د خوب پر مهال څراغونه مړه کړئ
یوه حدیث کې راغلي رسول الله ﷺ فرمایي چې ویده کیږئ څراغونه مړه کړئ، دروازې بندې کړئ، د اوبو د لوښو خولې وتړئ او لوښي کې د پراته خوراک او څښاک سر پټ کړئ. رواه البخاري
دا خبرې په اخرت پورې اړه نه لري، بلکې دا په دنیا پورې تړاو لري، دا خصوصا ستا د کور او ستا د هغې کوټې په اړه نبوي لارښوونې دي چې ته ژوند په کې تېروې. د څراغ وژلو امر ځکه شوی چې هغه مهال یو خلاص لوښی، هغه کې پراته تېل او پلیته؛ څراغ بلل کیده، نو د هغه په اوښتلو سره د اور لګیدا خطره وه. داراز دروازې بندول وغیره ټول حفاظتي ګامونه دي.
باید متوجه شو چې زموږ د وخت څو ډوله بخارۍ ، د برق وسایل وغیره له څراغه سل چنده زیات خطرناک دي! څرنګه چې موږ له دې وسایلو سره محتاط نه اوسو هره ورځ مختلف تاوانونه او ان مرګونه راته اړوي! بناءً په دې برخه کې پوره اتیات او عام پوهاوی د هر مومن هیوادوال دنده ده.
