ليکنې

حکمتيار: هيڅ پوه أفغان د نوي جنگ پيلولو شوق ونه كړي

د بغلان او لغمان وروستي حوادث؛ له مقاومت پرته پوستې اډې وسله والو مخالفينو ته پرېښودل؛ هغه هم له ټولو نظامي تجهيزاتو سره؛ ښيي چي د قضيې تر شا ناولي لاسونه لگيا دي توطئې كوي؛ په دواړو كي هغه كړۍ لاس لري چي غواړي طالبان له حزب اسلامي سره وجنگوي؛ دغه كړۍ يو ځل مخكي هم؛ توانېدلې دا كار وكړي؛ د طالبانو د تحريك د پيل په ورځو كي همدا كار وشو. موږ سوله غواړو؛ سوله مو اولويت دئ؛ انتخاب مو سوله ده؛ نور لوري هم سولي ته رابلو؛ هيله مو دا ده چي هيڅ پوه أفغان د نوي جنگ پيلولو شوق ونه كړي. دا جنگ د بهرنيو په گټه او د افغانانو په زيان دئ. كه نورو جنگ ته اړ كړو نو له ځان دفاع د هر مؤمن حق او واجب گڼو. د هيچا زور ته نه تسليمېږو؛ نه د شوروي اتحاد زور او ځواك ته تسليم شوو ا...
نور ولوله

د بینین سیوان وروستنۍ څرګندونی د تاریخی واقیعتونو په هنداره کی!

دوکتور شيرشاه شهاب يوسفزی   د روان سیاسی او امنیتی وضعیت په تړاو د بینن سیوان وروستیو څرګندونوزمونږ زمونږ د ولس اندېښنې راوپارولې دی او د خپل هېواد د راتلونکی په اړه اندېښنه کول یقیناً زمونږ د ولس د ویښتابه نښه او د خوښئ خبره ده. زه له هغه وخته راپدېخوا بینن سیوان پیژنم چې د افغانستان لپاره د ملګرو لخوا د استازی په توګه وګمارل شو. هغه مهال مې ورسره د افغانستان د ستونځې د حل په ګڼو ناستې ګډون کړې دى. تفصیل ته نه ځم. یوازې دومره غواړم ووایم چې هغه مهال به هم نوموړی کله کله پارونکې څرګندونې کولې. د بیلګی په توګه نوموړی غالباً په روم کې له پخوانی پاچا  محمدظاهر شا سره له لیدو وروسته رسنیو ته د خبرو پرمهال ویلی وه چې افغانستان د ټوټه ټوټه کیدو په ...
نور ولوله

په کابل کي د ختیځو ولسونو د یووالي مشورتي غونډه د څه لپاره؟

ویل کیږی چی تیره شپه شپون صاحب د ګوسفندی ملت ځینو استازیو ته  په خپل کور کی ښه قوی میلمستیا جوړه کړی وه.. د لوی مشرقی غټان غټان یی په دی نوم دعوت کړی چی د حمدالله، اتمر،حیات الله، فضلی،قاضی القضات  اولوی څارنوال سره به د لوی مشرقی او بیا خاصکر د لغمان د ستونزو په اړه  خبری کوي. خو یاد کسان بالکل د دوی غونډی او میلمستیا ته رانغلل.. یوازی د حمدالله محب مشر ورور هلته راغلی وو چی هغه هم کومه رسمی دنده نه لری ایله د ننګرهار غټایټو پکی خبری وکړلی .. د نورستان مشران یی لکه بتان جان جوپ کینولی وو.. کنړی خو هسی هم د حکومت له ذهن او یاد څخه وتلی دی، حاجی ر...
نور ولوله

مینې او سولې ته کار

مینې، محبت او نږدېکت ته هڅوونکې کرښې    بوډا خیاط خپل لمسي ته خیاطي ورزده کوله، یوه جوړ جامه یې مخته پر دړه وغوړوله، خپله قیمتي بیاتې یې راواخیستله او جامه یې له ټاکلي ناف سره سمه ټوټه ټوټه کړه، وروسته یې بیاتې لاندې د پښو خواته وغورځوله، ستن یې راواخیستله د جامې په ګڼډلو یې پیل وکړ.    د ګڼډلو پر مهال به چې د جامې برابرولو ته اړتیا شوه بوډا خیاط به ستن پخپله زړه خولۍ کې وټومبله، کله به یې چې د جامو سکښت لپاره بیاتې وکاروله هغه به یې لاندې وغورځوله. لمسی د نیکه کړنې ته نفس تنګی شو، نو ورته ویې ویل: بابا جانه! دومره قیمتي بیاتې پر ځمکه وغورځوې او ارزان بیه ستن بره ټوپۍ کې وټومبې! دا بې انصافي او نامناسب کار نه دی؟! ...
نور ولوله

