د دشت برچي او شکر درې بريدونه؛ د ملي امنيت د يو کارمند استعفاء او توبه!
عید ګل وردګ
زه عید ګل د سید اباد د اونخي درې اوسیدونکی له زیاتې مودې د ملي امنیت کارکونکی یم، په ډیر صداقت مې خپله وظیفه اجراء کوله او په ډیرو مواردو او اوپراتیفي عملیاتو کې دخیل وم.
داعش نوم کارول تر ټولو ستره وسله زمونږ په لاس کې وه، له دې وړاندې چې کومې لوبې رئیس صاحب نبیل وکړې د هغوی یادونه به تاسو ته کوم بل وخت وکړم.
اوپراتیفي معاون اجمل عابدي صاحب به هر وخت په وړو او سري غونډو کې مونږ تشویقولو چې داسې برنامو باندې کار وکړو چې طالبان ډیر بدنام او خلک د جمهورت ملاتړ وکړي، هغه به ویل په کابل او ننګرهار کې د طالبانو پلویان په مرموز ډول له منځه یوسئ.
په لومړی وار د داعش تر نوم لاندې په ځینو خبریالانو زمونږ د همکارانو په توسط داسې برنامي ترتیب شوې چې څوک شک ونه کړي، د ملي امنیت د عمومي ریاست، پخواني چهل او نود ریاست ته ننوتې لارې خوله کې په خبریالانو داسې برید ترتیب شوی و چې اجمل عابدي او د ملي امنیت رهبري یې ټول خوشاله کړو، هغه وخت طلوع ټلویزون او نورو رسنیو د حکومت ضد تبلیغات کول، د طلوع ټلویزون او نورو رسنیو ښه ډیر خبریالان ووژل او زخمیان شول.
د داعش په نوم بریدونو لپاره ښه دلیل دا و چې په شیعو او هزاروو باندې بریدونه ډیر شي، دهمزنګ کې لومړی برید د ملي امنیت ډیره موفقه برنامه وه، مونږ ته داسې راپورونه رسیدلي وو چې هزاره ځوانان د ایران په مرسته غواړي چې ارګ محاصره کړي، په ډیره عجله تصمیم ونیول شو چې د جنبش روشنایي د مظاهره کوونکو په منځ کې چاودنه وشي، تر چاودنې وروسته د برښنا غورځنګ غږ بیاځلي چا وانه وریدو.
د ملي امنیت په زندانو کې د داعش مشران ښه پالل کیږي لکه میلمانه، مګر د داعش جنګیالي چې له اصل برنامې خبر نه دي، هغوی ته په زندانو کې ددې زمنیه مساعده شوې چې د طالبانو په ضد تبلیغات ورته وشي او په ځینو وختو کې د خلافت د احیا، یهودو او نصاراوو د تبلیغي مراکزو په ارتباط د ملي امنیت جاسوسان په زندان کې دننه تبلیغ ورته کوي او د داعش زیات ځوانان په زندان کې دننه ځانمرګو بریدونو ته چمتو کیږي، مثلاً:
په کابل پوهنتون برید کوونکو ته ذهنیت ورکول شوی و چې په دغه وخت او خاصو صنفونو کې محصلینو ته د عیسویت تبلیغ او عسویت ته اړولو درسونه ورکول کیږي، د داعش ځوانانو فکر یې سل فیصده داسې جوړ کړی و چې دا د عسویت تبلیغي مراکز دي.
د هزاره وو په اکثره علمي مراکزو چې د داعش په نوم کوم ځوانان د ملي امنیت له زندانو را ایستل کیږي او بریدونه کوي، ورته ویل کیږي چې دا د عسیویت مرکزونه دي، که تاسې استشهادي حملي وکړئ عظیم ثواب دی، تر دې چې دلته بندیان یاست، استشهادي وکړئ جنت ته به ولاړ شئ.
په دشت برچي کې وروستی برید ددې لپاره برنامه ریزي شو چې په روژه مبارکه کې یې پړه په طالبانو ور واچوي او د هزاره وو ځوانان د طالبانو په ضد په امنیتي او دفاعي ادارو کې جلب او جذب کړي، هره ربع کې د هزاره وو مشر استاد محمد محقق ته میلیونونه ډالر د ملي امنیت عمومي ریاست لخوا ورکول کیږي چې سیمه يیز هزاره وسلوال د طالبانو په ضد راپورته کړي.
