خپل شکایت الله ته وکړه زه خو هیڅ نسم کولی
لیکوال: الشیخ علي الطنطاوي
ژباړه: بشیراحمد الحنفي
پرون یو ډېر سپینږیری سړی زما دفتر ته راغی او راته وویل: ما لمړی د الله تعالی دروازه ټکولې اوس ستا دروازې ته راغلم غواړم خپل د مظلومیت یو کیسه درته وکړم.
ما ورته وویل مهرباني اورم مو
ده راته وویل:
زه په ځوانۍ کې تجار وم سهار به د کور څخه وتلم د خپل کلي په بازار کي مي سبزې خرڅول، څه چي مي ګټل کورته مې راوړل غوښي، جامي مي په اخیستلې او د ژوند ضرورتونه مي په پوره کول.
زه ساده سړی یم مکتب او مدرسه مې نده ویلې لیکل او لوستل خو بیخي نسم کولی خو الحمدلله خپل فرض لمونځ کوم او روژه نیسم.
ټول ژوند مي خوشحاله تير کړی، نه مي غلا کړې نه مې د چا حق خوړلی.
موږ په کلې کې ډاکټر نه لری کله چي به مریضان سو د عبدالنافع مور زموږ د ټول کلي ډاکټره وه قابله هم وه ، کله چې به ناروغان سو یوڅو بوټي به یې سره میده کړه موږ به په اوبو کې واچول د الله په فضل به جوړ سو.
ما واده کړی وو زما یوه میرمن وه ، زما د ژوند ملګرې وه ستړې هم وه د کور کار یې هم کوی ماشوم یې هم په ګېډه وو. ما تل کوشش کوی چي د کور کار ورسره وکړم ، مابه جارو کوی دېګ مې ورته تیاروی ځکه ډار راسره وو چي هسي نه بېچاره په تکلیف سي ماشوم یې ضایع سي.
کله چي د دې زېږدلو وخت رانیژدې سو اکثره وخت به تر سهاره ورسره ویښ وم .
یو سهار وو چي لږ مي سترګې د خوب ډکې سوې دروازه را ټکېدل که ګورم زموږ د کلي قابله د عبدالنافع مور راته ږغ کړه زیری مي درباندي زوی دي پيدا سو، زما سره د شېرنۍ لپاره شی نه وو شاوخوا مي وکتل یو درهم راسره وو هغه مي په زېرې کې ورکړ.
زوی مو پیدا سو زیات ورسره خوشحاله وو، چي ده به وخندل موږ به ورسره وخندل، چې وبه یې ژړل ټول کور ژړل، چې ناروغه به سو ژوند به مو ورسره تریخ وو خپه به وو .
کله چي ماشوم غټ سو مور یې ویل اوس به څه کوو؟
ما ورته وویل : دوکان ته دي راسره ځې چې کسب زده کړي
مور وویل: دوکاندار ورڅخه جوړوې؟!!
ما ورته وویل هو نو دی د پلار تر وظیفې بالا دی؟
مور ویل: باید مکتب ته ولاړ سي زموږ د ګاونډي زوی وګوره څومره ښه ژوند او وظیفه لري.
ما هم د ده د مور په قول دی مکتب ته واچوی، خپل د خولې مي کښل د ده کتابونه مي په اخیستل دی ماشاء خپل په صنف کې اول نومره وو پر ټولو استاذانو ګران وو .
کله چې د مکتب څخه فارغ سو مور ته مې وویل اوس نو باید دوکان وکړی.
مور یې راته وویل: وي اوس غواړې دده راتلونکی ضایع کړې باید ولاړسي پوهنتون ووایې زده کړي وکړي ژوند سم کړي.
کله چي د پوهنتون څخه فارغه سو
ما وویل اوس نو شی پاته سو ؟ راځا دوکان ته.
زوی مې راته وویل: بابا ما اروپا ته ولیږه
ما ورته وویل: اروپا! ! اروپا چیري ده؟
ده ویل پاریس ته مي ولیږه.
ما ورته وویل: زویه توبه د کفارو وطن ته دې نه لیږم
مور یې راته شله سوه چي باید ولیږو
مور یې ولاړه ټول زر ورته خرڅ کړه هلک یې ولیږی.
زه هم غصه سوم د زوی سره مي اړیکه وشکول د یوڅه وخت لپاره، خو د پلار زړه دی بیرته به مې لیک ورته ولیږی حال مې اخیستی پوښتنه مي کول چې څه ته ضرورت لرې!
