په مينه کې وفا او احترام ډېر مهم دی
که د مشرانو او پيرانو اجازه وي او د سر امان راکوي، نو يوه خبره به د عشق په اړه زه هم وکړم.
ډېر خلک مې وليدل چې د عِشق ناسم تعریف او تعبير وړاندې کوي.
لومړی خو دوی د عشق دائره يوازې د عاشق او معشوقې (د وصل/عدمِ/وصل) تر محدودې خُلاصه کوي چې داسې نه ده.
او بيا دغه وروستی ناقص تعريف هم په ناقص بڼه تعبيروي، مثلاً دوی وايي: کامياب عشق هغه دی چې ترلاسه نه شي، هغه چې عاشق تر معشوقې ورسېد دا د عشق د ختمېدو په معنی ده.
خو زما په نظر عاشق چې کله تر معشوقې ورسېد؛ اصلي عشق له دغه ځايه پيلېږي، تر دې وړاندې حالت خو د عشق د طلب حالت و. له همدې ځايه د عشق د پاللو امتحاني مرحله پيلېږي، ځکه چې له دغه ځايه د عاشق د ټولو هغو ژمنو د تطبيق وخت راځي چې د طلب په مرحله کې يې کړې وې. که يې ژمنو عملي بڼه وليده؛ دا عشق کامياب دی او که يې ژمنې يوازې ژمنې پاتې شوې؛ نو دا عشق ناکام دی.
څوک راسره مخالف او څوک موافق دی؟
عشق
له_بلې_زاويې
