No-IMG

جګړه او د خلکو تيت و پرک کېدل

بصير الحق عادل

 

خپل اولادونه مې یوې ولسوالۍ ته نیکه کره واستول، چيغې یې راپسې وهلې، مور مې د ورور کره پاتې شوه چې راتلم له سترګو یې پر مايوسه څېره اوښکه ورغړېده، زه ترې کابل ته راغلم.

چې له کوره راوتلم، پر پخلنځي مې سترګې ولګېدې، روميان د پخلي لپاره میده شوي پراته وو، د چای ترموزان ډک وو، ترکاري غابونو کې جوړه کړی شوې وه.

سترګې مې نمجنې شوې، تصور مې نشو کولی چې دا کوچنوټی کورګی دې داسې ګډ وډ او انسانان دې یې خواره واره شي.

اوس مهال زموږ کلی د جګړې ډګر دی او دواړې خواوې پرې خپلې وسلې ازمايي.

"میرات شې، ځوانيمرګ شې، مړ شې جنګه ځوانيمرګه"

په ۲۱ پېړۍ کې زموږ د ژوند رښتيني کیسه ګۍ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک