ايا اسرايل په فلسطين حق لري ؟
که تاريخي پس منطر ته ور وګرځو نو فلسطين اصلا د عربو ملکيت دی او يهود پرې هيڅ شرعي او تاريخي حيثيت نلري .
دا بحث به په بله ليکنه کې وکړو چې په فلسطين څنګه د عربو حق دی او يهودو کوم ځاي اصلي مسکن او ميراث دی خو په تالمود کې د يهوديانو نه دا وعده او عهد اخستل شوی چې هغوی له دې پاکې او مقدسې خاورې و ويستل شول او دوی بیا حق نلري چې دې زمکې ته را وګرځي او بيا خپل حکومت پرې جوړ کړي، اوس وخت کې يهودانو دا وعده ماته کړې .
چون ما مخکې پوسټ کې ليکلي ول، چې يهود دوه ډلې دي يو هغه چې فلسطين په زور نيول غواړي بل هغه چې هغوی فلسطين نيول نغواړي بلکې هغوی دجال راتګ ته منتطر دي او هغوی فکر کوي چې دجال راشي نو بيا به فلسطين دوی ته په لاس ورشي او يو لوی حکومت به لري .دلته عيسې عليه السلام زموږ په عقيده او د هغوی په عقيدة د دوی ته نجات ورکوونکي چې هغه دجال دی د شيعة ګانو په عقيده امام مهدي يا دولسم امام . همداسې نورو ادیانو کې هم شته.
مشهور يهودی عالم جيول ټيټالبم(Joel Teitalbum) د تالمود دا پراګراف په خپل کتاب کې شريک وکړی ،
«حمله مکوئ، هميش له دې ځايه لرې اوسئ، رب دې موږ وبښي که چيرته تاسو حمله وکړې او دې ځای ته بيرته د ورګرځيدلو کوښښ وکړئ نو د هغې سزا دا ده چې ،
زه به ستاسو په وينو ميدانونه لکه د هوسۍ په وينو ور خړوب کړم، دا ستاسو د ګناهونو، سرغړونې او بد اخلاقۍ لامل ؤ چې دا مو حال شو او له دې هيواد وشړل شوئ.»
ټيټالبم ليکي، زنديق، بې ایمانؤ او بد اخلاقو ډېر کوښښ وکړ چې دا وعدې، قسمونه او د خدای حکم مات او بيا په فلسطين حمله ور وړي او هغه خپل ځای وګڼي، او له وخت مخکې دوی خپل حکومت جوړ کړي .
[Vayoel Moshe, 3]
په دې ټول کتاب کې همدا استدلال شوي چې فلسطين باندی د يهودو هيڅ حق نشته .
هغه ليکي، د يهودو د فلسطين همدا نا جايزه غوښتنه سرکشي او بدمعاشي وه چې خدای پاک پرې هټلر لکه عذاب را مسلط کړ .
دلته یې تفصيل کتلی،
https://www.truetorahjews.org/siman10
په دې کتاب کې فقهي تفصيلي بحث شوی او ويلي يې دي چې په فلسطين اسرايل هيڅ قانوني شرعي او تاريخي حق نلري .