د لکۍ مبارکې فلسفه

يو څه وخت مخکې په غرب کې لکۍ خرڅې شوې وې ، مسلمانانو پرې هم خپلې رايې ښکاره کړې او بعض سيکولرانو ورته حيلې ميلې وکتلې ، خير راځو دې بحث ته چې ولې يو غربي انسان دسې کانې کوي؟ کله لکۍ واچوي ، کله لباسونه اوږده کړي ، کله يې بيرته لنډ کړي ، د دې اسان مثال که درکړم نو زموږ ټولنو کې به پخوا فيشني هلکانو لنډې لمنې کولې د پرتاګه مهمه حصه به يې ترې ښکاره کېدله او ويختان به  يې هم په غوګونو دسې پريښي وو لکه د کابل پخواني ډمان ....! ازاده پايڅې به يې کولې ، البته وس هلکان اوږدې لمنې کوي  د خپل حد نه هم اوږدې او د لمنې د اطرافو درز تر ګوردو پورې رسېږي هلته يې بيا کميس په خاص فرمايش نور هم تنګ کړی وي ، همدا راز پايڅې هم تنکې جوړوي ،  لنډه دا حې که دا مثال په غرب کې هم وګورو نو د وخت سره سره فيشن بدليږي،  په فيشنون...
نور ولوله

مصاحبه اخير بنين سيوان !

از جمع محدود افغان هاى شبكه اجتماعى مى باشم كه سال ها قبل با بنين سيوان در فيسبوك رفيق بودم و در مورد پروسه صلح ملل متحد چندين مراتبه به انگليسى براى بنين سيوان نامه و پيام فرستادم كه اگر مستند و آنچه بخاطر دارد با ما شريك بكنند ؛ ولى هيچ جواب نگرفتم اين حرف امروز نبوده و يك دهه قبل جهت معلومات تاريخى خواستم از ايشان مستند با خود در ياد داشت ها داشته باشم. اگر چه در حرف ها و مصاحبه او ، واقعيت هاى نهفته بود كه از زبان سياسيون كشور قبلاً شنيده و يا در اسناد تاريخى مطالعه كردم ؛ ولى سوال اين است كه چرا بنين سيوان در اين ٣٠ سال خاموش ، صامت و سكوت بود و حال كه نظام كنونى و بخصوص كشور ما در مرحله مهم از تاريخ قرار دارد ، او چنين مصاحبه را انجام ميدهد.  ...
نور ولوله

علي احمد جلالي: که افغان حکومت او همغږي نشي نو د کورنۍ جګړې خطر موجود دی

ظاهر عمار   له بي‌بي‌سي پښتو سره مې د علي احمد جلالي تازه مرکه واورېده. ما يې شخصاً له خبرو دا برداشت واخيست چې د افغانستان راتلونکې ته په مختلفو دلايلو خوشبين نه و. خبرې يې ډېرې واضحې دي او تشرېح ته يې اړتيا نشته. د حکومت په داخل او د ډلو او سياسيونو ترمنځ يې له اوسنيو بې‌معنا اختلافانو تکراري سر ټکاوه او ټينګار يې کاوه که دا اختلافات دوام ومومي، راتلونکې ته هېڅ هيله‌مندي نشته. د لاندې خبرو اهميت ځکه زيات دی چې علي احمد جلالي د امريکا د دفاعي پوهنتون استاد او د امريکا د کانګريس له لوري د افغانستان د مطالعاتو د کمېټې مشر څېړونکی دی. هيله ده د دې خبرو په اړه زما برداشت غلط وي او تاسې پکې کوم مثبت ټکی ووينئ او ما ته يې هم ووايئ چې يو څه خوشاله او هيله‌من شم...
نور ولوله

د مجاهدینو او ډاکټر نجیب د حکومت تر منځ د ملګرو ملتونو د مرکچي بېنن سیوان د مرکې مهم ټکي

