دا په بشپړ ډول د مور او پلار مسئوليت دی چې د اولاد روزنې ته جدي پاملرنه وکړي
الله تعالی شاهد نيسم چې ما په ټول ژوند کې خپل مور او پلار چا ته په فحش ښکنځلو، يا د ښکنځلو په بڼه د خور، مور او ښځې په يادولو نه دي ليدلي، زه يې په ټولو اولادونو کې مشر يم، الحمد لله زما نه يادېږي چې په ټول ژوند کې به مې د چا مور، خور، مېرمن او وغيره په ښکنځلو کې ياد کړي وي او نه مې يادېږي چې خپل وروڼه او خويندې مې څوک په دغه بڼه په ښکنځلو ليدلي وي او الحمد لله چې زمونږ ماشومان هم له دغو خبرو الله تعالی ساتلي دي.
نو معلومه شوه چې اصل خبره د مور او پلار ده، د يو کور د چاپېريال جوهري مِحور مور او پلار وي، اولاد مور او پلار ته په کتلو خبرې زده کوي، کومې خبرې مناسبې دي او کومې نه، دا دوی په کور کې زده کوي، ځينې خلک د خپلو ماشومانو ناسمې تربيې په اړه د کوڅې ماحول او ماشومان بهانه کوي، خو واقعيت دا دی چې ماشومان په کوڅه کې ډوډۍ نه خوري او په کوڅه کې نه ويده کېږي، د خوراک او استراحت ځای يې کور او د مور او پلار غېږ ده، ماشومان که په کوڅه کې يو نيم بد عادت زده هم کړي، نو که په کور کې يې د عاداتو او خبرو نظارت، مراقبت او ارزونه وشي، په بشپړ ډاډ يې وايم چې ماشومان به د کوڅې خبرې به هماغه کوڅه کې پرېږدي.
فلهذا دا په بشپړ ډول د مور او پلار مسئوليت دی چې د اولاد روزنې ته جدي پاملرنه وکړي، د دوی تربيت ته پاملرنه او نه پاملرنه د ماشومانو په ژوند ښه مستقيم مثبت او منفي تاثير غورځوي، دا د ژوند نه بدلېدونکی يو واقعيت دی او همدا واقعيت نبي عليه الصلاة والسلام په مبارک حديث کې داسې بيان کړی دی او فرمايي: ((كلُّ مولودٍ يولَدُ على الفطرةِ فأبواه يُهوِّدانِه أو يُنصِّرانِه أو يُمجِّسانِه...))
تربيت
د موټر په وروستي سيټ کې راسره يوه جوړه ناسته وه، يو وړوکی ماشوم هم ورسره و، شاوخوا د څلورو کلونو به و، له ناز او نخرو يې معلومېده چې ډېر په ناز يې رالوی کړی و، درې ساعته مزل کې تر يو ځای پورې خو يې ژړا او چيغو په تکليف کړلو او بيا چې کله يې لږ طبيعت برابر شو، نو د خپلې مور تر څنګ د موټر ښيښې ته ودرېد او چټيات يې شروع کړل. بهر روان او ولاړو خلکو ته يې بيخي لوڅې او مطلق زيرِ ناف ښکنځلې کولې، کله به يې پلار په خوله لاس ورته کېښود او کله يې مور... خو ماشوم قسم کړی و چې غلی به نه شي.
دا چې په څنګ کې مې ناست پلار يې له خجالتۍ په دې يخنۍ کې خوله خوله و، نو د مور به يې له خجالتۍ خدای خبر څه حال و؟!!
د موټر په مخکې سيټ کې ناست ځوان او موټروان زما په شمول ټول غلي وو او د ماشوم هيڅ اراده نه وه چې (د استاد Tariq Naik) په اصطلاح خپل ولوله انګېز تقرير ته د پای ټکی کېږدي.
آخر مې موټروان ته وويل: استاذه ټيپ يا راديو نه لرې، ترانه مرانه او يا هم کومه سندره مندره ولګوه کنه، څه د ماتم ماحول دی جوړ کړی دی.
موټروان د سر د پاسه د عقب ښيښه برابره کړه او شا ته يې راوکتل، يوه ترخه مُسکا يې وکړه، په سترګو سترګو کې مو ځان په اشارو پوه کړ چې د ماشوم تقرير بيخي خسته کُن او د وِجدان د عذاب باعث شوی دی، خو له بده مرغه مونږ هيڅ نه شو کولای.
لنډه ده دا چې د ماشوم د خبرو زده کولو په عمر کې د هغه روزنې ته که مور او پلار جدي توجه ونه کړي، نو ډېر امکان د دې شته چې مور او پلار نورو خلکو ته خجالته او بلکې بې پته کړي.
د_ماشوم_روزنه
له_بلې_زاويې