ده به بیرته لیک را ولیږی چي بابا شل یا دیرش درهمه راولیږه
ما او مور به یې شپه په نهاره تېره کړه وچه ډوډۍ او چاي مو خوړل ده ته مي پیسې لېږلې.
په کلنی روخصتۍ کې د ده ټول همصنفیان راتلل خو دی نه راتلی ویل نه غواړم وخت په سفر ضایع کړم درسونه راباندي ډېر دي.
یوڅه وخت چي تیر سو بیا یې لیک راته ولېږی چي بابا سل درهمه راته ولیږه، آن تر دې چې یوه ورځ یې درې سوه درهمه وغوښتل.
ما ورته په جواب کې وویل: زوی د خپل کمبلې سره پښې غځوه موږ غریبان یو هلته د خپل ملګرو سره سیالي مکوه.
بیرته یې لیک راته ولیږی چې بابا پیسو ته عاجل اړتیا لرم یوڅه وخت چي تیر سو بیا یې لیک راته ولېږی چي بابا سل درهمه راته ولیږه، آن تر دې چې یوه ورځ یې درې سوه درهمه وغوښتل.
ما ورته په جواب کې وویل: زوی د خپل کمبلې سره پښې غځوه موږ غریبان یو هلته د خپل ملګرو سره سیالي مکوه.
بیرته یې لیک راته ولیږی چې بابا پیسو ته عاجل اړتیا لرم
زه محبوره سوم خپل کور مي په نیمه بیع خرڅ کړ ټولي دوه سوه درهمه سوې
سل ولاړم یو یهودې ګاونډی ته د هغه څخه مي په سود واخیستلې .
دا پیسې مي ورته ولېږلې او ورسره مي لیک کې ولیکل چي زویه نور موږ مفلسه سو هیڅ نلرو.
د دې ورسته تقریبا درې کاله بیا ده زما حال ندی اخیستی مابه لیک ورته ولیږی خو دده جواب به نه وو .
تقریبا دی اووه کاله مسافر وو مایې مخ ونه لیدی زه هم دلته بې کوره وم قرضداره راپسي وو چي زما پیسې راکړه، خو زما سره یوه روپئ نه وو هغه ولاړی په محکمه کې دعوه راباندي وکړه حکومت کش کړم په محبس یې ننویستلم هغه ښځه بېچاره تکي تنها پاته سوه پرته له الله تعالی یې بل هیڅوک نلری، بېچاره ګی تللې وه د خلکو د کورو خدمت یې شروع کړی وو ترڅو یو ګوله ډوډئ پیداکړي.
کله چي زه د محبس څخه را ووتلم یو ګاونډي مي راته وویل: ایا خپل زوی دي لیدلی؟ ما ورته وویل: د خیر زیری راباندي وکړي هغه اوس چیري دی؟
ده راته وویل: ایا ته خبر نه یې هغه اوس په دولت کې غټ مامور دی غټ کور یې جوړ کړی یوه فرانسوې ښځه یې کړې.
مور ته راغلم ورته ومي ویل درځه ورسو د زوی خواته زیات ورپسي دیغ یم یادیږي مي لږ به یې په زړه پسي ونیسو ورته تږی یم.
کله چې کور ته ورسیدلو دروازه مو ور وټکول یوه مزدوره راووتل زموږ رنګونو خوند ورنکړ ویل چیشي غواړئ؟ ما ورته وویل غواړو د ابراهیم سره ووینو .
هغې راته ویل هغه دغریبانو سره دلته نګوري وخت نلري ولاړسئ .
ما ورته وویل: بې ادبي موږ یې مور پلار یو زه پلار دا مور ده!
موږ په دغه جنجال اخته وو لکه چي ابراهیم زموږ ږغ واوریدی راووتی شاته یې یوه ښکلې فرانسوې انجلې راروانه وه.
کله چي دی مور ولیدی ور ږغ کړه ویل ابراهییییم او په زوره یې وژړل غوښتل یې غیږ کې یې ونیسي خو هغه ځان ترې لیري کړ شاته ودرېدی.
خپل ښځي ته یې په فرانسوي ژبه کې یوڅه وویل: وروسته مو د یوچا څخه پوښتنه معنی دا وه( دوی لیونیان دي)
نو وروره دی کور ته ولاړی خپل مزدوري ته وویل دروازه بنده کړه دوی پسي واخله.
موږ بیرته راغلو مور یې خپل مزدوري شروع کړه، ناست یو اوس مو عمر هم وخوړی.
ما ورته وویل: خپل شکایت الله ته وکړه زه خو هیڅ نسم کولی، دی بیچاره هم ولاړ سو پښې ورپسي کشېدلې او ووتی بیا مي ندی لیدلی.