• وېره لرم چې پر افغانستان تېر بد تاریخ تکرارېدونکی دی. • طالبانو سره په خبرو کې افغان دولت په حاشیه کې ساتل شوی او یوازې ننداره کوي چې څه به پېښ شي؟ • که بهرنیان له افغانستانه ووځي، تاسې به د نویو ایتلافونو شاهد واوسئ، جنګسالاران یوازې د خپلو ګټو په اړه فکر کوي. • زما په باور افغانستان کې باید د افغانانو په مالکیت سوله وشي، هیڅوک له بهره پر دوی سوله نه شي تحمیلولی. • زما په وخت کې هم ښکیلو لوریو یو تر بله له مخامخ خبرو ډډه کوله، زما به یوه پښه په امریکا، بله په اسلام اباد، بل...
نور ولوله

د لغمان اوسنی وضعيت د چا له خوا او پر کومه خوا؟

شل ورځې وړاندې لغمان ته تللی وم، حالات مې چې وکتل د لغمان په ويالو کې د ژوند اوبه هم بهېدې، خو د يوې تراژيدۍ وږم هم لګېده، پر همغه شېبه مې د لغمان له والي، امنيې قومندان او نورو اړوند مسولينو سره په لغمان کې د احتمالي ناورين په باب خپله اندېښنه شريکه کړه، بيا کابل ته راغلم، دلته مې په کابل کې په خصوصي ډول د کورنيو چارو سرپرست وزير او نورو اړوند چارواکو ته په لغمان کې د جګړې او بشري ناورين احتمال توضيح کړ. په تېره نږدې يوه مياشت کې مې هره شېبه له چارواکو سره په لغمان کې د غميزې د پېښېدو اندېښنه شريکه کړې، رسنيو ته مو ځکه خبره نه ايستله چې کېدی شي چارواکي پاملرنه وکړي او ستونزه له قانوني لارې حل شي. زموږ غټه اندېښنه دا وه او ده چې کلي، پوستې او ولسوالۍ به لاس په لاس شي او په تېرو شلو کلونو...
نور ولوله

ځیني امریکا میشتو د امریکا ګانګریس مخ ته افغانستان کې د جنګ بندولو لاريون کړی!

اصالت يار   دوی دجنګ له طرفونواوربندغوښتی چې یوه ډېره ښه خبره ده. مګر!پوښتنه داده چې دغه امریکا میشتې ځیني یاډېرافغانان هغه مهال چیري ول چې همدغه هیواد ۴۸ نورهیوادونه زمونږ په ګران هیوادافغانستان راخوشي کړل اود شلو شغالي کلونو په جریان کې تقریباً یومیلیون افغانان ووژل؟. ایا دوی هغه وخت یو انساني،افغاني، حقوقي اوازنشو اوچتولی؟ ایا هغه وخت ددوی ضمیرمړاوپه افغانستان باندي دغر ب اشغال یې روا اوقانونی باله؟ که چیري دوی هغه وخت یوه مظاهره هم کړې وای اودافغان ملت اوازیې اوچت کړی وای،نن به ترشلوکلونوغربي اشغال ادامه نه پیداکوله اولکونه افغانان به نه وژل کیدل؟ ګوانتاناموزندان چې له امریکا نه دو...
نور ولوله

استرالیا افغانستان کې خپل سفارت وتاړه!

الحمد لله چې دغه وحشي اشغالګرهم په مخه شول الله دې دوی بیا دلته رنه اولي اوالله هغه څوک تباه اوبرباد کړي چې زمونږد هیواد دروازې بهرنیوته پرانیزي اوهغوی دلته مسلطول غواړي. هیواد مورده اوڅوک چې له مورسره خیانت کوی هغه حرامي اوبې ناموس دی،پردي هیڅکله هم زمونږپه دردنه خوري داپردي دې چې مونږوژنی،مهاجرکوي مو اوزندانون ته مو لیږی اوپرحیثیت اوابروموتیری هم کوي ځکه خو د هغو ی پرخلاف جګړه یوه مقد س عمل دی اودازمونږاوهرانسان حق دی. داپردي هیڅکله نه وتل لومړی که دالله فضل اوبیاد سرښندونکي ملت د مخلصو بچیانو قهرماني نه وای،دادغیرت،ننګ،جهاد برکت دی که نه د سره مخی شین سترګې حرامیان ویستل څه د ټوقو خبرې ندي اوصابونکیان،شامپویان، دا کارنشي کولای داد غرو داوسیدونکو کارنامه...
نور ولوله

د سلېمان لایق او نجیب ګډ عاشقان دې ولولي

لومړي کسان چې نجیب سره یې خیانت وکړ هغه داکتر وکیل د بهرنیو چارو وزیر وو بیا ور پسې سلېمان لایق وو. سلېمان لایق د جلسې ریاست پر غاړه درلود. کله چې زه د سلېمان لایق سره مخ شوم را ته وویل : دا شیاد مونږ ته را وسپاری. ( نجیب یې ښودو چې د ملل متحد دفتر ته یې پناه وړې وه) . آخري تصمیم به مونږ نیسو چې لاړ شی یا پاتې شي. ما ورته وویل چې آخري ځل دې آینه کې ځان ته کتلي؟ وویل څه غواړې ووایې؟ ما وېل دوې اوونۍ وړاندې د افغانستان تلویزیون کې را څرګند شوې نجیب ته دې د معنوي زوی یاد کړ. اوس یې کارغه یادوې. تاسې شرم وکړی...
نور ولوله

زه یهودي یم او په دې ویاړم!