دویم وار چې جمهور رئیس محمد اشرف غني لوړه وکړه، لږ وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا رئیس ډاکټر حمدالله محب، د دفاع وزیر اسدالله خالد او داخله وزیر مسعود اندرابي په ګډه ناسته کې تصمیم ونیو او ملي امنیت ته یې دنده وسپارله چې داسې کسان ټارګټ شي چې د نظام لپاره په اینده کې خطر ورنه ليدل کیږي.
د ملي او دفاعي ادارو په ډیره سري او پټه غونډه کې تصمیم ونیول شو چې هغه خطیبان او ملایان باید ترور شي چې مشهور دي او د حکومت په ملاتړ تبلیغ نه کوي، په دې لړ کې د وزیر اکبرخان جومات ملا امام ډاکټر محمد ایاز نیازی اول هدف وګرځيد، هغه ته د څپلیو ایښودو په ځای کې زمونږ همکارانو داسې وړوکی بم کیښود چې ډیر کاربن ډای اکسایډ له کبله یې سړی وژلای شوای، له چاودنې وروسته د برید مسؤلیت د داعش له کابل سایټ (برښنایې پاڼې) څخه نشر شو.
بل هدف په کابل کې د شیرشاه سوري مسجد ملا امام مولوي عزیزالله مفلح و، د معاون صاحب اجمل عابدي په امر د ملي امنیت ټیم مسجد ته ورغلل او ورته ویې ویل چې مونږ ته راپور راغلی چې مسجد کې دننه امنیتي خطر دی، د ملا امام د خطبې تر چوکۍ لاندې یې ماین ورته ښخ کړ، ددغه حملې په ملي امنیت فشارونه زیات شول، ملي امنیت لیکونه خپاره کړل چې فلانی او فلانی د طالبانو لخوا ترور کیږي، په هغه لسټ کې زاخیلوال او کریم خرم صاحب وو، دغو خلکو له بهرنیو سفارتونو سره قوي رابطي لرلې، د ملي امنیت په اوپراتیفي معاونیت ډیر سخت فشار وارد شو. بالاخره اجمل عابدي استعفا ته مجبوره شو، هغه له افغانستان څخه ووت، امریکایانو په ارګ ډیر فشار وارد کو چې د جمهور رئیس د معاون اول صلاحیتونه په امنیتي ادارو کې کم کي. د ۶نیمو بجو له ریاست نه یې لري کړ، امریکایانو جمهور رئیس ته ویلي وو چې امرالله صالح په امنیتي پېښو کې شکمن سړی دی. له دې کار سره په کابل کې حملې او هدفي وژنې لږ کمې شوې.
کله چې جنرال خوشال سادات د ملي امنیت اوپراتیفي معاون شو، د اجمل عابدي دنده اوس هغه مخکي وړي، په دشت برچي کې د مکتب په زده کوونکو چاودنو پړه د داعش له سایټ نه خپره شوه، خلکو او ځینو سفارتونو ته شک پیدا شو، ددي لپاره چې ددغه برید مخه بل لور ته وګرځوي او د اوربند په ورځو کې امنیتي پيښې وشي، په شکر دره کې په زیات مشهور ملا امام مفتي نعمان باندي د ملي امنیت د ترور ټیم لخوا چاودنه وشوه، ملا امام یې وواژه.
ما خپله هغه مهال تصمیم ونیو چې نور به په ملي امنیت کې کار نه کوم کله چې مې د سید الشهدا مکتب د وړو جنکیو په وینو لړلي کتابونه او بوټونه په ټلویزون کې وليدل، سخت مې زړه ورته بد شو، په شکر دره کې په ملا مفتي نعمان برید مې فیصله تاید کړه، له دي وروسته به په ټول عمر په ملي امنیت کې کار ونه کم او نه به بل چاته مشوره ورکم چې د بې ګناه خلکو وژلو تصمیم ونیسي او د شپي په پټه د داعش بندي جنګیالي له زندان څخه را وباسي او زموږ هزراه او شیعه وروڼو ماشومان ورباندي ووژني.
د اختر په ورځ چې زما وړې لورګاني ماته راغلې، د سیدالشهداء مکتب شهیدي ماشوماني مې سترګو ته ودريدې، توبه مې وکښله، بیا به داسې بد کارونه نه کوم، له هیواده داسې وخت وځم چې د ډیرو بې ګناه قتلونو له امله خپل ضمیر او وجدان ته شرمنده یم.
