No-IMG

قدس تر مکې او مدينې وروسته درېيم حرم او ساتنه يې زموږ د عقيدې برخه ده

ظاهر عمار

 

قدس تر مکې او مدينې وروسته درېيم حرم او ساتنه يې زموږ د عقيدې برخه ده. افغانستان همېشه په قدس کې د راپورته شويو جنجالونو پر مهال د فلسطينيانو ننګه کړې، اسرائيل يې غاصب او ظالم دولت بللی او پر نړۍ‌والو يې غږ کړی چې د فلسطينيانو د خاورې د ملکيت حق تسليم کړي او د اسرائيلو د ظلمونه مخه ونيسي.

خو تاسې باور وکړئ چې فلسطينيان او په ځانګړې توګه، غزه کې اوسېدونکي فلسطينيان چې اسرائيلو او حتا مصر پرې خپلې ټولې ځمکنۍ لارې بندې کړي او د ژوند اساسي اړتياوې هم په ډېرې سختۍ وررسيږي، زموږ هومره ولاکه مجبور او بې‌وسه وي بلکې د خپلې دفاع پوره وړتيا لري او د ژوند تېرولو سليقه يې هم تر موږ ښه ده. غزه کې حماس او اسلامي جهاد ډلو دا ورځې پر اسرائيلي ښارونو د توغنديو باران پيل کړی او اسرائيلي دولت يې وارخطا کړی. بېګاه مې ويډيوګانې کتلې، اسرائيلي ښارونو کې وېره خپره وي، خلک منډې رامنډې وهي، کورونو او پر سړکونو ولاړو بسونو اور اخيستی وي.

عرض دا دی چې فلسطينيانو په دا دومره اوږده کلونو کې له اسرائيلو سره د هر ډول تعامل چل زده کړی، د مقابلې نسبي توازن يې رامنځته کړی او تر هر يرغل وروسته اسرائيلو ته مناسب نظامي ځواب ورکوي. په هر حال، موږ قدس او ټوله فلسطيني خاوره کې اوسني روان وضعيت ته خپه يو، خپلو مسلمانو او مظلومو فلسطيني خويندو وروڼو سره د همدردۍ اظهار کوو او دعاء کوو چې الله تعالی زموږ پر حال هم رحم وکړي او دوی هم له اسرائيلي وحشتونو خوندي وساتي، آمين.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک