No-IMG

ریښتني خوشالۍ

په یوه ټلویزیوني مرکه کې انانسر له خپل میلونر مېلمه وپوښتل، په ژوند کې څه شي ډېر خوشاله کړی یې؟

 سړي وویل: یوه ورځ یو نږدې ملګري له ما څخه وغوښتل چې د معیوبو ماشومانو  یوې ډلې لپاره د ویلچیرونو په اخیستلو کې مرسته وکړم، مرسته مې وکړه، خو زما ملګري ټینګار وکړ چې زه ورسره لاړ شم چې پخپله معیوبو ماشومانو ته خپله ډالۍ ورکړم، نو ورسره لاړم.

 ما د دوی په  څېرو کې لویه خوښي ولیدله،  دوی په خپلو چوکیو کې هر لوري ته حرکت کاوه، داسې د خوشالۍ خنداګانې یې کولې لکه دوی چې کوم تفریحی پارک کې وي.

 مګر زما زړه ته ریښتینې خوښي یوې کوچنۍ معیوبې او یتیمې  نجلۍ راوړه.

 کله چې زه له تالار څخه وتلم، هغې زما پښه ونیوله او سترګې یې زما په مخ کې خښې کړې.  زه ورټیټ شوم! له هغې مې وپوښتل: لورکۍ له ما څه غواړې؟

 د هغې ځواب ټکان ورکوونکی و، هغې وویل: زه غواړم چې ستا څېره مې په یاد پاتې شي او کله چې په جنت کې له تاسره وګورم، نو زه هلته یو ځل بیا د خپل رب په وړاندې ستا د دې احسان شکر ادا کوم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک