د افغانستان د راتلونکې په اړه د نيويارک ټايمز وروستی مضمون د اندېښنې او غور و فکر وړ دی
ظاهر عمار
د افغانستان د راتلونکې په اړه د نيويارک ټايمز وروستی مضمون د اندېښنې او غور و فکر وړ دی. دا په هېڅ صورت عادي موضوع نه ده چې امريکا او غربي ملاتړي يې پلان لري له افغانستان نه تر وتلو وروسته د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود او نورو پخوانيو پاټکي او لنډهغرو ډلو ته وسلې او نور امکانات ورکړي او د امريکايانو په اصطلاح د حالاتو د قابو کولو ډاډ ترلاسه کړي. دا د يوې بلې کورنۍ جګړې او بربادۍ اشاره ده.
حکمتيار صيب هم د اختر په دويمه ورځ غالباً همدې موضوع ته په اشارې ويلي وو چې يو شمېر پخوانۍ ډلې بيا ځانونه مسلح کوي او کورنۍ جګړې ته تياری نيسي.
حکومت، طالب او سياسيونو ته سړی د خدای روی ونيسي چې د وطن دا حسّاس او نازک حالت درک کړي، تر لسيزو بېمعنا او بېګټې تربګنۍ وروسته يو بل په غېږ کې ونيسي، سره کېني، د پرديو پر مخ لاړې ورتو کړي، پر دې وطن زړه وسوځوي او له نورې بربادۍ يې وژغوري. ټول بايد پوه شو که موږ د سولې دا فرصت هم ضايع کړ، په تلپاتې بربادۍ او ذلت محکوم یو.
