No-IMG

نيويارک ټايمز: دا ځل اسرائيلو سره جگړه کي حماس تنظيم ډېر متفاوت رول ولوباوه

زاهد جلالي

 

ځينې داسې عادت شوي چې له نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ ها خوا نورې خبرې ورته هسې چټيات ښکاري. اوس نيويارک ټايمز د «د فلسطيني توغنديو شمېر او لرې سيمو نښه کولو اسراییليان حيران کړل» تر سرليک لاندې راپور خپور کړی دی.

هغو کسانو ته چې زموږ تېرو پوسټونو باندې يې پسخند کاوه او هسې تبليغات يې بلل، د دې راپور مهم ټکي وړاندې کوم:

- اوسنۍ جګړه کې فلسطيني جنګياليو بيخي ډېر توغندي اسراییلو ته فاير کړي دي چې د دوی شمېر ډېر مزل اسراییلي چارواکي حيران کړي دي. (د ۲۰۱۴ کال جګړه کې حماس په اوسط ډول د ورځې ۱۹۲ راکټه اسراییلو ته فاير کول، خو دا وار يوازې اوله ورځ کې يوازې حماس ۴۷۰ راکټه فاير کړل. دا‌ ډېر ستر تفاوت دی، ځکه اسراییلو ګومان کاوه چې دوی تېره بمبارۍ کې د حماس ټول وسايل له منځه وړي دي او دوی تر پخوا اوس کمزوري دي).

اسراییلي دفاعي سیستم Iron Dome ډېر راکټونه په هوا کې ويشتي دي او خنثا کړي يې دي، ځينې راکټونه پر داسې ځايونو لګېدلي چې لږ ورانی يې کړی، خو ځينې نور بيا پر ودانیو او موټرو لږېدلي او اووه کسه يې وژلي دي (تر پنجشنبې).

- تر دې جګړې مخکې داسې ګومان کېده چې د حماس توغندي به زيات نه زيات تر سل ميله پورې (۱۶۰ کيلومتره) ځای نښه کولای شي، خو حماس دا وار رامون هوايي ډګر نښه کړ چې د غزې له سرحد څخه ۱۱۰ کيلومتره فاصله لري.

حماس د دې په اړه وايي چې دغه توغندی يې نوی جوړ کړی او تر ۱۵۵ ميله پورې (۲۵۰ کيلومتره) ځايونه ټارګټ کولای شي. معلومه نه ده چې حماس به دغه توغندی څومره ولري.

(دا په داسې حال کې ده چې اسراييلو ګومان کاوه چې د حماس ټول توغندي لنډ ځای ويشتلای شي او دا توغندي هم محدود شمېر کې لري، ځکه چې تېرو بمباريو کې دوی ګومان کاوه چې ډېری يې له منځه وړل شوي دي).

- پخوا به د حماس راکټونه له مصر څخه غزې ته قاچاق کېدل، يا به د دغو راکټونو قاچاق شوې برخې غزې کې تړل کېدې، خو په وروستيو کلونو کې اکثريت دغه راکټونه په غزه کې جوړېږي.

پورتنی راپور د نيويارک ټايمز ورځپاڼې دی. چې بيخي يې راخلاصه کړو معنا يې دا ده چې اوسنۍ جګړه کې حماس بیخي ډېر متفاوت رول ولوباوه. د دوی راکټونه نه يوازې د تعداد له مخې ډېر شوي، بلکې کيفيت يې ډېر ښه ښوی، او د اسراییلو ټولې سيمې ټارګټ کولای شي. اخري او تر ټولو مهمه خبره يې دا ده چې حماس اوس پخپله توغندي جوړوي او د يوې ډلې له پاره د دغسې توغنديو جوړول بيخي ستره لاسته راوړنه ده.

دا و د نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور، د ځينو هغو کسانو د تسليت له پاره چې د حماس په وړتيا يې شک لاره او اوسنۍ جګړه کې ښکېلېدل يې هسې حماقت باله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک