د يوه نهايت با ارزښته انسان ۷ نخښې
۱- دې خبرې ته متوجه وي چې نورو ته له بې احترامۍ پرته هم له هغوی سره د نظر اختلاف درلودای شي.
۲- منظم او وخت پېژندونکی وي. هر کار ته پر وخت راځي او خپل مسئوليت په ښه شکل اداء کوي.
۳- د خلکو پر ظاهري بڼه قضاوت نه کوي. د هغوی عمل او چلند ورته معيار وي.
۴- خلک هڅوي، روحيه ورکوي او برياوې یې ستايي.
۵- د خپلو نږدې دوستانو په غیاب کې هم د هغوی دفاع کوي او په حق کې يې بد نه وايي.
۶- د ځينو خلکو او څيزونو پر حقيقت تر پوهېدو وروسته هم سمدستي عکس العمل نه ښيي او په چوپه خوله هر څه څاري.
۷- د خلکو منفي قضاوتونه او منفي روحيه يې له خپلو اهدافو نشي راګرځولای.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
