت پوهه بيولوژست ،روانپوهه داسي توهينوي لکه هيڅ چي انسان نه وي، هو دا رښتيا دي
نو
د ستري مقتدري خپلواکي شورا پرېکړه به هر افغان ته دا جرات ورکړي چې د شورا له پرېکړو سرغړونکى په ضد په اخلاص وجنګيږي ولو ټامي يا طالب يا لنډغر يا بل حزبي يا هرڅوک
رښتيني ټول شموله خپلواکه اجتماع په هنګامي حالاتو کي داسلام او افغانانو اصل دى هيڅوک به ئې مخالفت ونشي کړاى
2 کاله مخته ټام باوا او دهغه مفسيدي ټولۍ ته مشر همدا مشوره ورکړي وه مګر ايله چي اوس ئې ومنل چي دا کار بايد پخوا شوى واى، که شوى واى نن به خبره يو طرفه وه يا دايمي سوله يا ديو منحرف طرف په ضد د ټول ملت افتخاري جګړه
مګر ټام باوا په لوى لاس د افغانستان د ټولو قربانيو امتيازات انګلستان، پاکستان ته ورکوي،
دطالب په مرکه هم د انګلستان ستر فؤځي سلاکاران او چارواکي خبري کوي او طالب جناب هم اعلان نه کوي چې پاکستان انګلستان د افغانستان د سرنوښت د ټاکلو ورباندي د خبرو هيڅ حق نلري که کوم تړون هم وکړي دطالبانو امارت به ئې قطعأ ونه مني
ددوى دا خاموشي ددي تايد او تصديق او ملت ته دا شکوک ورپيدا کوي چي لکه د اول ځل لپاره چي نړۍ او افغانستان کي انګلستان د عثماني خلافت ضد د انګلستان د شاهي نظام کاپي نظام امارت اختراع او عربو او افغانستان کي د عبدالرحمن اسلامي امارت جوړ کړ، همدغسي اوس هم انګلستان غواړي د خپل لاسپوڅي پاکستان په مټ په افغانستان کي بيا هم د عبدالرحمن او بچه سقاؤ په څير د خلافت او بنسټپالو ضد د کفري شاهي نظامي څخه په تقليد تش په نوم اسلامي امارت (انګلسي مستعمره) جوړه کړي
هو خلک له طالب او ټامهوريت څخه تر پوزي راغلي د يؤې ستري اسلامي ملي مقتدري شورا په هيله او دهغو پرېکړو ته انتظار دي
دا په داسي حال کي چي ددغي شورا د جوړيدا له ګنګوسو سره طالبانو ددغه بنيادي اسلامي ملي نظريې او طرحي ورکونکي په غندلو پسي بيا خولي وازي کړي او ټيوټر کي ئې بلها اپلتي ويشتلي دي