دا د هغي لیکني عنوان دی چي په دې وروستیو کي یو يهودي ځوان خپره کړل هغه په دې لیکنه کي لیکلي وه چي: زه یهودي یم او په دې ویاړم، نن ورځ د پریکړي واک زموږ سره دی، ای عربانو او مسلمانانو، ستاسي دبدبه او عظمت له مینځه تللی، آیا و مو نه لیدل چي موږ په څومره ځیرکتیا له تاسو سره څه کار وکړ؟ ستاسو کوڅو او سړکونو ته ولاړلو، آیا پوهیږئ چي څه کار مو وکړ؟ په ډيري اسانۍ سره مو ستاسو د انجونو حجاب (پرده) لیري کړه او د هغوی په حجابونو مو قرآن وپوښه، تاسي زموږ د فرمان لاندي یاست، چي هر ډول وغواړو او په هر وخت کي تاسو په همغه بڼه په حرکت راولو، تاسو یو بشپړه دین درلود، ولي موږ ددې لامل سولو چي ستاسي دین په ډلو، ډلو وویشو، خپل لباس (کالي) مو تاسو ته صادر کړل، خپلو بازارونو ته وګورئ، دا ټول لباسونه (کالي) ستاسي عزت ته سپ...
نور ولوله

که افغانان خپل طبیعی اوبو مدیریت کړي نو تر ۲۰۰ ملیارډه ډالره کلني عواید به ولري

که په واقیعت کی افغانان د خپلو طبیعی اوبو مدیریت وکولای سئ ، د افغانستان اوبه  به تر ۲۰۰ ملیارډه ډالره کلني عواید ولري افغانستان په مجموع کي ۱۸ ملیارده متره مکعبه تر ځمکي لاندي اوبه لري چي د همدې اوبو څخه یې د کاله ۳ ملیارده متره مکعبه مصرفیږي همدارنګه افغانستان د کاله ۵۷ ملیارده متره مکعبه اوبه چي د اورښتونو په پایله کي په رودونو او سیندونو کي بهیږي لري، د همدي ۵۷ ملیارده متره معکبه اوبو څخه یې صرف ۱۸ ملیارده متره مکعبه اوبه په هیواد کي د ننه مصرفیږي او پاته ۳۹ ملیارده متره مکعبه اوبه یې و ګاونډيو هیوادونو ته په وړیا توګه ورکول کیږي، په داسي حال کي چي په نړیوالو بازارونو کي د اوبو بیه فی متره مکعبه په ۱،۵ یو اعشاریه پنځه ډالره پلورل کیږي که چيري افغان حکومت وکولای سي چي د خپلو اوبو مدی...
نور ولوله

وايي لغمان کي جګړه طالب کوي دولت نه

انصاف مو روزي شه، طالب خو تېر کال فبرورۍ په ۲۹مه د جګړې د ختمولو تابيا وکړه او د بهرنيو ځواکونو د خروج او د موقتې ادارې د رامنځته کېدو هوکړه وکړه. دواوړه لوري بهرنيان او طالب له جنګه ستړي او بهرنی لوری له شل کلنې بې نتيجې جنګه نا خوښ وو. نور عوامل يې هم لرل کوم چې د بحث وړ دي اما دلته نه! وشول څه؟ مخالفت چا وکړ؟ د جمهوريت د نامه تر شاه د سولې ضد کړيو څه څه ونکړل؟د هغوی چې سوله کې شخصي منافع خطر ته لوېيدل کوم کارونه ونکړل؟ آيا د آخري پېښو شاهدان نه ياست؟ نه يوازې دا، د منطقې او نړۍ پليتو استخباراتي لوبې نه وينئ!؟ او که لا مو فکر په يو کوچنۍ محدوده کې منحصر کړی او فقط يو لوری ملامت ګڼئ! طالب څنګه له داسې يو دولت سره هر څه وم...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک